د مينې سودا

د ويرله چم نه

د زړو نو ښار ته لاړم

چې وکړم هلته به زه

                      يو څه سودا د مينې

د ارمان په کوڅه سر شوم

د اميد کو څې مې جاڼ کړي

ژړا ډيره، خندا نه وه

ګيلی وی، غمو نه ډير وو

زړونه ټول  له غوښې جوړوو

خو په کی نه وه زما دمينې مينه

نو ځکه تشه ځولۍ

                         دغم کاله ته راغلم.

 

(د مرحوم ننګيال د مړينی په ياد)

 

زمزمه

ورځ وه، رڼا ورځ وه

يوه بريښنا شوه

يوه پړکا شوه

شين اسمان

له غمه سور شو

چا ويل څه دی؟

ما ويل څه دی؟

هر چا ويل چې څه دی؟

د بوډی د ټال له نوره

زمزمه را پورته شوله

اسحاق مړ دی

ننګيال مړ دی

تاسولا نه يې خبر!؟


  

لکه د خاورو څلی

زمونږ د کلی

د لويې لاری په سر

يوه تنکی، پوه پيغلوټی

ځوانه، ځوانې کې

کونډه شوې ونه

ده ولاړه خړه پړه

لکه دخاورو څلی

لکه دخټو برجګی

هر سپور چې په دې لار

تيريږی

يو موټی خاورې

يو لپه دوړې

د دې په سر وروی

خو نه پوهيږم

چې په کومه سزا؟

زړه کې يې ډيری ګيلی

په خوله هيڅ نه وايی

خو څه چې وايی

هغه زړه کې وايی

لويه خدايه! لويه خدايه

يو باران د رحم وکړی