شعرونه
هرڅوک یاشی خپل ځای لري:
هـرلـېونی به شمس تبرېـزي اویا منصورنسي هرمین لکه فرهاد اودمجنون غوندي به چور نسي هـــره ږره پــه مـــانـــا سنت دپـیــغــمبـــرنه وي لـري بیا ژوي ږري دانسان پشان به مـقـّدورنسي کـــوي طـوطـي خـبـري انسـان ته نه رسـیـږي خـبـري پـوهه غـواړه تـنها به دژبي په هُــورنسي هـــره مـاڼـۍ تــوره به په مکه کي کـعـبه نسي دکعـبې معمار خـلیـل وو چي بل به حـضور نسي هــره خـنـدا بـه نـه وي دخـــوښۍ او خـوشـالۍ هره ژړا پرخواشینۍ او خوابدۍ کله ضرور نسي
د وینو تږي افغانان
طنز محمود نظری د وینو تږي افغانان یوه لیوني ټوله دنیا کونه په کونه کړې ده داسلام په کونه کي هم شنه ونه کړې ده ټوله ډاکټران دیو چورلیوني درمل نه لري زموږخوله یې لیوني ته یې مه ورکوه مه غواړه متل تړلې ده دلته هر سم انسان له خپل وجدان سره جنګیږي لکه چرګان په اینداره کې له خپل ځان سره جنګیږي داهوښیار دنیا وال چې هسې یو بل ته سره خروشیږي لکه د پاک -هند سرحدي سپاهیان مازې باټیږي جنګ نه کوي پردي ګاونډیان کولنګي سره تیریږي
خود فریبه انسان
شاعر : سمیع الدین افغانيدنثر لیکونکی محترم قاضي صیب لودین یو دارآ سړی په لاره کې روان وه ډیر مغروره ،کبرجن مین په ځان وه کوم درویش ورته نظر د لری خواه شو په غرور یې لارې تګ ته په سودا شو ورته یې وویل : غرورنه ښایي انسان ته نه شې ځمکه شق کوای نه ګوري ځان ته انسان نشې رسیدی دا لوړو غرو ته دی بې وسې نا علاج خپل اندیښنو ته خدای پر ځمکه غرور هیڅ نه دی پکار کبرجن دی لوی عاصي د کردګار دا مالداردغه
دسازآلې
مـحـــفـل جــوړ وو د نــی،طـــبـــلې،ربــاب هر یوه کول خبره د خپل ساز دږغ په باب ني ویـل که انسان پـُونه کـي پــه مـا کي سـم ږغ مــي پــورته کیـږي په شان دیــو دواب طبلې ویل که نَم نه وي اوتارونه مي وي کش نــوغــواړمـه اسـتــاذ اوګــوتي پېـچو تاب رباب کړودا وینا که مي وه تارونه په ترنګ سُـّر بل غواړم ښه سازګړی دشهباز له هره باب رښتیاچي آلې سُوّرنسي پخپل حال اوخپل مقام ږغونه ئې خراپ سي غوږونه کي بې تاب آلــه سُـــّرکــه او ســـم ئــې
دکلال کاشي
ورغـلم کلال ته کاشي واخـلـمه وځـان تـه کـــلال وکــــړلــه نـغـوتـه خـپــل دکــان تــه ورغلم دکان ته په لسګون کاشیان پراته وه ږوږ وو د کاشیـانو ویـل واوره دا بـیـان تـه ویل موږهم ووکلالیان کاشیان موخـرڅـول بـل ویـل دباچا ســرومه مخ مي ټول جهـان ته بل ویل ما وعظ کړوچي ټوله خاوري کیږو اوس راســه وکّــسهَ دکـــلال و دې دکــان تــه یودم سومه راویښ په ځان کي مي سو آند ورځي هرشی خپل اصل ته احتیاج دی وزماته حدیث شریف دی:(کل شیء یرجعه الی اص
هیڅ یو شاعر هم بې قلمه مه کړې
ربــه اخــتـر خـــو بـې صــنـمــه مـه کړې دا پســرلــۍ هــم بــې شــبنـمـه مـه کړې تــاریـخ د میــنې تــل رنــګــین وســـاتـې هیـڅ یـو شـاعـر هـم بـې قـلـمــه مه کړې پـه هــمـــدې ښـــکــلـــو ده دنیــــا ودانـه هــر یـو میـــن یـې بـې هـمـــدمه مه کړې دا ســخـتې ورځـې بـه پــرې څنــګـه وزي څـوک مســافــر د خپــل لـه چمـه مه کړې د میــنې مـست لیــونیــان ګــرځـي دلتــه همداسې مست ښه دي دوې سمه مه کړې خـــواږه غــمــــونــه
