راليږونکی :حفیظ الله خالد
د راليږونکي پته :hkhaled@chello.at
نيټه : 22-05-2008

زما آرمان

هغه ورځ به په وطن کی کله راشي
چه خفه ورونه یو بل سره پخلا شي


نه دا جنګ، نه ورور وژنه ، دښمني وي
هر یو پرانیزی غیږ بل ته خواپخوا شي


زړونه یو شی ،هیلی یو، دردونه یو شي
یو د بل زخمو ته پټي شي ، دوا شي


د ویرغم کمپله ټوله شی وطـــن نـــــــــــه
د ژړا په ځای په شونډوکی موسکا شي


مهاجر ورونه مو راشي خپل وطن ته
د هجرت توره شپه ختمه شي صبا شي


په هرګوټ کی رغاونه آبادي وي
دا وطن نورهم سرلوړی په د نیا شي


پخواني ویاړونه بیرته را ژوندي شي
یو ځل بیا هیواد مو تاج د ایشیا شي


ننګرهار باغونه بیا ډک شي له خلکو
د پغمان او استالف میلی دور بیا شي


افغانان که د وحدت لاسونه ورکړي
د دښمن پلانونه واړه به رسوا شي


د خالد آرمان به هله بیا پوره شي
چه وطن کی د تیارو پسی رڼا شي


حفیظ الله خالد ویانا ۲۰۰۸/ ۵/ ۱۸