د هيواد بيا رغاونه کې
زموږ د ملی عايداتو منابع
د اوږدې مودې جګړو افغانستان په يوې کنډوالې بدل کړی ، د بيا رغاونې له پاره يې له هرې لارې بايد هڅه او هاند وشي . زموږ د ملي اقتصا د د بيلابيلو څانګو بيا رغاونه که له يوی خوا بهر نيو مرستو او کومکونو ته اړتيا لری نو د بلې خوا د کورنيو عايداتو په سمباليت او زياتوالی پوری هم تړلی ده . ځکه موږ نه شو کولی چې د هيواد په بيا رغاونه کې يوازې په بهرنيومرستو تکيه وکړو. موږ بايد خپل ظرفيتونه تشخيص او ومومو او د هغو په کار اچونه کې له پوره پوهې او زيرکۍ نه کار واخلو . د بهرنيو مرستو په اړه د توکيو او برلين په کنفرانسونو کې زياتې ژمنې شوي خو د خپلو ملي عايداتود سمبالښت له پاره تر اوسه کوم ځانګړی پلان تر لاس لاندې نه دی نيول شوی .
پوښتنه داده چې ايا موږ خپل ظرفيتونه لرو ، که لرو يې نو کوم او چيرته دي ؟
د دی پوښتنی په ځواب کې بايد ووايو چې يو خو ښکاره او څرګنده منابع دی لکه: ګمر کی محصولات، د منقولو او غير منقولو جايدادونو ماليه ، ټکس اماکن، ټکس ټرانسپورت او داسی نور. خو د دې منابعو په څنګ کې داسی منابع هم شته که ورته پام واړول شي نو په ډيره لږه پانګه ورنه ډير څه لاس ته راتلی شي ، زه په دی مقاله کې هڅه کوم چې يوازې د بيلګې په توګه د يو څو منا بعو يادونه وکړم
ښاري پارکونه:
د نړۍ په زياتو ښاری نقشو کې، تر هر څه د مخه د هغه ښار د اوسيدونکود ساعتيری او خوښۍ له پاره ځای په ځای پارکونه په نظر کې نيول کيږی. خو له بده مرغه زموږ د هيواد په ښاری نقشو کې دغه ټکی ته پوره پاملرنه نه ده شوې. همدا اوس زموږ د پلازمېنی کابل په ټول ښار کې دری پا ر کونه لرو :
يو دوزير اکبر خان مينی پارک ، د زرنګا، پارک اودريم يې د نوي ښار پارک دی . په داسی حال کې چې د ښار په نورو برخو لکه : خوشحال مينه، احمد شاه بابا مينه، رحمان مينه، سيد نور محمد شاه مينه، د خير خانۍ مينې په لومړی، دويمه او دريمه برخه کې هم دا ډول پارکونه بايد موجود وای. خو داچې نه شته دا زموږ بدمرغي ده . په هر حال که همدغه درې پارکونه هم د خلکو د ساتيری له پاره په عصری توګه په بيلا بيلو وسايلو لکه د ماشومانو زانګو ګانی، ټالونه، ريل ګاډی او نورو سپورتی وسيلو مجهزواو سمبال کړو او په هغو بيا حد اقل ټکس ولګوو څه فکر کوی چې د هر پارک ورځنی عايدات به سلګو نو زرو افغانيو ته ونه رسيږی، ايا زموږ د کورنيو ملي عايداتو يوه لويه برخه به پوره نه کړي ؟
طبعاً ځواب يې مثبت دی. اوښاروالۍ کولی شي دغه ډول عايد په ډيره کمه پا نګه نه يوازی د کابل په ښار کې بلکی د هيواد په بيلا بيلو ولايتونو کې تر لاسه کړي . فرض کړو که دولت د دې کا ر له پاره په اوسنی وخت کې د اړتيا وړ بوديجه نه لری، نو بيا خو کولی شی د ملی سوداګرو سره تفاهم وکړی او د يوه ټاکلی قرار داد له مخې دغه پارکونه هغوی ته په اجاره ورکړی.
