سید عبیدالله نادر
پریشان ژوند
نه پـوهیــږم چې په کـومی خــــــــوا روان یم
چې منــــــزل ته نه رســـــــږم ســــر ګردان یم
وروســـــته پاتي د دنـــــیا له علم و فـــــن یم
ایــستل شــــــوی، مـدنیـت له کــــــــاروان یم
له خـپل حـــال او له ماضی نه خـــــــبر نه یم
په بد حـــال یمــــــه اخــــــته او پریــشان یم
په هــر ځــای کې زمــــــا ویــــــــنه ده تویږي
ښــــــودل شـــــوی نمــــرودانـــو ته ارزان یم
پټ دردونه دي له ځــــانه ســــــــره یې ساتم
خــو د درد و خــاوندانـــــو ته ګــــــــویان یم
د اظــهار ژبه می بــــنده کــــړه حــــــــــــالاتو
ځکــه ګــونګ په هـــــر یــــو ټکي ،او بیان یم
معرفـــت شـمــعی په زړه کـــښي می بلـیـږي
زه په نــور د مــعرفت باندی روښـــــــــان یم
چې د علـم او معـــــــرفت ســـــره خلاف وي
زه و داســــــي حـاکـــــمانــو ته حــــــیران یم
چې ظاهر یې د انســـــــان باطن یې دیو وي
زه له داســــي انســــــــانانــو ګـــــریزان یــم
برخــلیـک باندی مــی، لــــــوبی دي روانـــــي
زه ور ګــورم خـــــو ژوندون ته حراسـان یم
دا چې زه نکــــــته چــیني کـــړم د حـــــالاتو
په دي وجــهه په دردمـــنو باندی ګــــران یم
د تحــقیق بیړۍ رسیـــږي کهـــــــــــکشان ته
زه له ډيرې نا چــــــارۍ اخــته په ځـــان یــم
په چوپتیا می ګوره هیڅ وخت غلط مه شي
زه په خپله خــامــوشۍ کښي یو جهـــان یم
ګنــج د زرو او ګـوهـر می دی، په کور کښي
خــــــو آباده آبادۍ کـــــښي، زه ویـــــران یم
د هر چـا د درد احساس په خپل وجود کړم
ځــکه هــــر چـــاته تر ډيــــــره مهـــــربان یم
په فـــانی ژوند مـــــی زړه هیـڅ نه دی تړلی
چـــې فــــنا په نرې تار کــــښي آویــزان یم