په بسم الله باندې منګی پورته کړه
چې د ګودر په لاره راشې ګلې
زه دې ښکالو د قدمونو اورم
ته راته هلته په خنداشې ګلې
قربان دې شمه له دې ښکلې ځوانۍ
وايم رښتيا ګېډۍ ګلو ښکارې
طلب دې زه له نور ډېر کومه
شې به د چا؟ ګېډۍ د ګلو ښکارې
د نظر غشي د ځوانۍ ونه خوري
ځان سره هر وخت سپېلني ګرځوه
پردی کلتور په ما ښه نه لګيږي
تل پر سينه باندې ځونډي ګرځوه
له جهان ځه زه هم له ځانه تېر يم
ځان درکومه که دې ځان راکوې
چينې اوبو کې درته وامې چاو
وايه چې ته يې کوم زمان راکوې؟
ګوره چې هېر خو درنه نشي ګلې
په سره منګل کې مې زړګی پورته کړه
هسې نه برېښ دې په ملا کې نه شي
په بسم الله باندې منګی پورته کړه.