پاک د پهلوي ژبې لفظ او مانا ،سپېڅلی ،سوچه ، سوتره ، د هر چرک-خيرنتوب او ناوليتوب نه فارغ ته ويل کيږي او ستان د ځای ،مکان ،وطن او د جغرافيايي برخې مانا لري .
په نړۍ کې د هر هېواد نوم تر خپل شا يو تاريخ ، د تسميې وجهه او د ځينو انساني ،طبيعي او ثقافتي ارزښتي روابطو بنا او چينه لري ، چې دهغی په اساس يې خپل وجود او هويت ځان ته ټاکلئ دئ او د نورو له لوري پېژندل کيږي .
دا نومونه يا ديوه توکم او ملت سره لکه (افغانستان ، مجارستان ، بلغارستان ، قزاقستان ، ترکمنستان او نور. .... ) يا د جغرافيايي جوړښت او موقعيت سره لکه ( ايران ، نيوزيلند ، هالند ، جنوبي افريقا ، ) او يا د ديني عقايدو او کلتور ( اسراييل= يهوديت ، پاکستان = اسلام ) سره په تړاو منځته راغلي دي .
مثلاا که موږ د افغانستان نوم اخلو يعنې د افغانانو ځای او وطن ،يا ترکمنستان مانا د ترکمنانو وطن .
نو کله چې د پاکستان نوم اخلو دا مانا ورکوي چې سپیڅلی ځای ، يا د پاکو خلکو ځای .
دلته سوال دا پيدا کيږي چې دا جغرافيه کومه سپېڅلتيا او سوتره توب لري ؟
په بشري ټولنه کې پاکي او سوتره توب يوازې هغه ځايونو ته ويل کيږي چې د د ديني او مذهبي عقايدو له نظره د نور مکانونو سره توپير ولري او يوازې د عبادت د پاره وي لکه زموږ په اسلام کې مکه مکرمه ، مدينه منوره ، بيت المقدس ، جوماتونه ، تکيه خانې او خانقاوې .
نو ايا پاکستان د الهي وحيې د نزول او د پيغمبر (ص) د بعثت ځای دئ ، يا اسلامي عبادتګاه ده چې په دې نوم مسمی شوئ دئ ؟
ځواب يوازې نه دئ .
نو دا نوم په طبيعي ډول د تاريخ ،قوم او جغرافيې له ريښې نه دئ راوتلئ ، بلکې کاذب ، تقلبي او جعلي اوپه سياسي ،شعاري فضا کې جوړ شوئ دئ چې د سپېڅلتيا سره هېڅ نسبت او تړاو نه لري .
د بل لوري نه دا نوم (پاکستان ) چې د پاک صفت ځان ته منسوبوي د نورو هېوادونو د پاره توهين او سپکاوی دئ ، ځکه پاکستان يعني د پاکانو هېواد ، نو دا ددې مانا لري چې نور تقريبا ۲۰۰ هېوادونه ناپاک دي او د پاک صفت يوازې پاکستان لري . حال داچې هېڅ منطق ، فلسفه او مکتب کې دا شان وېشل وجود نه لري او اصلاا فکر يې نه کيږي .
بناا يوه مزدوره ، اجنټه ، د شر او شيطانت نه ډکه ميليتاريستي تروريستي ادارې ته د پاک خطاب کول او يا منل ټولې نړۍ ته اهانت او سپکوالی دئ ، چې نړيوال بايد د خپل حيثيت د ساتلو او احترام په خاطر دا نوم بایکاټ او ورسره قطع رابطه وکړي .
اوس به راشو د پاکستان واقعي حالت ته چې د پاکۍ او سوتره توب ذره هم په کې نه ليدل کيږي.
پاکستان په جعلي او تقلبي دول د انګريزانو په دستور د پخواني هندوستان نه د اسلام په نامه جوړ شو او د جوړوونکو ظاهري مقصد د هند د مسلمانانو د پاره د هندوانو نه جدا ملک تاسیسول و ، چې په سياسي ،ديني ، اقتصادي ،اجتماعي او ثقافتي لحاظ بايد د اسلام د دين مطابق اداره جوړه شي او داسې مديريت شي چې قوانين ،معاملات ، اجراات او اقدامات يې د شريعت محمدي نه سرچينه واخلي .
