شعرونه
د واټن باور
د واټن باور ځینې باور لري: د رڼا او تیارې، ځمکې او اسمان، پوهې او جهل، ترمنځ واټن دومره زیات دی چې اندازه کول يي ناشوني دي. خو حقیقت کې، دواړه لکه د یوې پاڼې دوه مخونه سره نښتي او بېلول يي ناشونې دي! د ۲۰۲۴ کال د سېپټمبر ۱۱ مه سرلوڅ مرادزی
د خیبر جرګه
د خیبر جرګه چیغه د پاڅون ده په افغان د لروبر جوړه چې جرګه د پښتنو شي په خیبر ستونزې پښتنو تل په جرګو سره حل کړې دي زیری د بري دی د افغان په لوی ټبر نه وینمه تاب يي هیڅ د سیمې حریفانو کې کله چې ولس ټول شي د افغان په یو ټغر کرښه د بېلتون د پښتنو په منځ کې حذف بوله ځکه غوغا جوړه په پنجاب ده په لاهور ګډ يي برخلیک ګډ يي تاریخ یو يي منزل دی نه شي بېلېدلای له کابله پېښور تن دی یو وجود دی یوه وینه یوه سا ده بر مې د زړه سر دی کوز ټوټه ده د ځیګر یادوو
دصوفي اوملاشخړه
صوفي اوملادرلود پخپل کړوکي لوی توپیر یـوباطـن بـالـه بــل ظاهــــربـــالـه عزیـر صوفي وایي دی یقین په زړه نه په قول دبنده چي په زړه ئې باورنه ووبندګي نه ده په تقریر ملاوایي په باور د زړه پوهـيـږي څـوک اقـرارئې د خـولي اروي په شرعه دل پذیـر غـزالي ئې جـوړه وکـړه دظـاهراودباطن ایمان: ویل په خـوله منل په زړه دي دحقـیر مـلااوصـوفي دواړودغـزالي خـبره ومنل پـرظاهراوپرباطن سوه سره جوړبېله توپیـر عزیرمانا(صحیح)او(ښه)
کفاره
کفاره د یو جام نیشه به څه وي که نیشه غواړي ټول خم څښه که دې کیف د میو خوښ وي په ملتیا يي د صنم څښه له غروب څخه يي پیل کړه تر سهاره يي پیهم څښه که ماښام در نه قضا شول کفاره يي صحبدم څښه د میخورو په دستور يي په شعار د ټول عالم څښه کله کله په ماښام کې «مرادزي» سره پیک هم څښه د ۲۰۲۴ کال د اګست ۲۲ مه مرادزی
شمس اومولانا
ویل شمس ومولاناته په تیاروکي سته هم ژوند سراسري سپینه ورځ کي چي رڼاده ښکاري ټول زري هم نازري راسه ما سره تیاروکي د بې وزلــو خــوار جــهــان تـه کــوم کـس چـي پـه رڼـا کي ځـي تــیــارې تـه کـله دَريّ تــه چـــي پخـپـل ډب اوپـه سـامـان اولــوړمـقـام کي ئې خــبـرنه ئې په اړمـن چي په تـیاره کي څه روزګارلري که کوم ځواب ورکړی مولانا هغه پاته په هجره کي دی شمس مـیـن کـړی مـولانا پخـپـل افسـون ویـلـو ګوهـري سـو مــولانا مـیـن پـرشمس هـم پـاتـه پـه تـیـارو کي شو دی
نعت
تـه ئې خـتـم دـنبـوت ای خـاتـم النبـئېـن الله درکــړی لــوړحــرمت دی په یقـین تـه یـتـیـم اُمي بـې کـسه کـړې الله نـبـي ته ئې کـړې ښونکی داسلام اودخپل دیـن قــران دي معجـزه ده تـرقـیامـته ترابده دا لوړکلام درکړی تاته خالـق العالـمیـن الله کړې ته شافع روزي جزا خیرالبشره په دواړو دَیّنوکي ئې کړې ته سرورین ماویلې ستاستاینه هغه رب چي وه درکړې تـه سـیـدالمرسلـین ئې اولین او آخـرین
ورېځې لمر بلع کړ
ورېځې لمر بلع کړ ښه مې لیدل د ورېځې یو تور غونډوسکی په ډېرې تېزۍ تر لمر راتاو شو په صفا ورځ يي د لمر مخ پټ کړ او رڼا ورځ يي توره شپه کړه! +++ هلته ټولنه کې هم د تورتم یوه توره ډله په چټکۍ راڅرګنده شوه. د ټولنې د روښانتیا ټول وسایل يي پوپنا کړل او روښانتیا يي لکه د لمر سترګه په ورېځو کې ډوبه کړه!