د منرالی اوبو چينې:
له نيکه مرغه د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کې د ( شفا بخښونکوچينو) په نامه زياتې چينې شته او د دودويزو روايا تو له مخې ويل کيږي دغو چينو ته دوعا شوې او د اوبو څښل يې هم ثواب او هم د راز راز ناروغيو د درملنې له پاره زياتې اغيزمنې دي . د طبي څيړنو له مخې منرالي اوبه د بيلابيلو ناروغيو لکه : روماتيزم ، د مفصلونو پړسيدل د ينې يا ځيګر التهاب ، د معدې التهاب ، د کولمو التهاب ، د زړه ناروغي ، د پوستکي ناروغي ، نسايي ناروغۍ ، اګزما ټپونه او داسې نورو په علاج او درملنه کې موثره اغيزه لري . له دې امله منرالي اوبه د طبي يا معالجوي اوبو په نامه هم ياديږي .
زموږ په هيواد کې د کا نو او صنايعو د وزارت د اسنادو په حواله څه نا څه ١١٢ د منرالي
اوبو چينې ثبت شوي .چې عموماً دا چينې د هندوکش، بابا او پارا پاميزاد د غرونو د لړ يو په امتداد پرتې دي. په دې جينو کې يوه د هم (( چشمه شير)) چينه ده چې د پلخمري د غوری سمنټو فابريکی شما لي لوری په يو کيلو متری کې موقيعت لري. اوبه يې زيات منرالونه او د تودوخې درجه يې هم زياته ده. بل مشهوره چينه په هرات کې د (چشمۀ اوبې) په نامه ياديږی، دريمه مشهوره چينه د کابل پلازمينی ته نږدې د استالف چينه ده. د دې چينی اوبه د بيلا بيول لابراتواري تجزيو له لارې معلومې شوي چې ډيرې په زړه پورې دي.
په افغانستان کې له منرالي اوبو څخه ګټه اخيستنه ډيره کمه ده چې د هروګړی په سر (٠،٠٠٠١) ليترته رسيږی، په داسی حال کې چې اړتيا ورته له حدنه زياته ده.
نو که چيرې اړونده موسسه د همداسې چينو پر غاړه يوه فابريکه جوړه کړی، چې اوبه يې په بوتلونو کې بندې او د هيواد نورو برخو ته دخرڅلاو له پارهوليږدول شي.،څه فکرکوی چې عايدبه يې څومره وي ؟
راخی داځواب د پخوانی شوروی اتحاد د متخصيصنو له خوا په يو ې طرحې کې ولټوو. روسي متخصيصينو د استالف د چينې پر غاړه د اوبو د بوتل بندۍ د فابريکې د جوړولو طرحه په دوو وريانتو نوکې وړاندې کړې وه :
١_ په کال کې د ٥٠ زره بوتلو نو ډګيدل.
٢- په کال کې د ٥ ميليونو بوتلونو ډکيدل
د لومړی وريانت لګښت د هغه وخت د افغانيو د ارزښت له مخې ١٧،٣ مليونه افغانۍ اټکل شوې وه. ګټه يې په کال کې ٢،٣ مليونه افغانی وه. د يو بوتل د اوبو قيمت ٤،٦١ افغانی اټکل شوی و.
په دويم وريانت کې د دې فابريکی لګښت ٢٥،٧ مليونه افغانی و او کلنی ګټه يې ٨،٤٦ مليونه افغانی او د يو بوتل اوبو قيمت ١،٤٩ افغانۍ اټکل شو ی و. د دواړو وريانتونو د پرتلنې څخه معلوميږی چې دويم وريانت اقتصادی او کلنۍ ګټه يې هم زياته وه .
