غزل

نــــــــــن يو په کـــــــاڼـــــو ولـــــــی، سبـا بل په کاڼو ولی
پــــــر دی دلـته راغلی دی، ټــــول خپــــــل په کاڼو ولی
د مرګ سوداګر ګرځی، ژوند د مـــــــــرګ په بيه اخلی
د ژوند پيغــــــــــلی شيبې مو د اجــــــــــــل په کاڼو ولی
د حسن ډيوی مــړی شوې، د پی مخو کاروان بار دی
بد رنګو لار نيـــــــــــولی شين کـــــــــــــابل په کاڼو ولی
د مينې کچــکول مات دی، ګـــــــــــــودر غاړه سپير ده
ياغی شاعـــــــــــــر ته ګوری چــــــــــې غزل په کاڼو ولی
د زخمي وطن ملګرو وار خطــــــــــاه ګوره چــې نه شی
(( زهير )) مقتل ته لاړو چې قاتــــــــــــــــــل په کاڼو ولی