سږکال افغانستان لپاره دامن اوثبات دټينګښت دهڅوپه لړکې يونېکمرغه کال ګڼلےشو ـ په همدے کال دډيپلوماتيکواصولو دلاندے څومياشتى وړاندے کابل کې دپاکستان اوافغانستان دولسمشرانوپه شمول دامن لپاره لويه جرګه په وجود کې راغله ـ اوهمدااوس ښاغلےفاروق وردک ديوې بلې جرګه ګۍ په موخه دخپل پلاوي په بدرګه پاکستان ته رارسيدلے دے او هيله کيږى چې دنومبر په نيمايى او يااخري لسيزه کې ددغه جرګه ګۍ اسلام اباد کې منعقد شى ـ
په دغه پنځوس کسيزه جرګه ګۍ کې به په کومو موضوعاتو خبرې اترې وشى دالا تراوسه رسنيو ته نه ده برسيره شوى ،خوشايد دطالبانو اوافغان حکومت مخالف عناصروسره دپخلاينى موضوع دجرګه ګۍ دايجنډې په سر کې ځاى ومومى ـ
سږکال ددے پلوه هم دکرزى حکومت لپاره بختور دے چې ولس مشر مشرف يوځل بيا دراروانوپنځوکلنولپاره دولسمشر په دنده وګمارل شو ـ ددے سره سره پخوانۍ لمړنۍ وزيرې آغلې بېنظير بټو خپل هيوادته بېرته ستنيدنه اوپه راتلونکو انتخاباتو کې لکه څنګه چې هيله کيږى دلومړى وزارت کرسۍ ته رسيدل هم دافغان دولت لپاره ديونېک فال اوستر زيرى څخه هر ګزکمه نه ده،اوداځکه چې پاکستانى حکومت کې واردمخه ښاغلے مشرف ديوبل ازادخياله اوسيکولرګوندمتحده قومى مومنټ په ملتيادحکومت په دايره کې څرخيږى ـ دبېنظيربټوپه راتګ سره به دغه درې واړه خواوى (بېنظير،پرويزمشرف،الطاف حسين)په يو مثلث شکل کې ټينګى شى اودراروانو ټاکنو په نتجه کې به دافغانستان په اړه اوسنے دريځ درلودونکي ګوندونه لکه مسليم ليګ اومذهبي ډلو اغيزاو اثر کم اويادنشت برابرشى ـ اوزماپه خيال دافغانستان په اړه دپاکستان بهرنې تګلاره به په لمړي ځل يوټرن وکړى ـ
په يوداسےمهال دافغانستان اوپاکستان ترمينځ دثبات لپاره ګډکوششونه اوددغه ډول جرګې جوړيدل ديوښه اوباثباته راتلونکى سترګکونه وهى اود دواړو ګاونډيو او ورنو هيوادونوترمينځ دخړپړ شوو تعلقاتو دبياتروتازه کولو زمينه برابروى ـ
دګاونډيانوسره ښې اړيکې درلودل ديو ملک په ثبات او اقتصادى وده کې مخکښ رول لوبوى خو دبده مرغه دپاکستان اوافغانستان اړيکې دګډهندوستان دويش وروسته د١٩٤٧ء راهسې ترينګلى دى ـ په دواړو هيوادونو کې ديو کلتور،يوې ژبې اويو مذهب منونکو اولسونو دميشته کيدو سربيره کله هم ددواړو ملکونواړيکې ښې او دډاډ وړ نه دى پاتى شوى خو بياهم ددواړو ملکونو تر مينځ کومه عسکري يا منظمه وسله واله نښته هم نه ده ترسره شوى ـ ددے برعکس دهندوستان اوپاکستان ترمينځ تراوسه درې سترې وسله والې نښتې شوي دي او دشورو ورځې راهسے دهلى او اسلام اباد تل يو بل ته په برګوسترګو مخاطب شوي دي ـ خو سره ددومره تربګنۍ اوتاريخي مرورتياچې کله هم د هند اوپاکستان ترمينځ د دوستۍ اوښه ګاونډيتوب يوازې اويوازې دوه روايتى لفظونه تکرار شى اګر که دغه په لوړه سطحه دمنموهن سينګ اوشوکت عزيز ترمينځ مذاکرات وي او که په ټيټه سطحه د کے سى سنګ اوخالدعزيزترمينځ ،نو دپاکستان اوهندوستان اليکټرانک اوپرنټ ميډيا اسمان په سر واخلى ـ دورځپاڼوپه غټوسرخيانو کې ددغه موضوع په اړه راڼه خبرونه خپاره شى ،شننى پيل شى ،د دواړوهيوادونو دچارواکو خنديدونکى انځورونه د اخبارونو په لمړيو مخونو چاپ شى او داليکټرانک ميډيا يو اوږدمذاکراتى بحث پېل کړى ـ د پريس د داسے عمل درناوے په کاردے او پکار هم ده چې مطبوعات ددو هيوادونو تر مينځ د دوستۍ په ژوندۍ کولو کې خپل اصولى رول ولوبوى ـ خو دحېرانتيا خبره داده چې کله دافغانستان او پاکستان ترمينځ د سولې اوثبات دراوستو په هيله کوم مذاکرات يا جرګه جوړيږى نو د دواړو هيوادونو مطبوعات يى په هغه توګه نه کوريج کوى ،کوم ته چې په صحيح مانو کې اړتيا ليدل کيږى ـ
که وکتل شى دکابل اسلام اباد تعلقاتو خرابولو کې چې مطبوعاتو څومره کاميابه ونډه اخيستى ده بل هيڅوک دومره نه دي بريالي شوي ـ پاکستان يو پرمختللے هيواد دے دلته په زرګونو تعداد کې اخبارونه او مجلې خپريږي ، دراډيو او ټى وى چينلونه هم په کافى شميره کې وجودلري ـ خو دپاک افغان تعلقاتو دټينګښت په لړ کې دټولو رسنيو دريځ يو شان دے ـ ددے ځايى ټولې رسنۍ ددهلى اسلام اباد قضيه له بيلې زاويې او دکابل اسلام اباد قضيه بيا په نورو چشمو کې ګورى ـ
يقين وکړئ که دپاکستان او افغانستان مطبوعات يو بل ته زړه سپين کړى د يو بل پسے پروپيګنډاپريږدى ،ددواړو هيوادونو ژورنالستان دسولې اوثبات بيرغوال جوړشي او کم نه کم خپلو کې دومره نرمى وکړي لکه څومره چې دپاک هند ژورنالسيتانو ترمينځ ده ،نو ددواړو هيوادونو ترمينځ ٨٠فيصده ستونزې به پخپله حل شي او دولسونو ترمينځ مينه،محبت او ورورولى به لاپسے پياوړے اومضبوطه شى ـ او په همدغه غوټه کې د دواړو ورنو هيوادونو دپرمختګ اوترقى راز پټ دے ـ
╫╫╫╫╫╫╫╫╫╫╫╫ظفرکريمى