اتل افغان
زما خاموشه زندګي به دومره شور پيدا کړي
بهر به واورې وي په زړونو کې به اور پيدا کړي
د سرمايې ټيکدرانو په زړه نه ځايېږي
غريب سړى چې په ټول عمر کې يو کور پيدا کړي
19.04.2009
- ajmal
زما په خپلې سايې هم دومره باور نشته دىرڼا به لاړه شي او دا به مې تيارې ته پرېږدي
دا د ځوانۍ ورځې دي پريږده دم په دم يې وڅکمپدې پوهيږمه زړښت به مې توبې ته پرېږدي...
19.04.2009
- ajmal
غزل ، جلال امرخېل
ناصح دې ووايي په څه ؟ چې ملامته يمه کفر خو نه دی تشه خوله ، چې ملامته يمه
ته داسې سره شوې لکه ته چې هېڅ ګناه نه لرې زه داسې چوپ شوم لکه زه ، چې ملامته يمه
بس ګرانې خير دی نور په دې خبره تيږه کېږده درته مې وويل کنه ، چې ملامته يمه
اوس د محفل د رمز ساتل زړګيه ستا په غاړه ما ښکته کړي دي باڼه ، چې ملام...