دریمه برخه
اسلام اباد کې ناست پوځي ــ سیاسي لوړپوړي واکمن په دې اند دي، که د نورو صوبو لکه پښتونخوا، بلوچستان او تر یوه بریده د سند ایالت ولسونه هر څونه ناراضه وي؛ خو چې پنجاب ایالت او قوي پنجابی پوځ ولري؛ پاکستان ته خطر نه شي پېښېدای او امنیت یې ډاډمن دی. بلخوا دوی انګیري، سره د دې چې پاکستان د جنوبي اسیا په داسې سیمه کې پروت دی چې ګاونډ او شاوخوا یې د انګلیس سره په تاریخي لحاظ او امریکا سره د پوځي یرغلګرو سیاستونو په لامل ښې اړېکې نه لري؛ د امریکا په پوځي، مالي او سیاسي ملاتړ ډډه، بویه د دوی امنیت په دایمي توګه تضمینولای شي او په کور دننه د ولسونو ملاتړ ته اړتیا نه ویني.
دې درې ګونو فکټورونو یعنې په کور دننه په پوځ او پنجاب ډډه او په بهرني فکټور کې د امریکا ملاتړ؛ دا واکمنه کړۍ د لیونتوب دې برید ته رسولې چې د خپلو نورو ایالتونو د ولسونو، د ګاونډیانو او د سیمې د هېوادونو غوښتنو او ګټو ته شا کړي!
بلخوا د خپلو ولسونو سره شخړه او جګړه؛ د ګاوڼډ او سیمې سره دښمني او د ستونزو د حل لپاره په زړو او ناکامو سیاستونو ډډه او کودتاوې، پنجاب د ژغورنې پرځای، په ګړنګ کې د لوېدو په لور روان کړی.
د پاکستان په اساسي قانون کې د نومبر د ۱۲ مې نېټې ۲۷ تعدیل یا ( Institutional Coup) د پخوانیو کودتاوو یوه نوې لړۍ ده.
د پنجاب پوځ له مخکې هم د نړۍ په لسو سترو پوځونو کې شمېرل کېږي. دا پوځ شاوخوا ۶۵۰ ــ ۷۰۰ زره فعال پوځیان لري. د اسراییلو په ګډون د نړۍ له اتو اتومي وسلو والو هېوادونو څخه یو هم پنجاب دی. پر دې سربېره د عصري وسلو، ټانکونو، جنګي الوتکو او توغندیو پرمختللي سیستم لري.
پاکستان ته په ۲۰۰۴ کال کې د امریکا له لوري د MNAA (Major Non-NATO Ally) ځانګړی مقام هم ورکړل شوی. پنجاب، امریکا سره په دې پوځي پيوستون کې وسلو، پوځي روزنې او ډول ډول همکاریو ته لاسرسی لري.
پوښتنه دا ده چې د دومره ډېرو وسلو، لوی پوځ او امریکا سره د یو ډول پوځي پیوستون سره سره پنجاب ولې وارخطا دی او له پوځي کودتاوو لاس نه اخلي؟
لامل یې څرګند دی. پنجاب په کور دننه د ولس سره په شخړه او جګړه اخته دی او د ګاونډ سره د انګریز او اوس د امریکا د ګټو لپاره، د اړېکو په تاوتریخوالي او کړکېچ کې ښکېل دی.
په کور دننه د پښتونخوا، بلوچستان، د سند ایالت او د پنجابي کشمیر ولسونه پخپلو سیمو سیاسي خپلواکي او ازادي غواړي. دا ولسونه په خپلو شتمنیو، زیرمو او وسایلو خپل واک غواړي. د پاکستان د ملي بودیجې چې د پنجاب ایالت د واکمنو او د پنجابي پوځ لاس کې برمته ده، عادلانه ویش غواړي.
دوی د پنجاب دومره لوی پوځ او د هغه نامعلومه او ګیچ کوونکو لګښتونوته اړتیا نه ویني. دوی د بېکارۍ پرځای، کار او د جګړو پرځای سوله او امنیت غواړي. ولسونه په کور دننه ارامي، هوساینه او امنیت غواړي او دوی هم د نورو غوندې بلاخره (روټي، کپړه اور مکان) غواړي. همدارنګه د ګاونډ او سیمې د ولسونو او هېوادونه سره دوستي، ښې اړېکې او په روغه ګډ ژوند غواړي.
په پښتونخوا کې د منظور پښتین په مشرۍ PTM او نور ملتپال پښتانه که په تنظیمو کې دي او که خپلواک، د پنجابي شوونیزم، نظامیګرۍ او د برتانوي ــ هند ډوله بهرني سیاست په وړاندې په سیاسي دریځ او هم په نظر کې یو او متحد دي او ځوانان یې په مرچلو کې اماده ناست، د خپلو ملي ګټو څخه یو قدم نه په شا کېږي.
په بلوچستان کې هم د بلوچ لیبریشن ارمې (BLA)، بلوچ ریپبلکن ارمې (BRA) او بلوچستان لیبریشن فرانټ(BLF) خپله خاوره په پنجابي مزدور او اجیر پوځ تنور کړی.
د پاکستان لبیک تحریک او جماعت الاحرار د غزې او فلسطین په وړاندې د پنجاب او اسراییلو د ګډ سیاست په وړاندې هم وسلې ته لاس اچولی او پنجابی پوځ یې وارخطا کړی.
خو اسلام اباد د کورنیو ستونزو د عادلانه او په سوله یزو لارو د حل پرځای، د ولس په وړاندې وسله کاروي او جګړې ته یې مخه کړی. دا وروستۍ کودتا یې هم د خپل ولس څخه د سخت غچ لپاره ترسره کړې.
د ګاونډي افغانستان، پر ملي حاکمیت پوځي تیری کوي او خپل هوایې حریم یې امریکا ته په واک کې ورکړی چې پر افغانستان د الوتکو او ډرونونو ګزمې جاري وساتي. په کور دننه یې داعش ته پنا ورکړې چې په پښتونخوا او افغانستان کې پوځي عملیات تر سره کړي.
اسراییلو سره په ګډه غواړي په غزه او فلسطینیانو پوځي عملیات وکړي. د عربستان سره یې امنیتي تړون لاسلیک کړ چې خپل اجیر او مزدور پوځ د خپل ولس له ځپلو سربېره د نورو وسلونو د ځپلو لپاره وکاروي.
غواړي د اسراییلو په مشرۍ او د امریکا په ملاتړ د ابراهیم تړون غړی شي، چې په دې پلمه د سیاتو پخوانی بدنام تړون بیا راژوندی شي.
پنجاب چې د امریکا او انګریز او تازه د اسراییلو د ملګرتوب له خبېثې کړۍ جلا نه شي او د ګاونډ او سیمې هېوادو سره خپلې اړېکې ونه رغوي؛ هم به په کور ددنه د خپل ولس سره لاسو ګرېوان وي او هم به د سیمې سره په شخړه او جګړه کې ښکېل وي او پنجابي کودتاووې یې له حتمي زاوال څخه نه شي راګرځولای!
پای
د ۲۰۲۵ کال د نومبر ۱۹ مه
سرلوڅ مرادزی