شعرونه
پیغمبره
امتي دې په ژوند تنګ دی پیغمبره د جهاد په نامه جنګ دی پیغمبره د یوې کلیمې ورونه سره وژني پاک قرآن په وینو رنګ دی پیغمبره د کافر لکۍ هر ځاې کې وي محفوظه اوس افغان وژنه ننګ دی پیغمبره هر درود سره کیسه وایم که واورې د ژوند حال مو دغه رنګ دی پیغمبره عبادت ته هم فرصت نشته له جنګه مونږ به ځان وژنو قلنګ دی پیغمبره ستا وارث خو اوس ریشتیا ویلی نه شي معلومیږي په خوله ګونګ دی پیغمبره د سلګیو د آهونو ازار شته دی د امید څلی مو دن
غزل
ستا کیسه زما کیسه نه کو د بل چا کیسه راشه را تر غاړې ووځه دغه ده ریشتیا کیسه تیږه په خوب واړوه کړې به تر سبا کیسه سل پکې لانجې وي یار پریده د ملا کیسه غوږ په غوږ روانه ده ښار کې د بلا کیسه پام میرویسه مه کوه سترګو کې په غلا کیسه
غزل
غزل ___ جانــــان مــې لاړو لـــه جـانــانـه سره ځــــکه غـــږيــږم اوس لــه ځـانه سره بــاده، وردرومــه خپلــــه لار دې نيسه زمــــا حســاب دی لـه طوفـــانه ســـره د غــرهُ ســړی يم، غــرغـــره دې منـم نهُ دې منـــم ژونـــد لـه زنــــدانه ســره پهُ زمکه کور او هم مې ګور پهُ زمـکه زمـــا څهُ کــار دی، لـــه اٙسمـــانه سره لا مـــې ميدان ورتـه پرې ايښی نهُ دی پهُ خوب کې جنګ کړم تل له خانه سره ما ويل چې، نــن بــه دې ساقي
مینه او رضا
زما خو ټول ځان او زړه تا سره دی دا راته وایه ستا زړه چا سره دی وايې چې لار وي د یوه زړه بل ته دا متل ګوره په ریښتیا سره دی د ژوند او مرګ واک مې ستا پښو کې ایښی دا واک نه ما او نه بل چا سره دی د سرښندنې دومره پورته حد کې یو، نیم لېدن دې هم په غلا سره دی لامل د ټولو انساني ښېګڼو د ځان او زړونو په صفا سره دی ژوند د جوړښت او درناوۍ یو نوم دی ژوند په همدې مفهوم، مانا سره دی مینه او زور سره پردي دې دواړه مینه کې هر قدم رض
ژوند څه شی دی؟
ژوند سوغات نه دی یو دروند لعنتي پور دی تپل شوی په ژوندیو باندې په زور دی بېرته هم رانه په زور اخستل کیږي د (اشنا) ځکه د هغه نه زړه تور دی
سوله او ټاکنې
سوله او ټاکنې دوه جال خو تر یوه حده مرتبط مفاهیم دي خو د ملت غوښتنه سوله ده او سوله زموږ د پیشوا او ګران پیغمبر ص ارشاد دی نو مخالفت ورسره د خدای ج او رسول کریم ص سره مخالفت دی. سوله به انشاءهللا راځي پدی چی د نړي هر جنګ د مذاکرو او مفاهمو په ترڅ کې ختم شوي دی. سوله نه بدیل لری او نه قیمت خو د جنګ قیمت افغان ولس ته د ورځې د دری سوه ځوانانو مرګ د دری سوه میندو زړونه داغول د دری سوه ښځو سرتور کیدل او د دری سوه خورانو بی وروره کیدل او د زرګونو ماشومانو یتیمیدل دي اوس هغه
طبیعت او جګړه
طبیعت او جګړه د توانا تل له ناتوان سره جګړه ده د ازاد له بندیوان سره جګړه ده د تورتم او رڼا یو وخت کلی نه شي د دانا او د نادان سره جګړه ده د حقوقو د غوښتنو په سنګر کې د بزګر د کلي خان سره جګړه ده تجربه که د زاړه، د ځوان همسا ده د زاړه فکر بیا ځوان سره جګړه ده نه به ژمي سره یوځای دوبی راشي د سپرلي او د خزان سره جګړه ده غر د دښتې پر سینه په زوره پروت دی د بلقیس او سلیمان سره جګړه ده اننګي سره، د سرو سترګو سره جوړ دي
