شعرونه
نابرابره پرتله
بایزید که باله ځان پاک اولوړ پخپله د جام حجمې وو څه لږنه ځایده بله پیغمبرویل پېژنده ستاموږته مشکله ده لیده هغه نا پایه سمندر ټوله پخپله پرتله دنبي اوامُتي نه مِقّیاس کیږي د ډنډ او سمندرپرتله نه کیږي هیڅ کله بایزید به وو ولي له خپل مقامه خومحمد دی پیغمبرله خپل آنه له ازله شمس پوښتلی مولانا له دې خبري بلخي دی وربیاکړی پوهي دیني بې بله
ناکامورا مو هم مړ کړ!
طنز محمود نظری ناکامورا مو هم مړ کړ! موږ غیرتي یو هر څوک دخپل وطن په ابادي وژنو که مو افغاني پیدا نه کړ ناکامورا جاپاني وژنو په ښه میلمه پالنه کې لوی تاریخ لرو دنیا کې یو یو د خپل وطن د خدمت میلمانه سړي وژنو موږ ډیر وطن دوستان یو خپل وطن خپله وران وو هم د وطن ښه ملي خدمتګاران هم ښه پردي وژنو دا زموږ تاریخي غیرت او ویاړ دی په تاریخ کې هر خدمتګاره په خورا ناز او مهرباني وژنو موږ د دنیا ډیر وحدتي او وطن مین خلک یو ان یو
غزل
پوښتې نه شم چې ناز په څو او ستا اداء په (څو) ده؟پرته د برندو سترګو يې پر مخ بلا په (څَو) دهزما نظر ته ګوره دې نظر د سوداګرود مينې قيمت څو؟ د قربانۍ سودا په (څو) ده؟يوازې د خالق تخليق کمين نيولی
كا كا مراده نامراده
اې پردېس کاکا مراده اې نامراده بامراده تاته چا ویل افغان سه او تربور د تور شيطان سه مړو دښتونو ته ساه ورکړه اوبه ورکړه، رڼا ورکړه اې نامراد کاکا مراده ته خبر نه یې چي دلته؟ د باروتو باران اوري؟ د ګلونو کښت ګناه ده د غنمو کر جفا ده د یزید او شمر جنګ دئ د فرنګ، اورنګ نیرنګ دئ دلته ځان له ځانه تښتي ژوند له خپله ژونده تنګ دئ تا اوبه راوړې هغو ته چي په وينو مينځي ویني عادت سوي په وحشت دي خرڅ
الهي!
الهي! زړونه مو ژوندي کړه د ايمان په مينه ربه! تلپاته مو لره ټول د قران په مينه ته لايزال يې او په زړونو مو سلطان يې ربه د زړونو تل مو لولپه کړه د جانان په مينه ««««« ټوله منو چي بېوسي کي سرکښي کوو مونږ ستر ربه عفوه راته وکړه د رحمان په مينه ««««« ربه! ته مونږ پر بندګۍ خپل استوار ولرې په دا سپېڅلې لاره درومي مومنان په مينه ««««« په آسمانو ا
د عشق سزا
عزت الله ذکي که نن پر دنیا يم سبا پر عقبا آخته په ګناه یم ولي بې پروا لاهم زنداني یم په دغه ځنځیر ذکي مبتلا یم د عشق په سزا ***** نه ړوند یم نه وینمه لاره صِراط روان په مزله یم د عشق په رباط مجنون د لیلا یم ګرځم پر صحرا ذکي مبتلا یم د عشق په سزا ***** د هرڅه مالک رب د ټولو خالق حیات ورکوي رب د ټولو رازق په ژبه ګویا یم ذاکر په ثناء ذکي مبتلا یم د عشق په سزا ***** طامع ربه یم ستا د رحم و کرم بل
د خلاصون لار
د خلاصون لار وايي : کوږ بــار تر منزل نه رسیږي په ظلم ، زور دا حالت نــــه جوړیږي څو چې زورواک او ستمګر حاکم وي دا د ظلمت تیارې هیڅ نــه ختمیږي چیرته چې جهل، ظلم ، زور چلیږي د جنګ لمبې هلته کــې نه سړیږي چې په فریب ، دوکه ژوندون تیروي د هغه ملک حالت نور نه بدلیږي تر څو دا چور وي دا تالان دلته کې دا بد حالات وطن کـــې نه سمیږي څو چې زورواک او بل واکې وې دلته قهر او غصه د خلکو نــــه کمیږي ورورۍ یواځې د
اې د ارګ په مینه مسته!