وطنه زه دی جوړوم
ای پــــرمـاګـران وطنه زه دی جوړوم افـغـــــانـسـتـان وطنه زه دی جوړوم ســتادښـمنان به نیست نابودکړمه زه وطــــنه تــابــه هـم خوشنودکړمه زه ای قــــــدردان وطــنه زه دی جوړوم سـتاهــره شـاړه اودښـت بـه کړم اباد چی درته بدګوری هغوی به کړم برباد ای ګلـــســــتــان وطنه زه دی جوړوم قـــــــهـــــرمــــانــــان دی لاژوندی دی افــــــغــــــــــــانـــــان دی لاژوندی دی کــړي به تـاودان وطنه زه دی جوړوم بــــــیـرغ بـــــــ
غریب سړی یم
غـریب ســړی یـم نــه پـالنـګ پېژنم نـه ارمــانـونـه رنـګ پـه رنـګ پېژنم لکه مجنون یم په صحرا کې ګرځم زړه مې زخـمي په وینـو رنګ پېژنم زمـوږ نصیب کـې سـولـه نشـته کله پخپـله خـاوره کـې تـل جنګ پېژنم په شـاعری کـې چې تـر حـده رسـم زه (صـابـر) بیـا فـقـط لـونـګ پېژنم
نظم
نظم د افغان په نامه ویاړو او ملي ګټو ته ژمن یو مونږ د سولې آرمانجن یو مونږ د سولې آرمانجن یو خدای، وطن او خپله دنده ورته ژمن په ورینه ټنډه خپله دنده کې صادق یو مونږ عسکر ددې وطن یو مونږ د سولې آرمانجن یو مونږ د سولې آرمانجن یو مونږه ستوري د آسمان کړې هم مو سیال ددې جهان کړې خدایه هیلې مو پوره کړه، خدایګو مونږ ډیر هیله من یو مونږ د سولې آرمانجن یو مونږ د سولې آرمانجن یو خاینانو سره نه یو مفسدانو س
افغانی تجاران
طنز محمود نظري افغانی تجاران وایی په بهر کي ټول بین المللي تجاران څومره ښه دي دا افغان کفن کشان چې راسي موږ ته دا افغان تجاران وایي موږ ته راکړه بدل او ارزان شیان اکسیر یې لږکړه فیلر یې کړه ښه ډیر زموږخلک دي ټول غریبان فقیران یوازې یې موږ مشهوره مارکه پکار ده زموږ ډیر خلک دي ډیرعالمان زیرکان خو چي کله وروته راوړو ډوډۍ وایي موږ حلال شیان خوریو یو مسلمانان شراب څښي خو ډوډۍ حلاله غواړي دا سې دي ځینې ښه اف
څوخبري
بـیـت الـمقــدس مــودی بې شکه مـقـدس هــرریــا کــاربه پـکښـې نـه نـشــي مــقــدس کعبې ته مُسّلِم ټوله مخامخ پرسجده سي په طواف بې هیڅ ژوی حاجي نسي په اقـدس کلـمه لـومـړی بناء اوشــرط ده داســلام په زړه کي نه منل به مسلمان نسي په کوّرسّ بل چاته کول دښوخبرو اوپخپله نه کـول ټـیـپ دی د بـرېـښـنـا بـل شی نه دی داجَـرَسّ مـاوکـړې داخـبـري پـه خـپـله څـنـګه یم الله مـودي وســاتـي چي نفسي نسـو پـه هوس
زمادقبرپه شناخته
زمادقبرپه شناخته ***** ا د یــره کـې مـې د قــبرلټـه وکــــــړئ!+ ورته وګورئ په شناخته یې څه لیک دی پې ښکل شوي به وي دغه څـــوبیتونه+ شـعرنه، دزړه بــړاس ډرامـاتیــک دی ***** د«کرزي» مرزي نه واخله پاچاګیان دي+ تـر«بــل زي» (۱) «احـمدزي» پـــــورې ټول ترپایه«شاه شجاع»شاه شجاع ګان دي+ کــه ریـشـتـیا تـــاریــخ یـې ګــــــــــــورې ***** اوچې خپسه دښکیلاک په وطن راغله+ زړ
آرمـان
