د پښتود نوماندو شاعرانو د شعرونو غورچاڼ
ښه سړی د چا په بدو غرض نه کا
که څوک بد ورسره کاندي دی به ښه کا
په بارداره ونه تل وريږي کاڼي
ورته ګوره چې بارداره ونه څه که.         ( خوشال بابا)

يار راڅخه لاړشه پسې نه مرم ژوندی پايم
توُ زم په مينه چې لا پايم بې وفا يم.            ( حميدبابا)

لکه زه چې ستا د غم پنډونه اخلم
دومره پنډ اخيستی نه شي پهلوان
که له دره يې شړې که يې پرېږدې ته
ډېر مين دی ستا په مخ عبدالرحمن.       ( عبدالرحمن بابا)

درسته شپه ژړا فرياد سترګې بې خوبه
واړه دا کارونه ستـــــــــا دي مينـــــتوبه.         ( عبدالقادر خټک)

د لمر مخ چې دې له مخه ډېر شرميږي
ځکه هره ورځ په غـــــــرونو کې پټيږي
يا وفا په هوايــــي لالــــــي کـــــې نه وه
يا دغره په اور لاسونـــــه، نـــــه توديــــــږي.               ( علي خان بابا)

د يارانو د هجران د جور و جرمه
يوه سترګه مې باړه شوه بله کورمه.       ( علي خان بابا)

ډېر تفاوت دی په انسان کې د مانا په لحاظ
واړه لګيادي، ځينې ځان ځينې جهان جوړوي.            ( ګل پاچا الفت)

که دوست دی که دشمن دا حقيقت که هرڅوک مني
نور څـــــــه دي هشــــــنغر کې يو ګني او يـــو غنـــــي.         ( غني خان)

اغوستې يې جوړه وه تکه سره لکه لمبه
له ورايه په محفل کې ښکارېده لکه لمبه.              خيبراپرېدی)

زوړ هغه زلمي دي چې له عشقه نا خبر دي
هغه زلمي بوله چې په مينه کې زاړه شو.           ( حمزه بابا)

که دې غم په ما امبار وي پروا نشته
د ګلونو لاندې څانګه نه ماتيږي.               (خاطر اپريدی)

ټولې دنيا ته مې د يوه سړي صفت کړی دی
ما په يو څو ورځو کې څومره محبت کړی دی.             (صاحب شاه صابر)

داخبرې کيږي اوس زموږ د کلي جونو کې
سپين وېښته زرغون شود صابرغريب برېتونوکې.       ( ايوب صابر)

د ګلو څانګه وه په ما ټيټه شوه
ماويل که پښو ته مې دنيا ټيټه شوه
لاس نه مې ونيوه راټيټه مې کړه
بيا رانه لاړله بل خوا ټيټه شوه.          ( رومان ساغر)

ارزو مې زړه کې په سلګو شوه ته به کله راځې
د صبر ساه مې په تيندو شوه ته به کله راځې
د قلندر د ارماني ژوندون علاجه مرګه
هغه خو د نه راتلو شوه ته به کله راځې.              ( قلندر مومند)

که زما نه ده د بل چا هم نه ده
غضب خو دادی بې وفا هم نه ده
داد فرېب فساد نه ډکه دنيا
خدايه ښکاريږي خوښه ستا هم نه ده.                  ( اشرف مفتون)