جهانګير  عربزى

د ورځومياشتو او  د کال قيصه کې نه يمه
زه جانان غواړم د جمال قيصه کې نه يمه

ښه ترې خبريم د انجام پروا يې نه ساتمه
مينه کومه د وبال قيصه کې نه يمه

زه له حالاتوحادٍثو د خلاصون لاره ګورم
زه ځم سبا پسې د حال قيصه کې نه يمه

ته د اظهار، ته د دستور  د ماتېدو ووايه
ځواب دې غواړه زه د سوال قيصه کې نه يمه

ستاپه لمن راته داغونه د زغملو ندي
ګنې  د ور او د دېوال قيصه کې نه يمه

د عشق په غېږ کې ماشومان راته ونه يروي
ښامار وژل غواړي د لال قيصه کې نه يمه

سوچ مې بدل فکر بدل زړه مې بدل زه بدل
يم بني ادم خو  د مٍٍثال قيصه کې نه يمه

جلال اباد28-4-2007