دغه خوب دلېدو نه دی
نه خوبونه دلېدو دي
داحالت دلېدو نه دی
نه وختونه دلېدو دي

څه تيارې دي خپرې شوې
سمه او غر يې دی نيولی
دی وحشي وحشي شېبو کې
دا فرصت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو نه دی

ددی شنه اسمان تر څنګه
دا زخمی زخمی وختونه
مرګ او ژوبله ، بیوسی ده
دا دهشت دلیدو نه دی
نه وختونه د لیدو دی

پرهارونه مرګ او ژوبله
دبیرحمو قا تلا نو
د ظالمو جابرانو
دا وحشت د لیدو نه دی
نه وختونه د لیدو دی

حالتونه توفانی دی
اوس وختونه توفانی دی
ای د وخت سالار تربوره
ستا خصلت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو دی

نن دخدای د بنده ګانو
ډیر بی حده سپکه کیږی
څوک پرزیږی څوک زړیږی
دا قیامت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو دی

ای ددی زمان انسانه
سره یو شه یو همت شه
یوه چیغه د غیرت شه
نور غفلت دلیدو نه دی
نه وختونه دلیدو دی

تر دی غلو او ګیدړانو
داوحشی ، سړی خورانو
ترینه خلاص مظلوم انسان کړه
دا ذلت دلیدو نه دی
نه وختونه د لیدو دی
-----------------------------------
سمیع الدین افغاني