د بدو زيری

زمونږ د کلی له  شنو درو

له شنو باغو،نه

شنه طوطيان والوتل

څه يې هلته، څه يې دلته

څه يې نن، څه يې پرون

والوتل

اوس نو يوازې

.زمونږ د کلي

 په کلاګانو

تور کارغان چغيږی

اوپه هره ورځ

راته

د بدو، بدو زيری راوړی.

١٣٧٤ ل کال _ کابل