افغان وګړي د غنمو د کرکیلې او اوړو د تولید لپاره له ډېر پخوا راهیسې بېلابېلې وسیلې کارولي دي. ډېری کورنیو به د غنمو د کرلو پر مهال دوه جوړه غوایان لرل او ځمکه به یې پرې قولبه کوله، خو داسې خلک هم وو، چې له دغو امکاناتو بې برخې و او خپلې کروندې به یې په یُوم یا بیل چمتو کولې.
خلکو به، چې د غنمو او جوارو حاصلات واخیستل، نو د اوړو کولو لپاره به یې اوبه ییزو ژرندو ته ور وړل. په هغو سیمو کې، چې ژرندې نه وې، خلکو به له نورو ابزارو ګټه اخیسته او غنم به یې د ډېرې ستړیا په بدل کې میده کول. په یوه ورځ کې د یوې بوجۍ غنمو میده کول یو ډېر سخت کار و.
په هغو سیمو کې، چې ژرندې موجود وې، خلکو به د ژمي د راتلو په موسم کې خپل غنم پاکول او ژرندو ته به یې د میده کولو په پار لېږدول. د بار وړلو لپاره زیاتره وخت له خرو استفاده کېدله، ځکه هغه مهال نور ټرانسپورټي وسایل نه و. زیاترو خلکو به یوه ورځ مخکې ژرندې ته تلل، د ژرندهګړي څخه به یې نوبت اخیست او بیا به یې غنم پر خرو بار او ژرندې ته به روانېدل.
ژرندې معمولاً دوه یا درې ډُولونه لري او د ویالې پر سر جوړېدې. د ویالې په پورتنۍ برخه کې به د اوبو د راټولېدو ځای جوړېده او له هغه ځایه به اوبه په ناوې کې د ژرندې لاندې تېرېدې. د اوبو په زور به پورته تېږه تاوېده او لاندې تېږه به ټینګه خښه وه. د ډُول جوړښت د یوې نیم کنده په څېر و؛ درې دیوالونه یې لرله او مخه یې خلاصه وه. غنم به د ډُول پر سر تویېدل، له یوه سوري لارې به د تېږې مینځ ته راښکته کېدل او د دواړو تیږو تر منځ به میده کېدل.
ژرندهګړي به د غنمو له مالک سره یو ځای غنم ډُول ته پورته کول. کله چې اوړه تیارېدل، هغه به په لاسي راشپېل راټول او بیا به یې په جوالونو کې ځای کړل.
ډېری کورنیو به له یوه تر درې خروارو پورې غنم اوړه کول، چې په ډېر بار لرونکو کسانو به دا کار دوه یا درې ورځې وخت نیوه. د ژرندې پراخه احاطه کې به خلکو خپل نوبتي غنمو جوالونه کېښودل. د ژرندې په یوې برخه کې به یو نغری بل و، چې خلکو به پرې د شپې ځانونه تودول او خپل خوراکونه به یې پخول. ډېری خلک به له کوره په کټوې یا دیګ بخار کې د لاندې ښوروا له ځان سره راوړله.
ماشومان به په ډېره مینه له خپلو پلرونو سره ژرندې ته تلل. هغوی به د نغري ترڅنګ ناست و، له سړې هوا خوندي و او د پخو شویو پتیرو به یې خوند اخیستل.
کله کله به دومره شدید یخ راتلو، چې د ژرندې اوبه به یخېدې او تیږه به نه تاوېده. خلکو به تر هغه وخته انتظار کاوه چې یخ وېلې شي او دې حالت ته به ویل کېده، چې ژرنده قیل شوې ده.
کله، چې به اوړه تیار شول، د کلي ځوانانو به د اشر (ګډ کار) په نوم خره ژرندې ته بوتلل، د اوړو جوالونه به یې پرې بار او په څو پېرو به یې اوړه تر کوره انتقالول.
اوس هم په ځینو لرو پرتو سیمو کې، چې اوبه لري اوبه ییزې ژرندې شتون لري، خو ډېری خلک نور په هغو کې اوړه نه کوي. یوازې لږ کسان، په ځانګړي ډول د جوارو اوړه کوونکي خپل جوار ژرندو ته وړي. نور خلک د عصري، برقي او ډیزلي ژرندو له امله په خپلو کورونو کې په ډېره اسانۍ سره اوړه میده کوي.