څومره شولې لېرې، چې مې خپل شولې
لاړې   جانه،  سم د انځر ګل    شولې
نوره    به  د مات   زړګي چاره كوم
ته خو  رانه بېله  شوې  د بل شولې
وخته  برېتور ځوانان دې رام كړلو
سم   د پښتنې پېغلې چارګل شوې
ډېر دې په خالونو كې خپل ځان ويني
خدايږو   د حمزه   بابا  غزل شولې
ښكاري اننګو كې دې د زړو وينه
تكه سپينه  واوره  د كابل  شولې
يه  هلاله اوس نجونو ته ګران شولې
ټيك  شولې، پېزوان شولې، وربل شوې
عبدالرحيم هلال
 ارياناپوهنتون