فېض الوهاب فېض


ته که له ګوتې شې پناه او که د غره نه پناه
جانانه چرې به مې هم نه شې د زړه نه پناه

شيرين اواز دې په ما خور کړي کېفيت د نغمې
د خيال ليلا چې راته ودرېږې د وره نه پناه

چې تصور کومه ستا پکې راګډ شي رقيب
جانانه غواړم تا سره ددې سپېره نه پناه

هغه خبره به سبا په دېوالونو ليک وي
کومه خبره چې نن کړي د ديواله نه پناه

فېضه! مالک د خپلې خوښې دى چې نه کړي کرم
ګنې نو هيڅ هم زمونږ نه دي د هغه نه پناه