شعرونه


تجزیه که پاکستان شي «شعر»

تجزیه که پاکستان شي ***** تجزیه که« میلاوټه» پاکستان شي+ نوجهان به ټول په آمن اوآمان شي ***** دنړۍ جنایتکارودویم هیواد دی+ بیله شکه چې آرام به ترې جهان شي د مکارانګلیس په چل باندې جوړشوی+ که شي وران، سیمه به خلاصه له سرطان شي ***** امریکااوانګریزان لا،غول خوشیان هم دلوینه(۱) چې به کله یې زړه یخ په دې زندان شي دډیورنډ په جعلي کرښه لا ټينګارکړي+ تاریخ وایي په دې وینابه پښیمان شي ***** دیورپ د&l

18.11.2017 محمدعیان«عیان»

د سترګو انځور

د ښکلو ګلو د غــونچې غېږه کې لکه شبنم دانـــه، دانـــه پــرېوتل نن مې د خيال او تصور لــه ګوتـو تــوري د نظم پــــه آئينه پـرېوتل ★★★ نظــر مې لکه لاروى ستومـــانـــه پــه بېړه دنګو چنـارو تــــه ولاړو د چنارونــو منځ تـــه تـږي غونـدې دوه ښايسته ښکلو چينو تــه ولاړو ★★★ چينې وې دواړه لــه شيدو نــه ډکې ګډ لــه شيدو سره انګار ښکارېده نـه، نـه غلط شوم پاڼې، پاڼې ګلاب سپينو شيدو باندې هـوار ښکارېده ★★★

10.11.2017 شهزاده شيرين زوی

تورشر ـ شعر

تورشر ***** دوطن دمورلمنه کې مې ښخ کړئ دکابل خاوره مې وشندئ په سر د«پیوند»دپاس شعرپه اقتفأ ***** که زه مړشوم چې مې پرې نه دئ بهر چې لګیږي بادپه قبرمې له لراویاله بر که کابل که پیښوراویا کونړوي ماته خاوره دافغان یوبرابر ***** ملک مې خپل رانه پردی شوڅوڅوځله دورتلواوخښیدوهیله مې نه ګرځي په سر چې په خاوره مې پردی قووت حاکم وي زمامړي ته ځای نه شته دی په سمه یاپه غر ***** بیاوروستۍ پریکړه مې

07.11.2017 محمدعیان«عیان»

بل شاه شجاع!

طنز محمود نظری بل شاه شجاع!!! که نیسې لکۍ دداسې چا ونیسه چي نه وي نیکنام چې راتلل یې په تا و نه وینې په نیمه شپه باګرام دباچا په ترات تګ دبل هیواد د وزیر پښو ته ښه دی دا کار تل شاه شجاعان په شرم پوخ کړي له اوم او خام موږ نه وایو چي ته یو لوی شاه شجاع نه يي، یې پوهیږو مشکله ده په خپلو ښکاره سجدو وکړې پام دا د اوس باچاهي په همدې جهاني سیاست چلیږي سل ټنه منت به منې دخپلو بادارانو د ډالۍ دیو ګرام واک اوس څوک دولس په رایو تر لا

04.11.2017 محمود نظری

اي طالبان عشرت ديگر کجاست فرصت

په پوره خزان کې د ابولمعانی بیدل یو پسرلنیز غزل وړاندی کیږی. ابولمعانی عبدلقادر بیدل وایی: امروز نوبهار است "ساغر کشان" بيائيد گل جوش باده دارد تا گلستان بيائيد در باغ بي بهاريم سيري که در چه کاريم گلباز انتظاريم بازي کنان بيائيد آغوش آرزوها از خود تهيست اينجا در قالب تمنا خوشتر زجان بيائيد جز شوق راهبر نيست انديشه خطر نيست خاري درين گذر نيست دامن کشان بيائيد فرصت شرر نقابست هنگامه شتابست گل پاي در رکابست مطلق عنان

01.11.2017 افغان تحرک

بلبل اودګل ناز

سحرګاه ګل وبلبل وه په چمن کي په صحبت چلـېــده تـــازه وږمـه ووعــجـب راز دمــحـبـــت ګل بلبل سره پــه راز وه ګـډ مـرغـان په تــرانــو پـه چـمـن کـي ئـې نغمې یـوتربل ئې کړو الفــت ځلـېـدې واړنـګـي د لـمرګل ئې راوست په خـنـدا سرې خولې غوټۍ ولاړي مشاطه ګوره دطبعـت بلبل ویـل وګل تــه نــاز دي ډېـر دی ای سـنبــله ګل ویـل بلبل ته ترخه مه کړه پرمهال دمـحـبت

