اسير منګل
سپوږمۍ ته ګورمه، ګلونه به څارم درپسې
زه مسافر يمه ملکونه به څارم درپسې
ته پټوه په تورو زلفو کې رڼا د رخسار
زه لېونى يمه دا غرونه به څارم درپسې
د قبر خاورې چڼوم ايرو کې ګوتې وهم
ته زما خوښ يې کنډرونه به څارم درپسې
د ښار غرمې چې لنډوم ستا د اوربل سيوري ته
تا راولم ړنګ دېوالونه به څارم درپسې
منګله! ته چې کومو ډوبو سترګو يوړې رانه
ما دې هم يوسي دا سيندونه به څارم درپسې
(د پروفېسر اسير منګل د نوې شعري ټولګې "ايشمه" څخه په مننه)
21.04.2007
- hairan
اټک يوسفزی
د پرديو الوتکو له درنو درنو بمباريو نه ايله يو څو ورځې وروسته په ټول هېواد کې د ديموکراسۍ او ازادۍ د چيغو او شعارونو سره سم چا پوړني له سره غورځول او چا هم پګړۍ او خولۍګانې د تېرو واکمنو سخت چلند د خلکو زړونه دومره پړسولي وو چې ان نايي په يوه چړه له شل مخونو نه ږيرې توږلې. په هم دې ترڅ کې د چرګانو،زرکانو، مړزانو او د سپيو شوقيانو هم د چرګانو، مړزانو،زرکانو او سپيو د جنګولو اعلانونه وکړل٠خو تر ټولو عج...
01.05.2007
- hairan
جهانګير عربزى
د ورځومياشتو او د کال قيصه کې نه يمهزه جانان غواړم د جمال قيصه کې نه يمه
ښه ترې خبريم د انجام پروا يې نه ساتمهمينه کومه د وبال قيصه کې نه يمه
زه له حالاتوحادٍثو د خلاصون لاره ګورمزه ځم سبا پسې د حال قيصه کې نه يمه
ته د اظهار، ته د دستور د ماتېدو ووايهځواب دې غواړه زه د سوال قيصه کې نه يمه
ستاپه لمن راته داغونه د زغملو نديګنې د ور او د دېوال قيصه کې نه يمه
د عشق...