دلوی افغانستان دخپلواکۍ ویاړلي غورځنګ ته آرمـان په ژونــدانـه مې مـدام کر د سرو ګلـونو کړی وخت مې اغزن ګوزار د زړه په پرهرونو کړی زه د جانان په نوم د ریا مجلس ته نه یـم تللی ما يي مـزل په لـور د غـنو په سرونـو کـړی زما اکـر زما د ژونـد د هڅـو هانـد شاهـد دی ما د کاروان د جرس خیال ستا په ګردونو کړی اوس که غزلې لکه ساندې ستا په یاد لـیکـمه ما د ځان ویرستا په نامه تل پـه سازونـو کړی اوس خومې خواله نږدې راشه اخري سلګۍ ده
امیلونه
امیلونه مـونـږ په اغـزنـــو لاروځـو په کې ګلـونه کرو پـه هـره څوکه داغـزیــو کې خـپل زړونه کرو شپو کی دلـمرســندرې بـولوتـورتـم لرې باسـو مــنزل پـه میـنه روڼـــوو او ســـهـرونـه کــرو په کــږلیچـنو سخـتـو لارو کې نـور نه تـمـیږو د ویـنـو څـاڅـکي بـلـوو سـره مشالونـه کــرو پــه جـل وهــلـو وچـو لــلـمـو لکه پـرخه اورو په هـریـوپل دوړانـدې تـګ کې یی بڼــونه کرو د یـو کـیـدو پـه لیار رقیب په جوړو کړو کـندو دروڼ سـبا پـه لــوردمـیـني مـ
غزل
غزل ګله! ستا په څیر دی جانان زړه ته مې را تیر دی جانان نه نه ګله، داسې نه دی ښکلی له تا ډیر دی جانان لکه نسترن داسې دی ما څخه چاپیر دی جانان اوس د غماز هیڅ نه مني پوه په زور او زیر دی جانان هر وخت مې په زړه وي نیکمل کله له ما هیر دی جانان
پردی بورجل
کـله چي پردی سوم لـه بورجـل نـه خـپـل* پـــه هـــــــرانــــګــړکــي وم خــواشــیـــنـــی تــل مارغه غوندي بـندي دزرو په قـفـص کي* خـوزمـابه یادېده دهغي لـــوخي سـرهـرځــل ستانـیه دهـیواد ده ستونزمـن په هـره ژبـه* مېنه وي هـرچـاته ئې ماؤی غوندي بورجــل که پردی له خپل هـیواد په بل مـکان ئې* کـــې سلــطان سې بولي دي وګــړي بیاهم بل
غزل
که غر ستر په سر یې لار شته د تیارو پسې سهار شته دا بڼ ځکه ښایسته ښکاري چې چوپړ ته یې ملیار شته دومره ډیره موده وشوه لا تر اوسه یې پرهار شته چوپه خوله وه هیڅ یې نه ویل خو په زړه کې یې اقرار شته زه پرې څنګه باور وکړم چې په ستګو کې یې انکار شته نابوهۍ زور لګولی په دې چم کې څو هوښیار شته که په ټولو حساب نه شي دلته څو سړي د کار شته ما ځان خپله پیژندلی چې نصیب قسمت مې خوار شته دڅو ورځو مس
سیاسي شـیخ تـه
شـــیـخـه تـا نـه مـې زړګــی قــلـــم قـــلـــم دی چې رقـــیـب دې دیـره کـړی پــه خـپـل چـم دی دا پـــه تـیـــګـه د پـښــــتـو نـــه تــلــل کـــیـږي بې تـهــذیــبـو مــو پــه کــــور ایـښـی قــــدم دی زه یـی سـرې ســـترګې لـنـدې لـیـدلی نـــه شــم هـــر نـظــر راتــه پـیــغــور د خــپـل صـنـم دی پــه کـــوڅـو کـې دشـین سـترګــو ډلـې ګـــرځي شـیـخـه دغــه دې دخــــپـل ریـاضـت کـــرم دی زه پــرې نــــوم دمــیـکــدې بــــدوی نـــه شــــم
مور
چې یې مینه په رښتیا کړه هغه مور وه چې رڼا یې دا دنیا کړه هغه مور وه هم خاپوړې هم لفظونه یې درزده کړل دژوند لاره یې رڼا کړه هغه مور وه کړاوونه یې په چوپه خوله ګاللي بیایې هم په خوله خندا کړه هغه مور وه ته ناروغ وې ستا له غمه ویده نه شوه ټوله شپه یې بیا سبا کړه هغه مور وه تا به کله په ناحقه ورټله دې به ستا سر ته دعا کړه هغه مور وه ته به لیرې چیرې تللی په سفر وې تاپسې به یې ژړا کړه هغه مور وه ترهغو چې به د کور په