01.11.2017 محمدسرور وکیلي

غزل

ستا د خفګان هيڅ اراده مې نه وه نوی مين وم تجربه مې نه وه د جدايۍ اثر دې داسې و چې زړګی مې و د زړه ټوټه مې نه وه بس مجبوري وه بله لاره نه وه کړې له مينې نه توبه مې نه وه يواځې ستا غم پريشان غوندې کړم جانانه بله انديښنه مې نه وه نيکمله خير دی خفه کيږې به نه مينه چې ومې نکړه زده مې نه وه

01.11.2017 نیکمل ځآځی

زړهءور

الله تعالی پیدا کړي نعمتونه خوندور بنده ګان  ډيري ناشکره او چټي وي مره ور آسمان،ځمکه،لمر،سپوږمۍ او هوا اوبه ډوډۍ شکر باسي پې هغوی چې وي سرور او سترګه ور

31.10.2017 ډاکټر حمیدالله زړور ساپی

ټوله ورځ غیران غیران نارې وهي!

طنز محمودنظری ټوله ورځ غیران غیران نارې وهي! افغان چي په ښه کار سي ټوله ورځ غیران غیران نارې وهي چې بې کاره سي هره شپه او ورځ بیا قران قران نارې وهي زور ور د رشوت لپاره ظلم کوي په هر بې واسطې خوار چې له کاره لیري سي بیا هغه خوار ته قربان قربان نارې وهي بیکاري یې ښه بسلمان کړي ټول کال ثوابي روژې نیسي چې مردار ه غوښه وویني په وتلو سترګو اله بریان بریان نارې وهي چې د بخت سوری يي خلاص او د شنو لوټو ورباندې شړپ سي هر کال حج او عمر

28.10.2017 محمود نظری

خزان

ژاړي اي بلبله، چي راغلي بيا خزان دي زه هم ستا په څير يم، چي عزيز وطن مي وران دی ته خو د ګلونو رژيدلوته، ژړا کوي ته دښکلو پا ڼو وچيدلوته غوغا کوي ته دتنکوڅانګو په لويدواويلاکوي ته د ساړه ژمي رسيدلوته سودا کوی ته په دې کړيږی چي بيا مړاوی ګلستا ن دی ژاړي اي بلبله، چي راغلي بيا خزان دي زه د خپل وطن د شهيدانو پسي ژاړمه زه دآزادی د پتنګانو پسي ژاړمه زه د کونډ و رنډ و يتما نو پسي ژاړمه زه د ژوبل شوو ما شو ما نو پسي ژاړمه ژاړي اي

28.10.2017 مرحوم قاضي عصمت الله روحاني

زمادسنګرملګریه!

دشاه محمود«حصین»په یاد زمادسنګرملګریه! ****** ستاپه سره سنګرباندې به سره ګلان کتارشي واړه سره سرتیري به دې خپل وطن نه جارشي لاره چې دې غوره وه له ستونځوځنې ډکه وه ډاډاوسه ! داغرونه اوخنډونه به آوارشي ډیریې ځورولې، هراشغال، که سوریاشین و ګرده دوشمنان به دې اخیردلته سنګ سارشي ***** اوزمونږدسنګرملګریه! ***** پام چې وارخطانه شې مرګی دژوندپایله ده ستاغوندې سرتیروبه ګورتل ګل اوګلزارشي تاوه قربان کړې ښه

18.10.2017 محمدعیان«عیان»

زړه ماتوونکې پیښه

زړه ماتوونکې پېښه ستا د لیدو په تمه ما هېوادونه کتل ستا د ښکلا لپاره ما انځورونه څارل د ښکلا بیلګې په شان په دنیا ته وې ماته ونه دې دنګه، مخ دې سپوږمۍ په شانتي کله چې ته مې لیدې، ښکلا مې نه پيژنده یوازې ته وې ښکلې او ستا جمال ؤ ښکلی ــــــــــــــــــــــــ خو د وطن لیونو ستا ښکلا نشوای زغمی دغه پردي غلامان د څو پیسو لپاره تیزاب را پورته کړلو او ستا په مخ یې درکړل ماته بابا ویلي افغان غلام نه کیږي خو اوس وختونه تېر شول حا

11.10.2017 حمیدالله فیضي

ښکنځا مکړه په خپرونه کي!