اې د ارګ په مینه مسته، له خوبونو نه را پاڅه د پنجاب له آې اس آی نه، د ایران له قونسولونو نه را پاڅه له کوچونو له ورېښمینو سرو تختونو نه را پاڅه له سپېدار څخه را پاڅه، له قصرونو نه را پاڅه له "جان بس" او دوستمونو نه را پاڅه له خوبونو نه را پاڅه له نازونو نه را پاڅه خپل پرتوږ درنه پردی شو، په وعدو د برجسونو راچاپېر کړې په دې تمه، د لندن څو مارکېټونو په یو څه ښویو کورتیو، په نازکو نېکرونو ټول ولس ته یې رسوا کړې، رنګارنګه عکسونو
ډاکټر ناکامورا قاتل ته
مه وژنئ مه وژنئ با درده انسان مه وژنئ نور د انسانیت پیروان مه وژنــئ بس کړئ دغــه ظلم او جفا نــوره نوردا بې ګناه مظلومان مـه وژنئ تاسې به هم کـــــور لرئ اولاد لرئ نور د کلې زوړ او ځوانان مه وژنئ پريږدئ چې ګلونه شي باغونه شي نور دا ببر سر ماشومان مه وژنئ سولې، ورورګلوی ارمان په زړه لري زمونږ دا نازولي بچيــان مه وژنئ دا د خواخوږۍ او همدردۍ سمبول درد او د احساس انسانان مه وژنئ ----------------------------
ژونده! / عزت الله ذکي
ژونده مرګي ته نور په غاړه ورځم عهد پوره کومه تر دلداره ورځم په فاني ژوند هیڅکله نه مړېږم مرګيه ستا تر تود بازاره ورځم »»»»» سپوږمۍ رڼا کړه ماته لار وښيه د سپینو ستورو تر قطاره ورځم شفقه تا ماتي کړې توري تیاري د سباوون تر سپین سهاره ورځم »»»»» آفتاب مهتاب ورته له عشقه ژاړي تر لوی خالق او ستر باداره ورځم که مي په برخه ربه ستا رضا سوه ستا وه جنت ته به سینګاره
ښکلې نړۍ!
يو ښايسته غوندي نړۍ ده پکښي لمر دی هم سپوږمۍ ده **** مخلوقات ټول پکښي اوسيږي خو په خپل شکل کښي ګيردۍ ده **** د بشريت د زېږون ځای دئ مالومه له تاريخه پخوانۍ ده **** محل د ازل او مزل دواړو که څه هم نورو ته کوچنۍ ده **** بشر پکي پيدا پکي ښخيږي پلمه د ژوند ده آزادۍ ده **** د عزت او ذلت ځای دئ خبره د اسلام، مسلمانۍ ده **** څوک خوشحال پکي اوسيږي چاته پېلامه د بدبختۍ ده ****
د طالب واکمني
د طالب واکمني که طالب واکمني بیا ځلې خپره شي پر هېواد به د تیارې لړۍ سپره شې راڼه ستوري د اسمان به رڼا بایلې سره تبۍ به د سپوږمۍ د مخ څېره شي د لمر سترګه به ړنده شي رڼا ورځ کې د رڼا او له تودوخې به سړه شي یو عرم(۱) توپان به ګډ شي طبیعت کې لاندې ځمکه، پاس اسمان به لوخړه شي د وطن غرونه به پریوځي پر ځمکه ټول سیندونه به له پیله اواره شي اباسیند او اموسیند به بې اوبو شي د سپينغر، پامیر لویا به مسخره شي ټول وطن به شاړې دښ
د ژوند سلسله!
