شعرونه
جنګ که تجارت
طنز محمود نظری جنګ که تجارت امنیتي چارواکو ته جنګ ښه تجارت دی دهغو په دې بزنیس کې ډیر ښه مهارت دی دا د څوکیو د اجارې پیسې اخیر ورکول غواړي په دې کار کې هم دین ادا هم مدال هم شهرت دی کورونه دوکانو نه په کې د چوروروسته سوځیږي هغه پلورل سوي دمهماتو لست ددښمن غنیمت دی خره ته رایه ورکړه نه انسان ته تر خره بدتر نه هغو ته چې لري سر دانسان، ماغزه د ځناور خدایه موږ ته وکیلان دانسان ماغزه لرونکی اواندام را هر کار یي نه وي له
که زه ونه ژاړم
------------------------- که زه ونه ژاړم نو زه به لکه یو مرغه یم په قفس بند چی نه الوتی شی او نه سندري وایی *** که زه ونه ژاړم نو زه به لکه یو غر یم د واورو ډک په سوړ ژمی کی چی نه ونه لری او نه وحشی حیوانات *** که زه ونه ژاړم نو زه به لکه یو ډنډ یم چی غواړی و بهیږی لکه یو سیند او بیا به لاړ شم او او مځکي له ابو ډکي کړم *** که زه ونه ژاړم زه به لکه یوه ونه یم
په واله دا افغانان ناروغان دي
طنز محمود نظری په واله دا افغانان ناروغان دي ددې وطن خلک له یوه سره ناروغان دي که څه ساده خلک که څه باسودان دي که څه سیاستمداران که څه مداریان دي که څه سپین ږیري که څه ځوانان دي ټوله له یوه سره خطرناکه درواغجنان دي په خدای دا افغانان ټول ناروغان دي یو حوصله نه لري دستي جنګ کوي وار په یو بل په سوک یا څنګ کوي دجنو پسې ډله روان چشت چشت کوي بل ګوته پورته پورته ایشت ایشت کوي په دولت راټول سوي یوڅو خاینان دي پ
دساقي سره خبري:
ساقي خواشینی نسې زماپه ناوړه طبیعت جهان دی د ځـوانـۍ راکـه تــه مــاته مهـلت راسه ای زاهده زَړه خوشاله خوله خندا کــه جنت غــواړې رښتـیاداځای دخــلـوصیت دمییوډک جامونه رنګارنګ څرخي محفل کي ته هم سه منتظرد ازل برخه رسي په فرصت ږغ کړمه ساقي ته جام ډک راوړه دمیـیـو سـاقـي کــړي اشــارې صـبـروکــه تــرنـوبـت وزم سهارګاه له میخانې وخپل ستـوګن ته وایـي سـاقـي کښـېـنه سـم نـه دی سـتاوضعـیت وایـمـه ساقي تـه ویښ یـم که خـوب ویـنـم ســاق
څو په خپله
څو په خپله سره یو نه شو ورکیږو لاترڅو به په سرو وینو کې لمبیږو هره ورځ دلته د غم په ټغر ناست یو د غزني ،کابل،ننګرهار په ویر ژړیږو نن په یو سبا په بل کور کې ماتم دی د پردو تحریک او لمسه وژل کیږو هرکنډر په هره خوا مرګی مرګی شو په نفاق کې مونږ له غمه نه خلاصیږو ورنو سوله، همغږۍ ته ضرورت دی په یووالي خپل مطلب ته مونږ رسیږو تربګني او په نفاق باندې څه نه شي ځو د سولې د کاروان سره یو کیږو افغاني، حب الوطن جز د ایمان
ورځ تر بله
ورځ تر بله خرابیږي دا وطن په نفاق کې نه جوړیږي داوطن د بې رحمه او مکار دښمن دلاسه هره خوا په اور سوزیږي دا وطن په قومونو او خیلونو یو بیل شوی جنګ،جګړوسره ورانیږي دا وطن د دالرو او کالداروپه حساب کې په پردو باندې خرڅیږي دا وطن په هر لوري بې وسي ده مایوسي ده ټول په وینو کې لمبیږي دا وطن د وطن ټوله هستي یې رانه لوټ کړه کار زحمت باندې جوړیږي دا وطن لا ترڅو به مونږ په خپلو کې جنګیږو ځان ،ځاني کې تباه کیږي د