هــغه چي ښکنځاکي په رادیو اوتلویزون کـي نه پـوهـیـږي چي لـه پـوهي نه بـېلـتون کي پخـــپله ښکـنځابده ناچل لوټ دی په ټــولـــنـه ناچل لـوټ بده خـبـره سـتــاده پـه آرون کي ناست ئې جګ مغـزی کړې خــپــرونه په ښکـنځا بـلـچا راپارولـی لري بـدي خبري په درون کي دا ځای دښکـنځا نه دی پــوهـاوی دی دټولني تـه کـه ژورنالست يي دا نسته پـه قانون کي هر کوڅه ګښته راسي کښېني تـلـوېـزون کــي سترګي پوټي خوله وازه ږغ باسي په موجون کي ای ناخبره راسه کښېنه

10.10.2017 محمدسرور وکیلي

هیله

چی ټول کیني په یوه ټغرجرګو ته دومره وس خو خدایه ورکړې پښتنو ته بس وطن چې مو اباد شې لویه خدایه نور له پوندو عقل راولې سرو ته چی نړۍ دې په بچو تړي شرطونه مرګی غواړم ای وطنه ستا بچو ته دالفت په قدر پوه هریو انسان کړې چې غاټول ګلونه راوړي ستا کمڅو ته دهیچا د لومې سرویستلی نشو څه جرأت خدایه ورکړې پرګنو ته په راتلو دې یم خوشحاله خفه نشې غټان کله پورته کنږې میلمنو ته ټول قومونه کاڼه شوې دې میرویسه اوس وهه دهمت ډول کڼوغوږو

23.09.2017 میرویس نجیبي

دوه مخې ايينې

. دوه مخې ايينې دا اوسنـــــي ملګري يعنې عصــري ملګري لکه دوه مخې ايينـــې حيـــرانـــوي ملګري پـــه مخ څرمن نه لري نــه يې ساتي ملګري رنګ بدلــــوي ملګري لکه کالـــــي ملګري اغـزي، اغـزي ملګري زړه ژوبلـــوي ملګري خــوا بـــدوي ملګري ډېر نـه سړي ملګري بې ژبـو خولې ګرځوي تشې، خالـــي ملګري هـوډ ماتـــوي ملګري ځينې سياسـي ملګري شتــه د ځوانۍ ملګري د پســـرلـــي

22.09.2017 شهزاده شيرين زوی

ملګرو

ملګرو ټول قطار چې تار په تار کړې یوه زاڼه نو هغې ته مونږ لیوه وایو ملګرو په دې کرښو نه بیلیږي دا خو ځکه لر و بر ته پښتانه وایو ملګرو خیر عادت مو اوس اخیستی خفه نه یو ځکه جنګ ته اوس میله وایو ملګرو چې معیار د انسانیت یی په دولت شي دې انسان ته به دابه وایو ملګرو چې د یار په اشارو باندې پوه نه شي دې عاشق ته به شده وایو ملګرو چې د مینې تخم وکري وطن کې هغو خلکو ته به ښه وایو ملګرو چې هوا د ازادۍ لري په سر کې دې ملت

20.09.2017 میرویس نجیبي

دغلطو القابو د قبرسوټي

طنز محمود نظری دغلطو القابو د قبرسوټي د یوې غونډۍ دشپې ختئ یونری ږغ ژړن ول زه مارشال څه، نه وم ان یو جګتورن رتبه را کوله هره ورځ یو چپنکی ډارن زما کام ته یې ځان ښوده چې دی تورزن دا کامي لوچکان چي ما هر ورځ په ګوتو نڅوي هغوی دخم دننه نه ویني ګوري یوازې سربیرن ما کوم جهاد نه دی کړی قسم خورم قسم قسم یو لوی خاین وم ،ولس ته ډیر ډیر لاپزن ما مه وهئ اخ! نور بس ده ما مه وهئ زه نه وم تر نورو ډانګیانو لا ډیر خیرن زه

16.09.2017 محمود نظری

دنه هیردونکي شپون پرویر   ! 

تا به ویل ...  وطن به جوړ شي خو د وینو د رود په بــــــــیه    پښتو به مړه وي د بې ننګو پښتنو په بــــــــیه    حسن ښکلا به وي ، خو شعر به یی نه شي ستایی   حیا بي  نور ورځنې وړي  د ډالرو په بــــــــیه    شملې به ځوړند وي پګړۍ به هټکړۍ وي دلته   خپل به دي خپله خرڅوي بیا د پردو په بــــــــیه    د انسانیت معیار به هسې آزادي راټاکي

16.09.2017 خالق . رشید

خدای دی خوار کړه نظاره له دې غلو سره

طنز محمود نظری خدای دی خوار کړه نظاره له دې غلو سره منم دي یاره لږ تیز سه ورو ځې لږ په خیز سه وخت لکه باد تیریږي خاین ته چوپ یې لږ په ستیز سه *** یو وطنپرست اخته دی له خاینانو پېنځو سره خدای دي خوار کړه نظاره له دې غلو سره په سپینه زیږو نه شرمیږي کوي خیانت او غلا د ملت په سترکو ننوخي دخپلو مردارو بوټو سره د داسي ملت د امنیت له حاله دي خدای تعالی ساته چې سلګونه شیرخوره جنرا لان لري له چوشکو سره هلته چي

