جهانګير عربزى

فـــــــکر مې مړ نه دى يــاغي شــور لا پــکې شــــــته
ژبه مې ګــــونګۍ نـه ده ســـــور اور لا پــکې شــــته

سهوه شوې زندانه سر ټيټ څنګه شي چې ساه لري؟
مــات مــات نــه دې پرې نه دې چې زور لاپکې شته

يا د اســـرافيل په شــپــېلۍ ټـول جهان ته حــال وايــو
يـا بـه ميــــنه پــټه ســاتـــو پـېــغـَور لاپـــکې شــــته

خېر که شو ټوټې ټوټې زخمي زخمي سورى سورى
راشــه اوســـه زړه کې تاتـــه کـــور لاپـــکې شـــــته

لا غــــــزلــې نه ســــېزمه لا مــې قلــــم نه مــاتــــوم
يــه جـانـانه ســــتا د مــخ انــــــځور لاپـــــکې شــــــته

٢٢-٢-١٣٨٥