لنډه دا چې په افغانستان کې دغه ډول د طبی او صحی اوبو چينی خورا زياتې دي چې خلک په اسانۍ سره کولی شي د سيمه ايز ټراسپورت په وسيله هغو ته ځان ورسوي او د بيلا بيلو مقاصد و له پاره ترينه ګټه واخلي . نوری مشهوری چينې يې په دی ډول دي:
چشمه حيدر--- د کابل لويديځ ته په اونخی باغبانان کې
سلطانپور----- د جلال اباد په جنوب لويديځ کې
چشمه شير--- پل خمري کې
چشمه دره کالو- دباميان په جنوب کې
چشمه بهلول صيب __ په غزني کې
چشمه شفا – په مزاری شريف کې
د پورتنيو يادوشوو چينو سره زيا تره عام خلک بلد دی خوله بده مرغه لکه څنګه چې اړتيا ده، هغسی ګټه ورنه، نه اخيستل کيږی. که چيری د توريزم اداره، د عامې روغتيا وزارت او د کانو او صنايعو وزارت دغه اسانتياوې برابری کړی، پوره باور لرم چې زموږ د ملی عايداتو په ز ياتوالي کې به ستره ونډه ولري. په دې اړه زموږ وړانديزونه دادي:
١_ کانو او صنايعو وزرات دی د ټولو تودو او کانی اوبو موقيعت يعنې د اړونده ښارونو سره دهغو لريوالی او نږديوالی تثبيت او د نقشو پر مخ دې چاپ کړي ..
٢_ د چينو د منرالي اوبو خصوصيات او ځانتګړتياوې دی تثبت او د هر چېنی په اړه دې پوره معلومات وليکل شي تر څو خلک که د هيواد د ننه دی او که بهرله هغو نه خبر او ورسره اشنا شي .
٣_ اړونده ادارې دي د ټولو منرالي اوبو په اړه خبر تياوې او پا مفليتونه چاپ او خپاره کړي.
٤_ د تودو او طبۍ اوبود چينو په غاړو کې دي د موقتی استوګنې سهولتونه او اسانتياوې برابری شي تر څو خلک ورنه ګته واخلی او بې ځايه ضايع نه شي. دځنو مشهورواو ښار ته نږدې چينو په غاړو دې داسې منظمې اوعصری ودانۍ جوړ ې شي، چې د کيناستلو، منيځلو او لمبلو له پاره مناسب ځايونه ولري د لريو سيمو نه د راتلونکو سيلانيانو له پاره دې د استراخټ ځاينونه هم په پام کې ونيول شي.
٥_ د سيمی ډاکټران بايد د دغو اوبو د ځانګړتيا وسره بلد شي ، څو بيلا بيل ناروغان همدغو چينوته د تداوې له پاره وليږي ..
په پاې کې ويلی شو که په هيواد کې د منرالي اوبو چينو ته سمه پاملرنه وشي په پوره باور ويلی شم چې زموږ د کورنيو عايداتو زياته برخه به په ډيره لړه پانګه بشپړه شي .
د قيمتی کاڼو کانونه :
په افغانستان کې د قيمتی کاڼو خو را پراخه زيرمی شته چې له هغی جملې نه : د پنچشير د زمردو کانونه، د جګدلک د ياقوتو کان د بدخشان د لاجورد و کانونه، د کونړ د بير چو او تورمالينو نو کانو نه او داسی نور د يا دونې وړ دی.
له بده مرغه دغه ټول کانونه د جګړی په کلونو کې د جنګ سالارانو په منګولو کې و او ټول يې په غير فنی توګه کيندل او ګټه يې د اشخاصو او بانډو نو په جيبو نو کې لويدله. تر اوسه هم په دغو کانونو د حکومت پوره واک نه شته او د پخوا په شان په غير قانوني توګه را ايستل کيږي اوبيا په بهرنيو هيوادونو کې پلورل کيږي . نو که چيری زموږ دغه ملی سرمايه په سمه توګه وکارول شی زه په پوره ډاډ ويلی شم چې د هيواد انکشافی بو ديجې په سلو کې د ٦٠-٧٠ برخه د همدغو توکو د خرڅلاو څخه په بشپړه يدلی شي.