09.09.2017 محمود نظری

آرزو

ستا د شونډو مهماني که مې نصیب شي د عشق رنځ ته به مې خپل قسمت طبیب شي چې دنیا اخرت دواړو کې نږدې یو بس راضي دې له مونږ دواړو نه حبیب شي شاعري د جدایی له درده کیږي چې یی خیال له شعره ووځي نو ادیب شي د غربت خو دې دا نوم له دنیا ورک شي بس سړی له سړو باسي چې غریب شي چې دولت او طالع نه لرې میرویسه سړی څنګه د یار غیږې ته قریب شي

30.08.2017 میرویس نجیبي

اختره پام چې په دې لار رانشي

اختره پام چې په دې لار رانشي په دي کوڅه په دغه خوا رانشي دلته لا اوښکې وچې شوې نه دې د غم سیلۍ لا ودریدلې نه دې ډیوې دې مړې توره تیاره دلته سلګۍ دې ساندې دې ویرونه دلته یتیمان ناست دي تیر وختونه ژاړي د مور او پلار خواږه یادونه ژاړي څوک د ادې دي وخت اختر یادوي څوک د بابا ځواني نښتر یادوي خوشالې نشته دلته غم میلمه ده ورسره درد او هم ماتم میلمه ده دلته د هیلو جنازې پرتې دې دا پاتې ژوند ته وسوسې پرتې دې

28.08.2017 کوچۍ احمدزۍ

غزل

د چا سترګې په رنجو ډیرې ښکلیږي د چا ښکلې د خپل یار په لیدو کیږي ځنې سترګې په خپل ذات کی ښایسته وې نه یي یار نه یي رنجو ته اړتیا کیږي د چا زړه کی د دنیا مینه چې نه وي د هغه زړه بیا د خدای مینې ته کیږي د دنیا مینه کی درد او رنځ همیش وي د الله مینه د هر درد دوا کیږي ای بنده هر څه چې په دنیا وکړي تیریږي یو عمل ده ستا د ژوند چې پاتي کیږي د دنیا رنګینې پاتې له هر چا دي یو په ښو باندې ستا قبر رڼا کیږي که جانان درسره

28.08.2017 کوچۍ احمدزۍ

رشيداحمد حقپال

غربت شاعر کړمه قلم يې ترجمه وکـــــــــــــړله د زړه خبره مې نن سمه په ښکاره وکــــــــــړله ستا ښايسته زلفې نرۍ لوپټه ښکلی محـــــــــــل زما شړۍ ورانه جونګړه تا ګيله وکـــــــــــــړله د ارمــــــانونو جنــــازه او د غربت انتهـــــــاء چې په وتو شوه هغې سمه تماشه وکــــــــــړله دا محبت دا وسوسې او دا خيالي نړۍ مــــــــې په ورانيدو وه تا ښايسته ښکلې ټپه وکـــــــــړله هغه د درد تابـــــوت مې مخـــــکې وو چـــــې ته رانه لاړې د رقيب کـــ

23.08.2017 رشيداحمد حقپال

غزل

غزل ولې دې دا زړه رانه بې غمه ده تاته خو مې ډیره ډیره تمه ده لکه چې د چا په کیسو تیروتې هغه پخوانۍ مینه دې کمه ده حسن دې له ټولې دنیا پورته دی ولې دې دا خو لږ بې رقمه ده راشه د مسکا دم دې پرې واچوه نن مې دا زخمي زړه بې مرهمه ده ستا د جفاګانو یادداشت لیکمه سره لمبه مې پورته له قلمه ده نن مې وې نیکمل ته چې راځې کنه وې یې چې ځه دربه شمه سمه ده

23.08.2017 نیکمل ځآځی

پښتون

د اتل او د زمــــــــــــرو خبــــــــــرې پریږده پښتـــــو نه کــــړې د پښتو خبـــــرې پریږده لومړی ځان او بیا نـــــړې تــه فــــکر وکړه نــــــور د تـــــــــورې میړنــــو خبرې پریږده پخپل کور کې در په در او خــــوارو زار یــی د غیرت او د شمــــــــــــــــلو خبرې پریږده ته دا خپــــــــل ټوټه ټوټه وجود راټول کړه د اسلام له مینځه تلو خــــــــــــبرې پریږده مینه مینه شــــــــــه د مینې په راز پوه شه د ټوپک او د جــــــــــــــګړو خبرې

21.07.2017 سیال وطنپال

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more