وختونه نننی دی او خيالونه پرونی دی
د امونه نوی شوی او چالونه پرونی دی
ته نن ګوری سبا کې، زه سبا ګورم پرون کې
سبا کاذب سبا دی، ماښانونه پرونی دی
کله سور شی، کله تور، کله سپين شال راپه سر کړی
رنګو نه ټول بدل دی او شالونه پرونی دی
دا شرنګ د بنګړونه دی چې له ورايه  غوږ ته رسی
زولنې دی د وختونو، زندانونه پرونی دی
د ژوند شيبی مو ژاړی دمرګونو په در شل کې
سلګی سلګی وطن دی ټول در دونه پرونی دی
دا خپل مو پر دی شوی په پردو کې مو خپل نشته
د وينو سوداګر دی، بازارو نه پرونی دی
د وير باران وريږی (زهير) زړګی په کور کې
دسترګو له ګودره سيلابونه پروني دی