24.11.2007
- محمدحنيف حيران
ډاكتر نبي مصداق ځاځى په لندن كې د اقتصاد او سياسي علومو له ښوونځي څخه د BSC ډپلوم د ثقافت شناسۍ په څانګه كې لاس ته راوړ. ډاكتر مصداق د نړيوالې پښتو خپرونې بنسټ كېښود او تقريباً 20 كاله يې په BBC راډيو سروس كې خپله دنده سر ته ورسوله او په 1996 كال د خپلې دندې څخه مستعفى شو. د يوولسم سپتمبر د پېښې څخه څه موده وړاندې ډاكتر مصداق د انګلستان څخه امريكا ته سفر وكړو او اوس هم په امريكا كې ژوند كوي. ډاكتر مصداق په امريكا كې يوه د پښتو راډيويي شبكه چلوي، چې تقريباً 4000 اورېدونكي يې په ډېره مينه سره ا...
25.11.2007
- محمدحنيف حيران
درنو وروڼو اوخوېندو! لومړى سلام! دا چې سليمان غر دوه مياشتنۍ مجله زموږ له سيمې او چم ګاونډ څخه خپرېږي؛ نو ومې غوښتل زه هم څه ورته وليكم، داسې څه چې زموږ له دود او رواجونو سره سمون وخوري اوپه دې اړه خلك لا ډېر معلومات تر لاسه كړي. كه څه هم زموږ وګړيو ته په سياست، اقتصاد، ښوونه او روزونه، كرهڼې او مالدارۍ، ديپلوماسۍ، معلوماتي ټيكنالوجۍ او سوداګريزو موضوعاتو كې هم پوهه تر لاسه كول په كار دي، چې ان شاء الله په راتلونكيو ګڼو كې به په همدې اړه هم موضوعات تياروو. اوسمهال غواړم، چې د خپل كلي...