غزل ، جلال امرخېل

ناصح دې ووايي په څه ؟ چې ملامته يمه
کفر خو نه دی تشه خوله ، چې ملامته يمه

ته داسې سره شوې لکه ته چې هېڅ ګناه نه لرې
زه داسې چوپ شوم لکه زه ، چې ملامته يمه

بس ګرانې خير دی نور په دې خبره تيږه کېږده
درته مې وويل کنه ، چې ملامته يمه

اوس د محفل د رمز ساتل زړګيه ستا په غاړه
ما ښکته کړي دي باڼه ، چې ملامته يمه

د ژوند په دښته کې مې لاس د خپل وجود پرېښوده
بيا مې تر ډېره اورېده ، چې ملامته يمه

بېګا جلال په ميکده کې په ځان نه پوهېده
په چغو چغو ژړېده ، چې ملامته يمه