اکمل لېونى
دروغ وايي رښتيا خبره کوم ده چې چا وکړه
ښه سپينه او صفا خبره کوم ده چې چا وکړه
ما وى درته جانانه! ځه په خپله چې پخلا شو
ترمينځه زما ستا خبره کوم ده چې چا وکړه
د ځان دپاره هر سړى پښتو کوي پښتون دى
د خوارې پښتونخوا خبره کوم ده چې چا وکړه
د کرکې د نفرت خبرې هر طرفته اورم
د مينې د وفا خبره کوم ده چې چا وکړه
دې دور کې هر څوک د زورورو ډله ګوري
زمونږ د ملګرتيا خبره کوم ده چې چا وکړه
محفل کې د خبرو د کولو خلک ډېر وو
اکمله! بې له تا خبره کوم ده چې چا وکړه
08.05.2007
- hairan
جهانګير عربزى
فـــــــکر مې مړ نه دى يــاغي شــور لا پــکې شــــــتهژبه مې ګــــونګۍ نـه ده ســـــور اور لا پــکې شــــته
سهوه شوې زندانه سر ټيټ څنګه شي چې ساه لري؟مــات مــات نــه دې پرې نه دې چې زور لاپکې شته
يا د اســـرافيل په شــپــېلۍ ټـول جهان ته حــال وايــويـا بـه ميــــنه پــټه ســاتـــو پـېــغـَور لاپـــکې شــــته
خېر که شو ټوټې ټوټې...
11.05.2007
- hairan
فېض الوهاب فېض
ته که له ګوتې شې پناه او که د غره نه پناهجانانه چرې به مې هم نه شې د زړه نه پناه
شيرين اواز دې په ما خور کړي کېفيت د نغمېد خيال ليلا چې راته ودرېږې د وره نه پناه
چې تصور کومه ستا پکې راګډ شي رقيبجانانه غواړم تا سره ددې سپېره نه پناه
هغه خبره به سبا په دېوالونو ليک ويکومه خبره چې نن کړي د ديواله نه پناه...