داشعر په جلال آباد کې څو شاعرانو په فى البديه ډول ليکلى دى .

ټول لغمان کې يو دانش دى يو آرش دى
چې فرياد صيب ورنه لرې کړې نور تش دى
شمسزى هم کله ناکله خواته را شي
چې سړى شي دده هم دغه کوشش دى
خداى دې وبښي ننګيال صيب ښه سړى و
نقل قول مې راخيستى له ګردش دى
د ازمون لاسونه زور کړي يون ته لاړشي
ټول خبر دي هاشمي صيب سره برش دى
د دربار ډوډۍ يې ټوله کړله خلاصه
هېواد مل صيب اوس ښايسته ماشين دکرش دى
بيا به يې وروسته په اخبار کې درته چاپ کړم
ماپه يون صيب تيار کړى ګزارش دى
معلم ګل له اندازې ډېر ټيټ او پاس کړي
د هر چا پورې نښتى لکه سرش دى
د لغمان نه زياتې ځان ساتل په کار دى
خليلزاد سپينه ماڼۍ کې دوهم بش دى
دېرش څلوېښت به مې د ورځې څملولى
خو ارمان چې له ما پاتې اوس ورزش دى