زما دي عشق ته تلوسه وه په تلواره نه وه د یو دیدن مي اندېښنه وه په یکباره نه وه دنیوي مینه یو لحظه وه دوامداره نه وه زما د روح ستړې دوره وه برقراره نه وه »»»»» څه په غمونو او دردونو باندي تېره شوله د ژوندون لنډه سلسله وه وفاداره نه وه »»»»» آبد منزل ته په ورو ورو مزل ژر ورسېدم دا د تېز باد يوه څپه وه په بارباره نه وه »»»»» قراره تاته په ګون
خاطرات مکدر
دیدم با چشمان خویش افراد وحشتناک را با اذهان خالی، چهره های ترسناک را با لباس های سفید و دستار های سیاه رنگ با قلبان چرکین، با آن قیافه های بدرنگ چه می خواندند، ترانه ی اسلامی با یک آواز با سر و روی ژولیده، با ریش و پشم دراز اول رفتند رژه، استادان حربی پوهنتون استادان که چه گویم، شبیه دیوانه گان مرستون سپس رفتند رژه، جان فدایان پولیسان با لباس جدید، نماد نظام
موقع
د خدائ بخښلي محمديوسف خدمتګار مزدورزوی شاعري روح یې ښاد اویاد یې تل پاتې اوسه. موقع ما مې پښتنه لونګۍ راتاو کړه له ټپي خيبر وې مې ورته ښه به شې خبر به کړمه لر او بر لوړه د شمشاد څوکه له قهره په ژړا شوله ړوند او کوڼ خو نه يې چې له لر او بره نه يې خبر چا چې د افغان په نوم د ننګ توره تړلې وه ګوره اوس مغلو لاندې کړی د هغه قبر چا چې پښتونخوا د غرو سرونه هيروی نشول تخت يې بچو وبايللو پلوري د هغه څادر ګوره په بولدک او تورخم چا پټا
پیغمبره
امتي دې په ژوند تنګ دی پیغمبره د جهاد په نامه جنګ دی پیغمبره د یوې کلیمې ورونه سره وژني پاک قرآن په وینو رنګ دی پیغمبره د کافر لکۍ هر ځاې کې وي محفوظه اوس افغان وژنه ننګ دی پیغمبره هر درود سره کیسه وایم که واورې د ژوند حال مو دغه رنګ دی پیغمبره عبادت ته هم فرصت نشته له جنګه مونږ به ځان وژنو قلنګ دی پیغمبره ستا وارث خو اوس ریشتیا ویلی نه شي معلومیږي په خوله ګونګ دی پیغمبره د سلګیو د آهونو ازار شته دی د امید څلی مو دن
غزل
ستا کیسه زما کیسه نه کو د بل چا کیسه راشه را تر غاړې ووځه دغه ده ریشتیا کیسه تیږه په خوب واړوه کړې به تر سبا کیسه سل پکې لانجې وي یار پریده د ملا کیسه غوږ په غوږ روانه ده ښار کې د بلا کیسه پام میرویسه مه کوه سترګو کې په غلا کیسه
غزل
غزل ___ جانــــان مــې لاړو لـــه جـانــانـه سره ځــــکه غـــږيــږم اوس لــه ځـانه سره بــاده، وردرومــه خپلــــه لار دې نيسه زمــــا حســاب دی لـه طوفـــانه ســـره د غــرهُ ســړی يم، غــرغـــره دې منـم نهُ دې منـــم ژونـــد لـه زنــــدانه ســره پهُ زمکه کور او هم مې ګور پهُ زمـکه زمـــا څهُ کــار دی، لـــه اٙسمـــانه سره لا مـــې ميدان ورتـه پرې ايښی نهُ دی پهُ خوب کې جنګ کړم تل له خانه سره ما ويل چې، نــن بــه دې ساقي
مینه او رضا
زما خو ټول ځان او زړه تا سره دی دا راته وایه ستا زړه چا سره دی وايې چې لار وي د یوه زړه بل ته دا متل ګوره په ریښتیا سره دی د ژوند او مرګ واک مې ستا پښو کې ایښی دا واک نه ما او نه بل چا سره دی د سرښندنې دومره پورته حد کې یو، نیم لېدن دې هم په غلا سره دی لامل د ټولو انساني ښېګڼو د ځان او زړونو په صفا سره دی ژوند د جوړښت او درناوۍ یو نوم دی ژوند په همدې مفهوم، مانا سره دی مینه او زور سره پردي دې دواړه مینه کې هر قدم رض