انفجار او انتهار
انتهار اوانفجار بیګناه چی وژنی هغه انسان نه دی دا بی رحمه ، کافر لا حیوان نه دی ناخبره چی ګذار کوی د شا لوری دا موږک ډوله نر د میدان نه دی نا حقه چی تویوی د مسلمان وینی قسم په الله چی اهل د ايمان نه دي کرامت نلری، دا وحشی انسان نه دی په هیڅ کتاب دی مسلمان نه دی د پردو په دالرو پړودل کیږی څرګند دښمن حاجت د بیان نه دی ظریفه دا وژل وژل خو نور د زغملو نه دی د مظلومانو وینی تویول د منلو ندی څو چ
شهر بی پرسان
شهر بی پرسان هر که اینجا آدم کشت آدم میشود نورچشم قوم و عالم میشود ظلم وقتل فساد شده معیار آنکه زیاد کشت قهرمان سنګر میشود ګر کشانی اش به حق و قانون حزب و قوم و به او سپهر میشود کند عهد جاسوسی و غلامی دشمن ګر عام کشت محبوب و رهبر میشود درین ظلمت سرا هر چه به هنر میشود آدم بی علم وسواد زود رهبر میشود عالم وفاضل شده خاموش ز حیا سنګ وریګ کجا ګوهر میشود شمشیر زن و لاف زن شده خطی اسپ جنګی در رو
دډیموکراسۍ برکت
طنز محمود نظری دډیموکراسۍ برکت مشه په دې درکړې دنیایي پیسو او مقام مغرور نه ستا په علم بلکې غلامي درکړي سوي ضرور که څه دلته خاین چې ټګ او چالاک وي مخي ته ځي بیا هم مشه د بل په اشغال باندې خورا ډیر مسرور دډیموکراسۍ له برکته شکر نن ښه فني ټګان لرو له هر کام څخه ښه علمي او ادبي چرندکان لرو له دین څخه شخصي ګټه ډیره ښه اخلو د ښنوپیسو ښه پاخه لغړ لیونی عاشقان لرو پرمخ تګ نسته یوازې شا تګ دی شاتګ په ارګ کي دننه ښه مسلک
فنري جنرالان
طنز مشره د جنرال مقام دي کړ خورا ډیراوچت او پورته اهمیت د څوکیدار دي کړ د تاخوري ماخوري جنرال د واکمنو غلو زامن د مور په نس کي جنرالان کوې دهر زورور غله زوی دی د وطن ازلي جنرال سترجنرالان دي دهرې لوټې لاندې پراته دي درې دارګ زیږنتون د هر بیسواده زوی کړي فنري جنرال نور حربي پوهنتون او ارکان حربي نه ده دلته په کار هغه چي د لوی غله له پښته وي هغه دی اصلي جنرال هر ښه جنرال کولای سي وطن وپلوري په دوو درو هغه چې دپردو ښه سپی وي هغه دی ا
اوداشغال په ځدلمبه شئ!
***** ای زما دملک آسمانه ای اوچت اوچتوغرونو اوای وچووچوتړو ای خورو ورو درو اوای تکوشنوناوونو ای ځنګلونو ای باغونو ای سپیروخړوډاګونو اوای خړوخړوخاورو ای څپاندڅپاندسیندونو ***** ای خوږو توروموماڼو سروکرکڼو سروکرواړو ای غوزانومرخڼیو ای بادامواوپیستیو اینځرانواوتوتانو ای سنځلوپستوولوـ نوروزیو دخورماجنتي ونو اودکیلوببروپاڼو ***** ای ددښتوسپیروترخو اوزمادډاګونوسپلنیو اوسپیرکیو(۱)
ورورګلوۍ
ځينې ، ځینې په نامه باندې افغان دي په باطن کې ددې خاورې دښمنان دي په هویت د افغانیت باندې شرمیږي ځینې اوس لا په قدرت کې حاکمان دي د تعصب اود نفاق اوریې بل کړی ډیر بې رحمه پردي پاله ظالمان دي ترحم یاڅه انصاف په دوئ کې نشته د پردو پټ اوښکاره جیره خواران دي نه د سر نه د چا مال امن خوندي دی بې احساسه ډیر بی رحمه انسانان دي اوس افغان ولس یو شوی بیدار شوی شي رسوا به کوم هغه چې خاینان دي د حساب ورځ ده راتلونکې لرې