خو د اوسني پاکستان سياسي ،اقتصادي ، اجتماعي ،ثقافتي او امنيتي حالت عملاا داسې دئ چې نه يوازې د اسلام د دين سره سل په سلو کې په تضاد کې دئ ، بلکې د بشري حقوقو او مدني قوانينو څرک هم په کې نشته .
يوه اجنټه انګريزي پلوه ، ظالمه او فوځي اداره حاکمه ده ، اخلاقي او اداري فساد اوج ته رسېدلئ دئ ، فقر د هر پاکستاني ميراثي برخه ده ، بانکي سيستم په سود فعال دئ ، رنډۍخانې او فحشا قانوني بڼه لري او د زمامدارانو ګوذاره د ترور، اختناق ، شيطانت او د غربي استعمارګرانو په اجنټۍ او دلالۍ جريان لري . دې انګريزي پروژې د ۲۰۰ميليونه زيات مسلمان په هند کې يوازې پرېښودل او په هند کې يې د مسلمانانو غټه کتله (د وېش نهمخکې) ټوټې ټوټې کړه او دویش نهوروسته ددې لويې کتلې حيثيت ديني اقليت ته را ټيټ کړ . د انګريزانو په دستور يې پاکستان د اسلام د دين تر نامه لاندې د جهاني تروريزم په مرکز ، روزونکي،تمويلوونکي او صادروونکي بدل کړ او اسلام يې په جهان کې دبشر د نجات دهنده دين په ځای بدنام او د انګريزي شومو پلانونو دعملي کواو د پاره د تشنج ، جنګ ، شر او فساد د وسلې او وسيلې په توګه استعمال کړ چې د ميليونو مسلمانانو د شهادت ، آوارګۍ ، معلوليت او معيوبيت سبب شول ( افغانستان ، فلسطين ، کشمير ،وزيرستان ،يمن او ....) .
د پاکستان تر نامه لاندې انګريزي پروژه په واقعيت کې نه د مسلمانانو دپاره د بیل هیواد جوړولو په هدف وه او نه د اسلامي شريعت په چوکاټ کې واکمني چلول ، بلکې د انګريزانو نقشه پياده کول و چې په منطقه کې د قوي هند ( د ټولو ادیانو په تفاهم ګډ سياسي واکمني چلول ) د جوړېدو مخه نیول او د نويو بحرانونو او تصادماتو د پاره زخم پرېښودل و ، څو منطقه په تشنج کې پاته شي او همداسې وشول د هند او پاکستان ترمنځ تشنج ، د کشمير معضله ، د پښتونستان موضوع ،د بلوچستان برخليک او د سنديانو راتلونکې بې سرنوشتي ، هغه مسايل دي چې لاينحل او د باروتو د انبار په شان يوې پلتې او جرقې ته اړتيا ده چې پاکستان ټوټه ټوټه او وپاشل شي.
درواغ ، جعل او تقلب ډېر کم عمر لري او بالاخره رسوا کيږي او له منځه ځي .
پاکستان هم يو باطل ، د دروغو او تقلب انګريزي پروژه ده چې په کې اوسيدونکي اولسونه او همسايه ګان يې په شيطاني ماهيت ورو ورو پوهيږي او ددې انګريزي پروژې د ختمېدو ورځې په شمار دي .په پاکستان کې پرتو اولسونو ( بلوچ ، پښتون ، سند ،کشمير ) ددې انګريزي پروژې ماهيت او شيطانت درک کړئ دئ او ددې وحشتناکه او انسانيت ضد هیولا نه د نجات د پاره ئې مبارزه شروع کړې ده ، چې ان شاء الله د بشري بدن په کالبود به دا سرطاني دانه ډېر ژر ددې اولسونو په قاطع مبارزه غوڅه او د شر-فساد -شرارت نه به يې په دې خېطه کې پراته اولسونه ،منطقه او جهان نجات پيدا کړي .
#دابادۍاوخدمت ج هاد