غزل
په سرتور سرچې دعاګانې کوې چاله کوې په نيمه شپه چې ژړاګانې کوې چاله کوې د زړۀ د رنځ حال دې د مخ تېر سري وائي ښکاره د زړۀ په زور چې خنداګانې کوې چا له کوې سترګو کښې روڼ ښکاري طوفان د زړۀ د درد د څړيکو نوره چې کښېنې خنداګانې کوې چا له کوې ګلونه نۀ پرېږدې په بوټو لولکۍ رانيسې د ښآئستونو نه غلاګانې کوې چاله کوې په ځان چې راولې پېريان د هر خالي په ماښام بيا چې نانجاڼې اداګانې کوې چا له کوې ما پرې هم ستړے کړے او ستا هم بنګړي نۀ خوښېږي دا پکښې بله ويناګانې
غزل
په جهان کې نن هیڅوک یکه تاز نشته پر اوږو ناست، د چا ټول عمر باز نشته کاڼي ګوره، د سیلاب مخکې رغړېږي د توپان مخکې اعجاز او مجاز نشته هیڅ یو پېښه بې سببه ژوند کې نشته چې غزني کې محمود نه وای، ایاز نشته(۱) چې نفاق شقاق د خلکو خپل کلتور شي په دا منځ کې څه حاجت د غماز نشته که د پوهې مخنیوی په منځ کې نه وي طبیعت په معرفت کې پټ راز نشته تحجردی چې پر فکر واکمني کړي ځکه خلکو کې د فکر پرواز نشته تورتم ټولې د تنویر لارې تړلي د رڼا لپاره هیڅ منفذ واز نش
هره معشوقه لیلا نه وي
د وینو بریښ کی څه سندره د وفا بیا وایو ولی رڼا د سپینو تورو ته بریښنا بیا وایو کله شي وریځ د بدبختو خپره په زړونو زموږ کله له غمه هر یو ځای ته کربلا بیا وایو شرنګ د پیسو، نازک لاسونو کی خوند نه وینمه ړانده له دوده د بمونو ته بینا بیا وایو هڅی یوازی سفر خوند نه کوي هیڅ ځای ته قسمت وړلي تورو خاورو ته عقبی بیا وایو خالد نظر لري هر وخت په عاشقانو د وخت هر معشوقې ته له ناچاری موږ لیلا بیا وایو پای جولای ۲۷، ۲۰۱۶ کال سمیع الله خالد سهاک مونتری
(د رحمان بابا له کلیاتو نه د طالب او مطلوب او طلب بیتونه!!!)
(د رحمان بابا له کلیاتو نه د طالب او مطلوب او طلب بیتونه!!!) ۰د دنیا طالبان ډیر دي ++ که یی مومي څوک له چا ۰خوی که په دا شان وي دل آزار ستا++څه ښادي به کاندی طلبګار ستا ۰چه امید په عمارت د دې دنیا کا++ دکاغذ په کشتۍ سیر د دنیا کا ۰کوم طالب مطلوب موندلی دی په خوب کښې++هغه څوک چې طلبګار وی څه به خوبکا ۰عمارت په سر د ریګ ې روان کاندی+++هر چه کاندی عمارت په دا دنیا ۰څه سیالي ده برابره +د مطلوب او د طالب! ۰په کې غواړم خال و خط د خپل مطلوب++چه په عشق کښی تصور کړم خپل قلو
زړه ساتنه
که کعبې ته ځم که دیرته زړه به تل ساتم په زړه کي ځکه ځای بېشکه دالله بولم مـالـک دزړو الله دی نـو ئې مه آزاره وه ترهرثـواب ئې ساتل دزړه پورته ګـڼـم دیتیم د زړه ساتنه ګوره عرش سنباله وي دیـتیـم دزړه آزار ورانــه وي نــړۍ یـودم څوک چي لمن وهي آزارته نه پوهېږم ولي رسـولــې نـیـکۍ کـــله ده، آزار وکــم آدم
لاړې
شهید ګیله منه لاړې درزم اوبزم مخوره لاړې دغدار اوظالم بت شکنه لاړې لاړې بهشت دې معتبره! دلرې اوبرې پښتونخوا ستر سنګره کلکه مضبوطه او مستحکمه باشهامته ځوانه ، غیرتمنه ، عزتمنده مېړنی ، توریالی زعیمه او با ننګه لاړې دغه تدبیر دې معتبره! شهیده ګیله منه! ته رښتیا حضرت نعیم وې دپښتونخواه غازی زمری او قیام غبرګون وې ته دافغان بیرغ رښتینی مجنون اومفتون وې دتصمیم ، احساس، سپر او سالار آهنین وې دوزیرو پښتنو دښکلاوو یوسمبول یوبهیر وې شهیده ګیله من
عملیات (عظم استحکام)!