دهجران غم
دا چې نه د هیریدو دی د جانان غم ژړوي مې، سوزوي مې دهجران غم چې وعدې یې دراتلو شيٍ پوره نه شي اوروي مې په زړګی کې دخفګان غم د هجران په نا علاجه بستر پروت یم لټوم د خپل زخمي زړګي درمان غم هر کنډر مې د زړګي په اورلمبه شو پکې پروت دیارد مینې پټ پنهان غم د اغیاردا دوه مخۍ ته چې نظر شم هیڅ یې نشته تصور کې د ایمان عم دغربت دغه تیارې به خدای رڼا کړي شې پوره به د خواږه زړګي ارمان غم افغاني تکل او هوډ چې سره مل وي
خبره یوه وي:
دوه رنګه ګل مي په ګلزارکي نه خوښیږي که یارسي دورنګه دجـفا اوُرهـلـتـه بلـیـږي خبـره کـه یوه وي په زړه پـوري تـوده وي په یوه ژبه دوې خـبــري شرسره جـوړیــږي دمېـړه ستاینه داده ویـل کول ئې سره یووي قسـم تې حاجت نسته ویل ئې پـوره کـیـږي یامـېـړه سه یا دمـېـړه تـرڅنګ مېـشته سـه غـمی کله ځلـیــږي،چي په زرو نیـوله کیـږي
جهادکه مفاد
طنز محمود نظری جهادکه مفاد امریکا خپلو مرییانو ته په افغانستان کې جنت جوړ کړ هر یو ته يې د خریت په بدل کي دجهاد اعظم پت جوړ کړ شل مشران یې جوړکړل دنفاق او سیالۍ په غلامي کي له هر یو څخه يې خدای وهلی رسول شرمولی مړتت جوړ کړ اصل اول جهاد د نبراسکا یوه پروژه وه نو د سي آی اې یوه بریالی دسیسه سوه لوچګان یې غله اوانساني قصابان کړه جهادي افغانان د پردي دلال دلاس اله سوه دامریکا په راتګ سرچپه سوه دجهاد فتوا ټوله دا وار د
دافغان وژنې لوبه
څوک چې د ملت حق خوري چې هغه ژیړسترګی غل نه دی نو څه دی څوک چې دپروړو لاندې اوبه تیروي چې هغه زنګوهلی نل نه دی نو څه دی څوک چې د دوستم ،څوک چې د عطا ،څوک چې دمحقق سوټی دی هر یو چې دا بزرګان غواړې دملت د پک سر تنډ کټمل نه دی نو څه دی یو وخت دامریکا جمهور افغانانو ته د جهاد فتوا ورکول پاکستان ورته د غلا او د وطن دجیب پریکولو سلا ورکول له ښومجاهدینو څخه ډارماران او جاسوسان جوړ سول د مشرانو يې وطن پلورنکي او د خاورې دښمنان جوړ سول کا
جنګوي
مونږه لا هم روس او امریکاجنګوي لا اوس هم د اخوند سره ملا جنګوي پرون که د ملحد او مسلمان په نامه جنګ وه د قوم په نوم مو لا هم نن سبا جنګوي دنیا لاړه په پوهه علمیت لوړ اسمانو ته دوئ مونږ په پوهنتون او دانشګا جنګوي کلونه په مونږ تیر شول چې په سره اور کې لمبیږو دښمن مو هر یو خیل جلا جلا جنکوي یو والی ورور ګلوي د ولسونو ضرورت دی دوخت سالار ته ګوره چې دنیا جنکوي وطن ته ای ملګرو نن د سولې ضرورت دی بې رحمه چم ګاونډ مو
هیرجن ولس
طنز محمود نظري هیرجن ولس یو وزیر خدمت نه کوي د جانان لپاره هر یوخدمت کوي دګوند اوځان لپاره ځکه هر ګونډ د وزیرانو سهمه غواړي یاني وزارت غواړي دجیب جان لپاره یوکام ښکاریده د تولوظلمونو تیر هیرجن ځان یې ورساوه تر درمل شیر سرجن ول په خپل غټ کور کي مي نفس تنګیږي ا کسیجن راته ښکاري وخت تیرنایتروجن ډاکټر یې وکتی نبض ول ته لا ژوندی يې؟! سر دي درد کوي هم یې ډیر خوږلن ول خوله مي وچه وچه کیږي ژبه بنده ول پزه
