اټک يوسفزی

د پرديو الوتکو له درنو درنو بمباريو نه ايله يو څو ورځې وروسته په ټول هېواد کې د ديموکراسۍ او ازادۍ د چيغو او شعارونو سره سم چا پوړني له سره غورځول او چا هم پګړۍ او خولۍګانې د تېرو واکمنو سخت چلند د خلکو زړونه دومره پړسولي وو چې ان نايي په يوه چړه له شل مخونو نه ږيرې توږلې.
په هم دې ترڅ کې د چرګانو،زرکانو، مړزانو او د سپيو شوقيانو هم د چرګانو، مړزانو،زرکانو او سپيو د جنګولو اعلانونه وکړل٠
خو تر ټولو عجبه دا وه چې کله دوه ډېر غټ غټ غوږ بوڅي سپي د جنګ ميدان ته راوستل شول او يو پر بل يې ور ايله کړل،سپي له ورا يو بل ته ډېر غړمبېدل ،په سلهاوو سيلانيانو لاسونه پړکول ، چيغې او شپېلي يې وهل خو سپي چې ښه يو بل ته نږدې شول،په غوږو کې سره وسونګېدل او بيا يې پر يو بل خپلې ژبې ومښلې، سګوانانو چې هر څه پر شا ډبول خو سپيو خولې سره نه لګولې د هر ډب او شاباسي سره به يې خپلو خاوندانو ته راڼه،راڼه وليدل اوبيا به سره وسونګېدل٠
لنډه دا چې تر پايه سپيو د نورو د هوس او خوښيو په خاطر پرځانونو وينې راماتې نه کړې٠
اټک يوسفزی
٢٠/ليندۍ/١٣٨٥

د افغان ادبي بهير د وېبپاڼې څخه په مننه

http://baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=1628