ژوند څه شی دی؟
ژوند سوغات نه دی یو دروند لعنتي پور دی تپل شوی په ژوندیو باندې په زور دی بېرته هم رانه په زور اخستل کیږي د (اشنا) ځکه د هغه نه زړه تور دی
سوله او ټاکنې
سوله او ټاکنې دوه جال خو تر یوه حده مرتبط مفاهیم دي خو د ملت غوښتنه سوله ده او سوله زموږ د پیشوا او ګران پیغمبر ص ارشاد دی نو مخالفت ورسره د خدای ج او رسول کریم ص سره مخالفت دی. سوله به انشاءهللا راځي پدی چی د نړي هر جنګ د مذاکرو او مفاهمو په ترڅ کې ختم شوي دی. سوله نه بدیل لری او نه قیمت خو د جنګ قیمت افغان ولس ته د ورځې د دری سوه ځوانانو مرګ د دری سوه میندو زړونه داغول د دری سوه ښځو سرتور کیدل او د دری سوه خورانو بی وروره کیدل او د زرګونو ماشومانو یتیمیدل دي اوس هغه
طبیعت او جګړه
طبیعت او جګړه د توانا تل له ناتوان سره جګړه ده د ازاد له بندیوان سره جګړه ده د تورتم او رڼا یو وخت کلی نه شي د دانا او د نادان سره جګړه ده د حقوقو د غوښتنو په سنګر کې د بزګر د کلي خان سره جګړه ده تجربه که د زاړه، د ځوان همسا ده د زاړه فکر بیا ځوان سره جګړه ده نه به ژمي سره یوځای دوبی راشي د سپرلي او د خزان سره جګړه ده غر د دښتې پر سینه په زوره پروت دی د بلقیس او سلیمان سره جګړه ده اننګي سره، د سرو سترګو سره جوړ دي
وطن جوړیږي
وطن جوړیږي که وي پــوهه ، تعقل وطن جوړیږي چې وي یـو دبل منل وطن جوړیږي څوبه خپلو کې مونږ لاس اوګریوان یو د ورورۍ لاس ورکول وطن جوړیږي د زور واک ،چپاولګرو چې هستي ده بیت المال ته یې سپارل وطن جوړیږي که پرون په زړه د تورو کاڼو غروه اوس یې سم دریځ نیول وطن جوړیږي ترڅونشو په خپل مینځ کې کوراوکلي درناوی کــول د بــل وطن جـوړیـږي ډیربیرحمه او مکاره مـو دښمن دی ورته یو موټي کیدل وطن جـوړیږي ښه موقعه او ښه فرص
شوله که سوله
طنز محمود نظری شوله که سوله وطن په منګولو کې نیولی څو وطنفروشانو وطن تر پښو لاندې کړی خالصو اصلي سقاویانو شعار یې دی یوازې چور ، چور ،چور ، چور په دې لاره کې موږجار سو دجهاد د طالبانو واده دی کله په قطر ،مسکو او اسلام ابادکې زوم ناست دی د دښمن په خان اباد کې واده باندې خوشحاله نه دي پلار وکیل هغه دلال ناست دی په اسلام اباد کي سوله د طالب سره دبسوګۍ واده سو ورته پلار وکیل بیا هغه دښن بیګانه سو هر وطن خپل غلام
لار
لار مـیـنـه پـښـتـنـه بـه مې نـه سـتړې نه سـتومـانـه شي دا نـړۍ کـه څـو ځـلـه د زورله لاســه ورانـه شي مرګ دپردې ښه دی نه لښکـرې چې بې نـنګه وي قـربان له ړنـدې پیغـلې چې پښـتوبانـدې روانـه شي مونـږ بغـاوت نـه کـوو نه واک اخـتیارد بـل غـواړو مونږ غواړو چې خـونـه مو د خـپل کاله ودانـه شي مـونـږه هــم د مـیـني محـبـت سـوداګـري کـړې نه پـریـږدو چې ویـنـه د پښـتون نوره آرزانـه شي بچ به ګلغـوټۍ کـړود خپل بڼ چې نورې نه سوځي تـاو کـه د یــوو