غزل
لاس یې په زړه ایښی وارخطا ښکاري ستړې او ستومانه له دنیا ښکاري څه چې درته وایم دروغ یې مه ګڼه وګوره اوتره ده له ورا ښکاري دا به وي د کبر او غرور نخښه سمه غرڅنۍ غوندې رښتیا ښکاري کله بیا له ژونده ماڼیجنه شي کله مروره له هر چا ښکاري نن په دغه لاره څوځل تیره شوه زړه مې داسې وایي چې پخلا ښکاري لویه لوپټه یې په سر کړې ده سترګو کې یې ( وارثه ) چې حیا ښکاري اوسلوـ ناروې
قانون ناست دی په تاخچه کي
طنز محمود نظری قانون ناست دی په تاخچه کي که قانون لکه قران کیښوول لوړ پر تاخچه سي دا ښه وطن په لکه دین سل په زروکي تجزیه سي پر تاخچه د قران پر ایښوولو مو دین پارچه پارچه کړ پر تاخچه کې د قانون په ايښوولو به وطن بازیچه سي وایي یوازې ځای چې قانون نه لري هغه افغان ځنګل دی بې قانونه ځنګل د درغلو اخیر شخصي دګلو باغچه سي یو خاین وطنپلور په دي هیواد کې تر اوسه محاکمه نسو هر لوی خاین ته دلته قانون خپله اتومات چمچه سي خدای دي د چا
دکونړمست پسرلیه! شعر
دکونړ په جګوڅوکو وریځوغړوسکې جوړې کړې هلته تندرآوازوکړ دبریښناپړکا شروشوه دباران څاڅکي راښکته په ترپایې ورا وکړه غټ غټ څاڅګي په کاسووو موراوزوي په لارروان وو د«تیشې»کلي په لورې سرکاڼونه خوځیدلي سخت باران ووراګیرکړي ځای په ځای همدلته تم شول دیوې غټې ونې لاندې ترېدل ترې لاندې باندې سره توتان له هرې څانګې دواړه پټ شول غلي غلي خواوشااوبه راتللې دشاخواته یوه غونډۍ وه نوابات دخوړت
سل څېرې سل مخونه
خدايزده څه ډول، څه شـان يـوو عجيبه راز انســانــــان يــــوو نـــه د يــو څاروان کاروان يوو نـــه پــه يـــو مسير روان يوو د رســـول(ص) هم امتيان يـوو د ابليس هـــم پيــروان يــــوو نــه خپل کار لــــره حيران يوو نـــه پـــه فکر د خپل ځان يـوو ســـل څېرې ســـل مو مخونه خـــوی مو خــار ګل مو مخونه د عمر(رض) لارويـان مــونږ يوو د «لولو» داداګان مــونــږ يـوو خــوارج د زمــــان مـــونږ يوو همفکران
ګډې وډې
لا خوره ده توره شپه په ښار د ښکلوتور کارغان راچاپېر شويدي په ولوخدایه کله به موسا په کلي راشياژدها رابدل شویدي په کلوڅوک یې نوم څوک یې عزت
نفاق بده بلاده:
مــالــیــده پخــپــلوســتــرګــودوه مـرغـان نــفـــاق ورکــــړه غــلــیـم خـولــه کي ډېرآسان پخپــل مـنـځ کــې جــګــړه کـړوغلیم هېر تــــوی ئـــې کـــړې بــوڼــکي بادباده تـرآسمان بـدۍ راوسـتـې ددښمـن دغـاري خولې ته دوی اخـتـه پـه جــنګ بـې خـبره لـه خـپـل ځان داغلیم وه يوه ژوې ورته آسانه سوه نیـوله پــه یـوټــوپ ئې کــړه پـه خـولـه دواړه نفاقـیان وګوره نفاق ته مرغۍ ئې دبلاپه خوله کي ورکړې بــې ربـړه بــې زحـمته سوې ښـکاردبل حـیـوان
يوه ورځ...