کرنی په برخه کې:
زموږ هيواد بيلابيل ولايتونه د خپل اقليم او اب هوا له مخې د بيلا بيلو زراعتی توکو د شنه کيدو استعداد لري. د مثال په توګه: ننګرهار ولايت اب هوا سوپ تروپيک ده. په دی سيمه کې د نورو د زراعتی توکو په پرتله مالټی، ليمو، زيتون، سنترې... په ښه ؛ډول نشو ونما کوی. نو په کار دي چې د پورتنيو يادوشويو ميوود باغونو جوړولو ته پاملرنه وشي او په دې برخه کې بزګران داسې وهڅول شي چې دهغو د محصلولاتو د خر څلاو له پاره د هيواد دننه او بهر مارکيټونه پيدا او و لټول شي .
د هيواد په جنوب لويديزو سيمو لکه هلمند او نور ګاونډو سيمو کې بايد د غنمو کر ته پاملرنه وشی،هغوي ته اصلاح شوی تخمونه ورسول شي.تر څو بزګران د لږې ځمکې څخه ډير محصولات تر لاسه کړي .
د هيواد په شمالي ولايتونو کې د پنبې کرلو ته ځانګړی پاملرنه وشی، ميدان، کابل لوګر په سيمو کې د مڼو ار انګورو د باغونو جوړولو ته دې پوره پاملرنه وشی. په دې ډول بايد ټول هيواد د زراعتي توکو د ښه شنه کيدو د استعداد له مخې زون بندي شي او په هره برخه کې له هغو مرستو څخه چې له بهره راځي يوه برخه يې بزګرانو ته ورکړل شي ، په پوره ډاډ ويلی شم چې ډير ژر به افغانستان د زراعتي محصولاتو له پلوه په خپل ځان متکي شي .او دا کار د مرحوم داود خان په وخت کې په ښه توګه تر سره شوی
و . د دی موضوع د وضاحت له پاره يوه بيلګه وړاندې کوو:
کابل ته د مجاهدينو د راتګ سره سم د کوکنارو څخه لاس ته راغلی اپين قيمت ډير راټيټ شو چې تقريباً يو کيلو يې په ٢٠٠٠ کلدارو خر څيده.. خلکو د کوکنارو په ځای د پياز و کرلو ته پاملرنه وکړه.او په ټنو نو ، ټنونو د پيا زو حاصلات يې تر لاسه کړل چې ګته يې داپين څخه څو چنده زياته وه. خو دا چې مارکيټ يې نه درلود ډير ژر يې خپل ازرښت له لاسه ورکړ او بز ګران د زيات تاوانونو سره مخامخ شول. نو که چيری د هغه وخت حکومت په چټکی سره د خيلج ، هند ، پاکستان او يا په نورو هيوادونو کې دپيازو له پاره مارکيټ پيدا کړی وای، زه په پوره باور ويلی شم چې د پيازو د صادراتو له پلوه زموږ د ملی عياداتو يوه زياته برخه به د خارجی هيوادونو څخه تر لاسه شوی وای، او هيڅکله به بيا خلکو د کوکنارو کر ته زړه نه وای ښه کړای
.لنډه دا چې زموږ هيواد خپلو ملی عايداتو د زياتوالي له پاره دغسې ډيری په زړه پوری زمينې او ظرفيتونه لری خو شرط يې دادی چې داړونده اداروله خوا تشخيص او وپيژندل شي. او دا ګار هغه وخت په ښه توګه تر سره کيدای شی چې د حکومت په چوکاټ کې د فنی او مسلکی ادارو په سر کې پوه، مسلکی او د وطن په ابادی مين خلک مقرر شي. وطن يوازی په ټوپک ، پيسو او مصلحتونو نه جوړيږی. دوطن ابادي د پوه او متخصصوکسا نو په ابتکا ر او سازماندهۍ پورې اړه لري .