وطن جوړیږي
وطن جوړیږي که وي پــوهه ، تعقل وطن جوړیږي چې وي یـو دبل منل وطن جوړیږي څوبه خپلو کې مونږ لاس اوګریوان یو د ورورۍ لاس ورکول وطن جوړیږي د زور واک ،چپاولګرو چې هستي ده بیت المال ته یې سپارل وطن جوړیږي که پرون په زړه د تورو کاڼو غروه اوس یې سم دریځ نیول وطن جوړیږي ترڅونشو په خپل مینځ کې کوراوکلي درناوی کــول د بــل وطن جـوړیـږي ډیربیرحمه او مکاره مـو دښمن دی ورته یو موټي کیدل وطن جـوړیږي ښه موقعه او ښه فرص
شوله که سوله
طنز محمود نظری شوله که سوله وطن په منګولو کې نیولی څو وطنفروشانو وطن تر پښو لاندې کړی خالصو اصلي سقاویانو شعار یې دی یوازې چور ، چور ،چور ، چور په دې لاره کې موږجار سو دجهاد د طالبانو واده دی کله په قطر ،مسکو او اسلام ابادکې زوم ناست دی د دښمن په خان اباد کې واده باندې خوشحاله نه دي پلار وکیل هغه دلال ناست دی په اسلام اباد کي سوله د طالب سره دبسوګۍ واده سو ورته پلار وکیل بیا هغه دښن بیګانه سو هر وطن خپل غلام
لار
لار مـیـنـه پـښـتـنـه بـه مې نـه سـتړې نه سـتومـانـه شي دا نـړۍ کـه څـو ځـلـه د زورله لاســه ورانـه شي مرګ دپردې ښه دی نه لښکـرې چې بې نـنګه وي قـربان له ړنـدې پیغـلې چې پښـتوبانـدې روانـه شي مونـږ بغـاوت نـه کـوو نه واک اخـتیارد بـل غـواړو مونږ غواړو چې خـونـه مو د خـپل کاله ودانـه شي مـونـږه هــم د مـیـني محـبـت سـوداګـري کـړې نه پـریـږدو چې ویـنـه د پښـتون نوره آرزانـه شي بچ به ګلغـوټۍ کـړود خپل بڼ چې نورې نه سوځي تـاو کـه د یــوو
غزل
غزل ولې دې دا زړه رانه بې غمه ده تاته خو مې ډيره ډيره تمه ده لکه چې د چا په کيسو تيروتې هغه پخوانۍ مينه دې کمه ده حسن دې له ټولې دنيا پورته دی ولې دې عادت لږ بې رقمه ده راشه د مسکا دم دې پرې واچوه نن مې دا زخمي زړه بې مرهمه ده ستا د جفاګانو يادداشت ليکمه سره لمبه مې پورته له قلمه ده نن مې وې نيکمل ته چې راځې کنه وې يې چې, ځه دربه شمه سمه ده
زندګي
سرګردانه ده اوتره زندګي ده ساه تیګاه یمه دلبره زندګي ده هر ساعت د عزرایل تر څنګه ناست یو شکر باسو منوره زندګي ده کله یو او کله بل ته کافر وایو هو! زمونږ خوشې کافره زندګي ده لا یزاله مونږه ستا په نامه وژني دا مو حال دی پیغمبره زندګي ده چې دنیا اخرت دواړه دې خراب وي بیخ دي ووځه دا نو خره زندګي ده صبر هم د ایمان برخه ده ملګرو د مومن سړي بهتره زندګي ده ایماندارو له ایمانه یو خلاص کړي میمه دغسې مضره زندګي ده
کولنګي چرګان
طنز محمود نظری کولنګي چرګان موږ سیاسیون لرو مشران نه لرو موږ سپيان لرو خوسړیان نه لرو بیله غپا او خوله اچولو دهغو څه نه زده پردو لپاره تر دې ښه چوبکیان نه لرو جهاد دي وکړ یا نه د خدایه خپل حساب غواړه نه له ولسه په دې ټاپه کباب او شراب غواړه په مرداري لړلې میلیاردونه ډالر دي په خوله ومنډل ټنبه سوې اوس په مېنځلو لاسو له وسله جلاب غواړه هر څه دي ددښمنانو په اشاره او امر تر سره کړه یو څه خو ښه کړه د خپل وطن دهوا اواب
رښتین سه