يـوه ورځ زه لګيا يـــو شعر مې ليکه زمـــا د مـــړو ارمــانـــو څلو باندې د تورو پېغلې تلې د شعر ګودر تـــه د ناهيلۍ منګي پـــر ولـــو بـــاندې چـــا راتــه وويل چې څه شى ليکې؟ ما وې د اوښکو سپينې زاڼې همېش زمــــا د خيال او تصـور سيمې تـــه قــطار قـــطار وي را روانې همېش يـوه ورځ زه لګيا يــو شعـر مې ليکه انځورول مې درزېدلـــي زړونـــــه لکه پښې د زيــارکښ چاودې، چاودې لکه زمـــونـږ کنډر کنډر کـــورونــه
نظم (ښوونځی ته ځو)
لمر راوخوت نوی هیلی د صبا یی راوړی دا صبا او دغه هیلی درنه تیری نه شی! نن دی تیریږی صبا نوی ورځ د کار به لری بچیه ته به لوی معمار د خپلی خاوری جوړ شی نو! هله پاڅه د ښوونځي دی چی ناوخته نشی هله هله چی استاد به دی اوس لاری څاری هغه بابا ښوونځي ته هم، سهار وختی رادرومی د ښوونځي ور به اوس د ستا د راتلو لاری څاری ستا کتابونه ، ستا قلم او کتابچه دی ګرانه ستا د نازکی او معصومی څیری داسی تږي لکه چی تا سره یی زړونه وی تړلی او ټول ژوند تړلی
غزل
وېره ده خطر راپسې شوی دی بیا د چا نظر راپسې شوی دی کلي ته مو ډېره لاره پاتې ده خېر کړې ځناور راپسې شوی دی نه ورځمه نور ترینه خوله نه غواړم یه خلکو! دلبر راپسې شوی دی دلته دی یو څوک په ما ښه نه لګي دلته خو اکثر راپسې شوی دی اوس له ډېرو ښکلو نه پټ ګرځمه ځکه یې لښکر راپسې شوی دی ځان ترینه ساتمه حبیبزیه! بیا حسن جادوګر راپسې شوی دی
فلسفي غزل
زه مغرور او خودبين نـه يـم زه پـــه بل مفهـوم عجب يم زه د ځان حيــرانــوونـکــی زه خپـل ځان تـه متعجب یـم زه استــازی د ضميــر يـــم ضمیر زمـــا د نـوم استـازی هم وکيل يـم هـم مـوکل يـم هــم سبـب، هـم مسبب یــم ښه پوهېږم څوک مې غواړي ښه پوهېږم چې څوک غواړم يـــو مکان او يــو زمـان کې هم مطلوب يـم هـم طلـب يـم پــــه جهان کې يــو ذره يــم پـــه خپل ځان کې يو جهان يم د کُل جــز یم، د جـــز کُل یم هم
زړه کښې
ناست یم اُروپا زړه کې ،روح مې دی آسیا زړه کښې ++ خټه مې لغمان کې وه، خاپوړې ګندهارا زړه کښې نازو وړکتون کې وم،حبیبیی لیسه کې زه ++ پي،سي،بي د دروڼټې طب د تُرکیا زړه کښې لاړې هغه ښې دورې ،پیل سوې د هجرت سختې+++ جهاد نه ،مجنون شولو فکر د لیلا زړه کښې سر کې سوچ و د اولاد، پر شا بستره د غم+++ افغان-پشتوخوا زړه کې او بیا اُروپا زړه کښې
غزل
یاغي درد او د پرهر سره اوسیږم د شپو غیږ کې د سحر سره اویږم بغاوت مې ددنیا له ژونده کړی په خلوت کې د کوثر سره اوسیږم نوک او ورۍ له بله کله جلا کیږي لکه واورې د سپین غر سره اوسیږم ما خو هر څه له جانانه سپیلني کړه اوس ملنګ تنها خپل ور سره اوسیږم له خپل کلي او رواج وتلی نشم مات منګي په څیر ګودر سره اوسیږم تا ویل ژوند ټولې سکروټې دي ( وارثه ) شوم تڼاکې د مجمر سره اوسیږم اوسلو - ناروې
دمرییانو مرییانو ته !
طنز محمود نظری دمرییانو مرییانو ته ! بن غونډې په ټولوکامونو کې یوازې په پښتون ږغ ونه کړ دټولو کامونو یې واوریدل یوازې دپښتون ږغ یې ستغ نه کړ دا شین ګلبڼ یې په ډیرو زهري ځوزانو ډاګ او دشته کړه دپردو لوچکانو او غلو په ضد ویده ولس ان یو وغ ونه کړ اصلي افغانان له اړه دوه ډوله سوه کم اصل او اصل اول یې د سرو زرو قفس ته په ننوتو ان چغ بغ ونه کړ دویم یې هغه د لوي اختر بې غوږه حلاله قرباني سوه چې دقصاب د تیرې چړې په لیدو یې ان یو بغ بغ