04.10.2006
- arghawan
ښاغلي شاعر او ليکوال محبوب الله محبوب راته ويل چې کار يې پيدا کړی- د کابل چاپ (( راه نجات )) ورځپاڼې ته کالمونه ليکي- ويل يې اراده يې کړې چې دا ځل ورته پر اسرائيلو څه وليکي. زموږ يوه بل ملګري حقوقي صاحب ورته کړه چې حق خو د شمالي ټلوالې دی نوره دې خوښه چې ... محبوب صاحب وويل چې څه؟ حقوقي صاحب ورته کړه چې په کاله کې لرګي مومي، لېوني به غره ته درومي!...
05.10.2006
- arghawan
اوس هم د چم ګاونډ ښځمنې زموږهغه د سې بيبيانو (١) نذر نيسي؛
اوس هم چې غاښ د چا خوږېږي په مالت کې زموږدرې يا پنځه يا اووه پلکې په شماروړي، د وچ صبر (٢) پر تنه ټک وهي؛
اوس هم د بادو ها لرغونی زيارتچې شيخ نيکه (٣) يې بولي، ښه تودېږيله هرې خوا ورته د بادو رنځوران وردرومي؛
اوس هم آخره چارشنبه (٤) له ميندو هېره نه دهاو هم پر دغه ورځ ماښام ته تياری نيسي، دېګچي پخوي؛
اوس هم چې ووځي د څپرې مياشتنو د ماښام پر مهالزړې ښځمنې او واړه ماشومان...