رښتین سه: تشـوسپېـروخاوروتـه مـي مه راځــه آشنـا هــرچیـري چي دي یادسـوم دعـاء کـوه ومـا پــه ویـــلوکــي صادق سه مه سـه چَـپّولـپ راځــه بــیـا ســه ملګـری درښـتـیـا او د وفـا بې وفا آشنایان ډېروي مُوچان دي دخوږې په یوه کِـیش په هواوي وخوږو ته راځي بیـا ګلان کــه رنګـیـنه دي دتېرواغزوسره دي که ګل غـواړې آشنا اغــزی ګـالـه په رښـتیا رښتین ویل ترخه دي نې اوري هیڅ څوک نــسي حـق خــپــل ځــای داخــبـره واوره بیا
ځه کنه
ځه کنه ځه کنه یو غر راباندې واړوه ومی سیزه لمر راباندې واړوه ناست یم کیفیت کې ماښامو سره نه ځمکه په سر راباندې واړوه خدایه چې د مینې جواري کوي داسې جوارګر راباندې واړوه ګورمه په سترګو کې تاثیر لرې روغ مې کړه نظر راباندې واړوه یا خو پدې ښار کې امن راوله یا خو پیښور راباندې واړوه زه پدې الهام خپله هم پوه نه یم ربه سخنور راباندې واړوه اوس دا باغي زړه د سړیدو نه دی اوس خو سمندر را باندې واړوه -
که شاعروای:
کـه زه شـاعـروای هسک اشعاربه مي ویل چـي پـخـپـل وخـت کي مــولـانا ورتـه کتــل زه چي ګـورمه یا لـولــم اشعـارد نـورکسانو په زړه کي مي راګرځي د رحمان بابا غزل رحمان کـړه په اشعاروخپل پښتوژبه اوچته پـه دې لار کـي کلـه سـیـال لــري هیڅ ځـل کـه دخوشحـال پښتـوژبي ادب کـړمه دریاد پښتـوئې پخـپـل شعـر کي لکه لمروځـله ول دعبدالحمید دیوان دُرومرجان دی بېله شکه دپښتو ژبي سـعـدی دئ شک مـراوړه بلکل
د موسی علیه السلام زیږده
دیوسف اود یعقوب په زمانه کې اسرائیل د «ګوشن» ښار کې وه میشت په رود نیل دیعقوب سره دا قوم مصر نشین شول دوئ اخته پـــه زندګي او خپل آئين شول وه موسی ځوی د «عمران» ابن د قاهت د« لاویـــان» د قبیلې وه ستـر عظمت شو پیدا مـــوسی «لاویان» په قبیله کې «یوکابد» یې دمـــور نوم دی کتیبه کې د «مریم» په نوم یې مشره خور یادیږي د اوه کالو تفاوت دوئ مېنځ کـــې کیږي د&l
غني څوک و؟
غني څوک و؟ غنـي دا و زښت مئين په پښتونخوا و د پښتو ژبې خيـرخواه و عندليب شان پرې ګويا و په پښتون ملت فـــدا و دوزخي پـــه دې ګناه و غني څوک و؟ غنـي دا و پوه د نفس پــه تقاضا و د فطرت پــه راز آګاه و په کيفيت پــوه د اروا و لګېدلی پــــه مــلا و دوزخي پــه دې ګناه و غني څوک و؟ غنـي دا و غني خپله ستــر مــلا و ښه عارف د خپل مولا و په ناز نياز رب ته لګيا و طرز يې خپل د استدعا و دوز
هرڅوک یاشی خپل ځای لري:
هـرلـېونی به شمس تبرېـزي اویا منصورنسي هرمین لکه فرهاد اودمجنون غوندي به چور نسي هـــره ږره پــه مـــانـــا سنت دپـیــغــمبـــرنه وي لـري بیا ژوي ږري دانسان پشان به مـقـّدورنسي کـــوي طـوطـي خـبـري انسـان ته نه رسـیـږي خـبـري پـوهه غـواړه تـنها به دژبي په هُــورنسي هـــره مـاڼـۍ تــوره به په مکه کي کـعـبه نسي دکعـبې معمار خـلیـل وو چي بل به حـضور نسي هــره خـنـدا بـه نـه وي دخـــوښۍ او خـوشـالۍ هره ژړا پرخواشینۍ او خوابدۍ کله ضرور نسي
د وینو تږي افغانان
