شين خالۍ

چه په خوا کې می جانان هم را سره وي
داسی ښکاری ټول جهان چې را سره وي
د غمونو او دردونو بار می سپک شي
شين خالي زلفی ماران چې را سره وي
هسی عطرو په خوشبيو کی معطر شم
لکه مشکو لوی کاروان چې راسره وي
چې  د شوڼدو جام يی واړوم په سر کی
شم بيخود لکه شيطان چې را سره وي
چې د زلفو سايه بان لاندی يی پروت يم
باک می نشته که باران هم راسره وي
زه خالد ديار په مينه مستانه يم
اتکړي که د زندان هم را سره وی

حفيظ الله خالد / عمان / ۱۹۹۳ /۳ / ۲۱