جلال امرخېل

هلته چې خلك نه رقيب او نه جانان پېژني
هلته چې خلك نه سپرلى او نه خزان پېژني
هلته چې هېڅوك د بل چا په غم كې نه دي شريك
هلته چې خلك بس يو ځان پېژني ، ځان پېژني

په توره شپه كې چې په غلا په مرګ پسې راوتي
د اميدونو د سبا په مرګ پسې راوتي
هلته چې خلك په تورتم كې زندګي خوښوي
هلته چې خلك د رڼا په مرګ پسې راوتي

هلته چې خلكو ته د مرګ سيورى پر سر ولاړ دى
ژوند په بانه لكه د ژمي مازيګر ولاړ دى
هلته چې هر ليكوال قلم په زولنو تړلى
او هر شاعر لكه د بوت د بل په در ولاړ دى

هلته چې خلك خپلو زړونو كې ارمان نه لري
هلته چې هېڅ ممبر ازانګه د اذان نه لري
هلته چې ګونګې دي پر شونډو د تكبير انګازې
هلته چې خلك جذبه نه لري ايمان نه لري

هلته چې نه شي څوك خندلى له ماښامه وروسته
هلته چې نه شي څوك ژړلى له ماښامه وروسته
هلته چې ودريږي د ژوند كاروبار ټپه باندې
او څوك بهر نه شي وتلى له ماښامه وروسته

هلته يو ښار كې هم د مينې شور او شر نه شته
هلته چې كلو كې چنار نه شته ګودر نه شته
هلته چې خلكو د چوپتيا پټۍ په خوله ايښي دي
هلته چې شپه شته خو تر شپې وروسته سحر نه شته

هلته چې خلكو ته دنيا كږه وږه ښكاري
هلته چې زړونو كې خوره د قيامت وېره ده
هلته چې هر وخت د نظام د بدلېدو ګمان دى
په هر قدم د يوه نوي بغاوت وېره ده

هلته چې خلكو ته په هر څه كې بس مرګ ښكاري
د ژوندانه پر راڼه ستوري هم باور نه لري
هلته چې خلك په خپل ځان هم بدګمانه دي اوس
هلته چې خلك په خپل سيوري هم باور نه لري

هلته چې خلك واك د خپلې زنده ګۍ نه لري
په هغه ځاى كې نو بيا هم داوسېدو څه معنا
هلته چې مينه او ښكلا خلك په كاڼو ولي
هغه كابل كې د غوټۍ د غوړېدو څه معنا