طنز
محمود نظری

ناکامورا مو هم مړ کړ!

موږ غیرتي یو هر څوک دخپل وطن په ابادي وژنو
که مو افغاني پیدا نه کړ ناکامورا جاپاني وژنو
په ښه میلمه پالنه کې لوی تاریخ لرو دنیا کې
یو یو د خپل وطن د خدمت میلمانه سړي وژنو
موږ ډیر وطن دوستان یو خپل وطن خپله وران وو
هم د وطن ښه ملي خدمتګاران هم ښه پردي وژنو
دا زموږ تاریخي غیرت او ویاړ دی په تاریخ کې
هر خدمتګاره په خورا ناز او مهرباني وژنو
موږ د دنیا ډیر وحدتي او وطن مین خلک یو
ان یو بل په ویلو د پښتو او دري وژنو
دا کړه اوس دلته د اصیل افغان زورواک سوی دی
خپل وطن دوست ورور په امر دسي ای دي وژنو
دلته خاین، وطن پلور ،زاني ،فسادي مزې کوي
که مو خدمتګار پیدا نه کړ خپل د رښتیا خبروسړي وژنو
متل دی سل دي مړه سه یو دي مړ نسه
موږ په ویاړ ګل ګل د خپل وطن ښه یارجاني وژنو