څه په باج- څه په خراج کې رانه ولاړه
پاچايي وه تخت و تاج کـې رانه ولاړه
څه د دوه ورځو ښــکلا مې د وطن وه
د مغـــــلو په تاراج کـــــــــې رانه ولاړه.
27.08.2006
- arghawan
[ لمر، شپه او ګل] د ښاغلي محمد اکبر اکبر شعري ټولګه ده. د دې ټولګې که کاغذ او دوتنه عالي ده نو محتوا او مضمون يې هم ښکلی دی.
ښاغلی اکبر طبيب دی. د طبيب کار د رنځ علاج وي. علاج په تشخيص کېږي او تشخيض کلنيکي لوحه غواړي.موږ د يوې رنځورې ټولنې غړي يو. ساهو اديب او شاعر د ټولنې د يوه ژباړن په توګه د ټولنيزو رنځونو د تشخيص او علاج په فکر کې وي. دا چې د ښاغلي اکبر په روح او روان کې د يوه طبيب يا حکيم روح او روان زغلي رازغلي نو شعر يې تر تخيل زيات پر تفکر اډنه شوی دی.
شعر د ژبې، خ...
28.08.2006
- arghawan
په ١٩٩٠ کال کې مې په پېښور کې د افغانستان د مجاهدينو د عبوري حکومت د پوهنې وزارت په مطبعه کې د خطاط په توګه کار کاوه. يو ځل د نوموړي حکومت د سترې محکمې مجله چې ((قضاء)) نومېده، د چاپ له پاره مطبعې ته راوړل شوه. مشهور مطبوعاتي شفيق وجدان يې د چاپ چارې سنبالولې. د مجلې په يوه مخ کې د يوه تش ځای د تورولو يا ډکولو راته وويل شول. ما د خپل غزل يو بيت په کې وليکه. مجله چاپ شوه. خو ډېر ژر په دې دليل چې ګنې د ډاکټر نجيب الله په رژيم کې د قومونو او قبايلو د چارو د وزير سليمان لايق شعر په کې چاپ شوی...