خوب مې ليده چې په لندن کې يمه
د ټيمز له غاړې په چکر وتلی
په ننداره د ښکلاګانو يم چې
دې کې راياده شې ته
او په يوه سا سل پېغوره راکړې
له مسامونو مې لمبې جګې شي
لولپه شم.
خو کوم يو حسن چې ستا
په ها يوه يوه پېغور کې پټ وو
هغه مې نه د پېرنګۍ ملکې
په ښکلي تاج کې وليد
نه د مغل محبت
په تاج محل کې ګلې!
07.11.2006
- arghawan
لوستل او ليکل مې دواړه خوښ دي. خو لږ کوټې مې دا زړه هم ورته تنګېږي. تاسو به، نه پوهېږم، څه فکر کوئ. خو ما ته دغه درست سره پسات د خطاطۍ ښکاري چې يو وخت مې پېشه وه او يو څه قيمت يې درلود. تاسو پخپله مهرباني وکړئ، ووايئ چې که ليکنه مو خدای مه کړه څه ارزښت ونه لري، نو څنګه به يې کوئ؟! که څه هم چې خطاطي مې په سيمه کې د کمپيوټر تر ظهور وروسته پرېښوده، ولې عادت خو يې راخراب کړ کنه!
اوس چې انجينير ستانه مير زهير، د چا خبره، په شړک اړولی يم او په ښاغلي شيرزاد کامه وال يې را ته وېبلاګ جوړ...
27.08.2006
- arghawan
[ لمر، شپه او ګل] د ښاغلي محمد اکبر اکبر شعري ټولګه ده. د دې ټولګې که کاغذ او دوتنه عالي ده نو محتوا او مضمون يې هم ښکلی دی.
ښاغلی اکبر طبيب دی. د طبيب کار د رنځ علاج وي. علاج په تشخيص کېږي او تشخيض کلنيکي لوحه غواړي.موږ د يوې رنځورې ټولنې غړي يو. ساهو اديب او شاعر د ټولنې د يوه ژباړن په توګه د ټولنيزو رنځونو د تشخيص او علاج په فکر کې وي. دا چې د ښاغلي اکبر په روح او روان کې د يوه طبيب يا حکيم روح او روان زغلي رازغلي نو شعر يې تر تخيل زيات پر تفکر اډنه شوی دی.
شعر د ژبې، خ...