د پښتون برخلیک پښو لاندې چې دل دی پرې واکمنه د پنجاب په نوم مغل دی امریکا په ملاتړ بیا پنجاب ته راغله بیا ټانکونه دي ډرونونه دي اور، بل دی بیا عرب به په ډالرو بار رادرومي جوړ روزګار بیا د خوني او د قاتل دی د نړۍ ترهګر پنجاب ته بیا اشر دی بیا جهاد دی بیا اسلام دی بیا غوبل دی عملیات د استحکام په نوم په لار دي بیا پنجاب دی بیا ډالرو ته چل ول دی څه توپیر د پنجابي او ترهګر نشته بیا د دواړه سره یو ځای کې مورچل دی د امنیت په نوم به بیا پښتون تبا کړي
زړتیا
یاد مي دځـوانـۍ زه بـې هـده ځـورَولـم زړتیا مي زه هېرجن کړم اوسې نه په یادوم ځواني وه یـوبـهارچي سوه راباندي تېر خـزان دپـیـرۍ راغی اوس لوېــږم دم په دم اوس پوهېږم چي ځای مهال راباندي تنګ هېله دچا نسته چي کـوږانـدام به مي کي سـم په ځوانۍ کي وم خدنګ هرلوري ته به تلـم خوله کـنډول مَلا مي کږه اوس دلـکړِسـره ځم په ځوانۍ کي مي هرچاته مرسته رسېدل اوس اړیمه ومـرستي تـه له پښـونه ولـوېـدم داهال د پـیـرۍ ګـوره پرټـولـو به راځي ځوانان دي ځواني لمانځي دا وصیت
خواست
د مهدي په تمه ناست، قومه راویښ شه په قرنو بستر کې ملاست، قومه راویښ شه پاچاخان درنه نهیلی ګور ته لاړه د منظور پښتین په خواست، قومه راویښ شه عملیات د استحکام په نوم توطیه ده دې که نشته کم و کاست، قومه راویښه شه ګیله من په سر به زیات سرونه بایلې پنجابي ته دا ویاست، قومه راویښه شه د ۲۰۲۴ کال د جولای ۸ مه سرلوڅ مرادزی
له هېواد نه تېښته
دغه فکرنه کېده چي غله اوغاصبان دي له ګومله فرارسي مړې سترګي څوړمغزي دي بادارانوته وا دارسي لېویان دپسو پوټکي پرسرکړي رمُوکي ګرځېده په رمه کي ئې کتل اوګرځېدل چي کوم پسه په کارسي دوی خپله هیڅ شی نه دي خوغواړي نورراپاره وي اوس غواړي بیا هېواد کي جنګ اوبې نظمي دي پرلارسي پرالله ئې باورنسته دپخواپه څېر پرامریکا تکیه کوي هغوپه جار ورته ویل جګړه نه کړو، سوله دي اظهارسي په نامه دجهاد او دين ئې قصرونه اوبانکونه ودّرَول دا تصورنه وو چي دملت شته دي ملت بِرّته لارو بارسي
تغییر
په زرګونه بوټي شنه ځمکې له تل شي یو نیم بوټی چې وي ښکلی نوم يي ګل شي میلیاردونه ستوري ځل وهي لا شپه وي ورځ شي هله چې د لمر ستوری په ځل شي فقط لال دی چې په تیږو کې ځلېږي لال به نه شي هره تیږه که صیقل شي په زرګونه پېښې راشي ژوند بهیر کې چې د ژوند بهیر کړي پرې، نوم يي اجل شی په ګلبڼ کې که ګلان تر شمېره زیات دي پکې یو نیم وړ د نجونو د اوربل شي د باران خپاره ډنډوکي بیرته وچ شي هلته خوړ شي چې یو بله سره ول شي بېلابېل جلا وګړی، کله قوم دی قوم شي هل
زمــا ژونـــد نن صبـــا
زمــا ژونـــد نن صبـــا پدی پړاو کی می د ژوند ډیر کړاوونه وینم هڅی یــــــوازی په دې لار کی هیبتونه وینم زوړ یم، آرمـــان لا په زړګی کی ځــوان دی د تــورو زلفو سیوري لاندی الفتــــونه وینم د پردي اور له لاسه ټول افغانان نن تباه شول د نن په اورکی زه وران شوي شنه باغونه وینم لا خو می زړه له تانه نه شلیږي قسم په هروخت له تا نه زار زه دې په اوچولی کی لمرونه وینم ستا له کانسره چی خبر شومه ما ډیر می وژړل انشاالله چی زر بــه ښــه شې زه فالــونه ویـنم ن