طنز محمود نظری د وینو تږي افغانان یوه لیوني ټوله دنیا کونه په کونه کړې ده داسلام په کونه کي هم شنه ونه کړې ده ټوله ډاکټران دیو چورلیوني درمل نه لري زموږخوله یې لیوني ته یې مه ورکوه مه غواړه متل تړلې ده دلته هر سم انسان له خپل وجدان سره جنګیږي لکه چرګان په اینداره کې له خپل ځان سره جنګیږي داهوښیار دنیا وال چې هسې یو بل ته سره خروشیږي لکه د پاک -هند سرحدي سپاهیان مازې باټیږي جنګ نه کوي پردي ګاونډیان کولنګي سره تیریږي
خود فریبه انسان
شاعر : سمیع الدین افغانيدنثر لیکونکی محترم قاضي صیب لودین یو دارآ سړی په لاره کې روان وه ډیر مغروره ،کبرجن مین په ځان وه کوم درویش ورته نظر د لری خواه شو په غرور یې لارې تګ ته په سودا شو ورته یې وویل : غرورنه ښایي انسان ته نه شې ځمکه شق کوای نه ګوري ځان ته انسان نشې رسیدی دا لوړو غرو ته دی بې وسې نا علاج خپل اندیښنو ته خدای پر ځمکه غرور هیڅ نه دی پکار کبرجن دی لوی عاصي د کردګار دا مالداردغه
دسازآلې
مـحـــفـل جــوړ وو د نــی،طـــبـــلې،ربــاب هر یوه کول خبره د خپل ساز دږغ په باب ني ویـل که انسان پـُونه کـي پــه مـا کي سـم ږغ مــي پــورته کیـږي په شان دیــو دواب طبلې ویل که نَم نه وي اوتارونه مي وي کش نــوغــواړمـه اسـتــاذ اوګــوتي پېـچو تاب رباب کړودا وینا که مي وه تارونه په ترنګ سُـّر بل غواړم ښه سازګړی دشهباز له هره باب رښتیاچي آلې سُوّرنسي پخپل حال اوخپل مقام ږغونه ئې خراپ سي غوږونه کي بې تاب آلــه سُـــّرکــه او ســـم ئــې
دکلال کاشي
ورغـلم کلال ته کاشي واخـلـمه وځـان تـه کـــلال وکــــړلــه نـغـوتـه خـپــل دکــان تــه ورغلم دکان ته په لسګون کاشیان پراته وه ږوږ وو د کاشیـانو ویـل واوره دا بـیـان تـه ویل موږهم ووکلالیان کاشیان موخـرڅـول بـل ویـل دباچا ســرومه مخ مي ټول جهـان ته بل ویل ما وعظ کړوچي ټوله خاوري کیږو اوس راســه وکّــسهَ دکـــلال و دې دکــان تــه یودم سومه راویښ په ځان کي مي سو آند ورځي هرشی خپل اصل ته احتیاج دی وزماته حدیث شریف دی:(کل شیء یرجعه الی اص
هیڅ یو شاعر هم بې قلمه مه کړې
ربــه اخــتـر خـــو بـې صــنـمــه مـه کړې دا پســرلــۍ هــم بــې شــبنـمـه مـه کړې تــاریـخ د میــنې تــل رنــګــین وســـاتـې هیـڅ یـو شـاعـر هـم بـې قـلـمــه مه کړې پـه هــمـــدې ښـــکــلـــو ده دنیــــا ودانـه هــر یـو میـــن یـې بـې هـمـــدمه مه کړې دا ســخـتې ورځـې بـه پــرې څنــګـه وزي څـوک مســافــر د خپــل لـه چمـه مه کړې د میــنې مـست لیــونیــان ګــرځـي دلتــه همداسې مست ښه دي دوې سمه مه کړې خـــواږه غــمــــونــه
وطنه زه دی جوړوم
ای پــــرمـاګـران وطنه زه دی جوړوم افـغـــــانـسـتـان وطنه زه دی جوړوم ســتادښـمنان به نیست نابودکړمه زه وطــــنه تــابــه هـم خوشنودکړمه زه ای قــــــدردان وطــنه زه دی جوړوم سـتاهــره شـاړه اودښـت بـه کړم اباد چی درته بدګوری هغوی به کړم برباد ای ګلـــســــتــان وطنه زه دی جوړوم قـــــــهـــــرمــــانــــان دی لاژوندی دی افــــــغــــــــــــانـــــان دی لاژوندی دی کــړي به تـاودان وطنه زه دی جوړوم بــــــیـرغ بـــــــ