دقربانی اختر
دایتیم بیوزلی ولس خو دلمانځلو توان نه لری بدمرغی ده لوږه اوبیکاری ده دسبا بیګاه نه لری دسو نامی څپې را روانې دی ټول هېواد کې دلته هیڅوک دطبیعی پیښې ددرملنې درمان نه لری طالب هسې خوښ دی اختره! تاته پیام نه لری ملګری ملتونه سهار ماښام لګیا دی خپلو کې په ډیره ګدایی کې ستړی شول نور اواز نه لری اوس یو ځل بیا اخترراغی له بشپړ رمزنو سره خو خلک په خېټه وږی دی صبر دی ګام نه لری عواقب دمعاملې دی ګډ وډ سکون دابتکار نه لری اختره بختوره ! بې انصافی به ته څنګه ورکه ک
لری
چین ، روس پاکستان او ایران ها ها لری هم منت کوی هم د انډیوالۍ اشتها لری هم وایی چې تښتۍ له ډګره لیوه راغی! سیمه ایزه لوبه کې تاته ماته پیغام لری کشمکش دی ، رسوایی کې فغان لری نو له دې امله ضمیر خان هم اظهار لری طالب دقدرت شوقی دی خپله لار لری امپراطوری لری امیر لری کوټوال لری عجیبه فضا د اسلام په نوم نا اګاه لری ذهنیت دپوهې نه بلکې الجهل کظلا م لری منی یې او که یې نه منی همدا واویلا لری غنی مټکور بیا شوق د باعزته سولې برملا لری ملت ګونګهً خوله څ
خلقت
دالله خـلقـت ته په ښه ځـیـرسه ته انسان له خاورونه ګلان سي لـه چنجي نه بوراګـان له مړې هګۍ نه سي پیدا ښکلي مرغان د مَـلآ لـه اوبـو نــه خـــلــق کـــړي انسانــان موچۍ کړي په شکېرګني کي عسل جوړ داُوسۍ له خُوّلې نه جوړه وي مُشکِ عَطَران بې مـوره اوبې پلاره آدم ئې کی تکـوین هـم د ځان ئې خـلیفه کی داخارین پرټول جهان ګـوره دې خـلقـت ته لوړ قدرت دی دالله ده څه نـه څه پیـداکوي چي سد ورته حـیـران
د ژوند لار
د زمان سره که ځان دې برابر کړې لا اوس هم ناوخته نه دی چې سفر کړې لویه لوبه دې نن بیا وطن کې پیل ده اوس يي وخت دی چې ځان بچ له دې خطر کړې څو چې خپله ځانته لاره پیدا نه کړې په ناشنا لارو به هر وختې ټکر کړې په جګړو کې کې دې یوازې خپل سر مات کړ خوشې لاپې د مغل او سکندر کړې د اعمار فکر دې نه ګرځي په سر کې خو فکرونه تل د جنګ او د سنګر کړې چې پخپله د بدلون هڅه کې نه يي عبث تمه دې له خدای او پیغمبر کړې نن پاخه مړزان نه راځي اسمان نه لا اوس هم زړو قص
د نېشې سفر
نن مې ډکې پیالې نوش کړې سر په سر بیا ځان مې خلاص کړ د روزګار له شورو شر بیا پر دلدل اس د نیشې باندې ورسپور شوم د اسمان په لور مې پیل کړلو سفر بیا اس په ځغاسته کې په جیګ اسمان کې تم شو چې ډېر لوړ دی د انسان له تصور بیا هلته ښکته شوم له اسه په یو کوړم کې(۱) چې ډېر لوی وو، د دنیا څو برابر بیا کړم تیاره وو چې اټکل يي ناممکن دی نه د ستورو څه رڼاوه نه د لمر بیا زه چې هره خوا د کوړم په تل کې لاړم ومې نه لید هلته هیڅ پل د بشر بیا یو چوپتیا وه، ارامي وه
مرګ
مرګ که څه دژوند کره یوه نېستي ده دغـیـرت مـرګ مي اوچـته سـرلوړي ده لـــوړهـمــت زېـورښـکلا ده دانســان پسـله مـرګې د ډېـوې ځلا او روښـنـي ده ویاړلـی لــوړهـمتی انســـان نــه مـري مړه هغه دي چي ویاړې دبل په نوکري ده خوند کا دمېړه سـره خبري دمېـړاني دبې غیرت سره بې غمي بې پروایي ده