شعرونه
کعبه
مــعـمار مـود کـعـبې د رب الخـلیل دی د له ورکـړی دا فرمان رب الجلیل دی درولې ئــې کـعــبـه له خـټو او ډبروده ورکړی لوړعظمت الله په ښه سبیل دی ځیني شاعران ترکعبې کي زړه اوچت خوکعبه دزړوقبله پرتله ئې بې دلیل دی زړه لاسته راوسته ترقبلې ئې بولي ښه وایم داښه والی مو ضعیف اونا جمیل دی کعبې ته به ورتی په احترام زموږ نبي وګوره مقام ته چي لـوړ اونه قـلـیل دی خالق هم آدم له خاوروخـټـو تکوین کړی توپیرئې په جوړنه دمادي سره عدیل دی
کفاره
ته افغان وې نو پنجاب ته ولې لاړې؟ ځان دې ولې کړ پردي جنګ کې لتاړې هغه جنګ چې د جهاد په نوم راپیل شو د پنجاب یوه دسیسه وه، سر تر غاړې د خپل ورور پر ضد پنجاب سره مرچل کې شرم نه وو، جنګېدې چې غاړه غاړې په تاریخ کې دې چنګیز ته برائت ورکړ چې کابل دې کړ پنجاب په خوله، ویجاړې خپل وطن ورانۍ کې کم تر پنجاب نه يي خپل غریب ملک دې پنجاب ته کړ کباړې چا چې زده کړه له تاریخه کړې نه وي په هر څرخ کې د تاریخ يي وځي داړې له لاس تللي فرصتونه نه راګرځي ګټه نه کړ
قلم
زړه ویني تویه وم زه تور تیاري رڼا کوم زه جهل تل برباد اوم زه بیخ بنیاد یی ورک کوم زه زه ښایسته ښکلی قلم یم زه هر چا سره همدم یم که چا پورته زه په لاس کړم له غمونونه به یی خلاص کړم دوه سترګي یی بینا کړم په عالم کې به شناس کړم زه ښایسته ښکلی قلم یم زه هر چا سره همدم یم زه کیمیا د سعادت یم زه ډیوه د هر ملت یم زه په اصل کې قلم یم زه چودلې په زړه سر یم زه ښایسته ښکلی قلم یم زه هر چا سره همدم یم
افغانستان درلابلای بگو مگو!
والقلم وما یسطرون سوگند بقلم وآنچه مینویسند خيز از اين خانه برو،رخت ببر،هيچ مگو …مولوی معنوی میفرماید: مــن غلام قمــرم ، غيـــر قمـــر هيــــچ مگو … پيش مـــن جــز سخن شمع و شكــر هيچ مگو … سخن رنج مگو ،جز سخن گنج مگو … ور از اين بي خبري رنج مبر ، هيچ مگو … دوش ديوانه شدم ، عشق مرا ديد و بگفت … آمـــدم ، نعـــره مــزن ، جامه مـــدر ،هيچ مگو .. گفتــم :اي عشق مــن از چيز دگــر مي ترســم … گــفت : آن چيـــز دگـــر نيست دگـر ، هيچ مگو …. من به گــوش ت
ظُلّم
ظُـلّـم ته الله دقهر په سترګو ګـوري ظـالــم له منځه اخلي چي ځي پـربـــلي لــوري تُنّدي او سرزوري دظلم نخښي دي بــې رحــمــه کــســان کــــړي الله مــخــتــوري اســـلام دین د محـبــت اومـیني دی ظلـــم پکـښـې نـشتـه په رښتـیا او پـوري اوري نـــوراسـه ای مسلمه رحـم که پېشه تـنــدي دي سـتـا ټولـــنــه هــیڅ کلــه نه پيـــري په نرمۍ به دښتي ژوی ته آرام کي له تُندیه درنه درومي دکـور ژوي پرخپل لوري ظُلّـم اوبې رحمي عـلــم ئې نه مني عالم وي داسي نرم لکه د ب
د ماضي واکمني
چې ماضي کله اینده باندې سپره شې اولاده به يي د ملا په څېر، څېره شي د پېړۍ، پېړۍ زاړه روایتونه په ټولنه کې رواج به دوباره شي د دېوانو پیر به بیا ځلې تکرار شي جوړ وطن به د شېشکو هدېره شي ته وی مړی سپین کفن کې پاڅېدلی چې ملا د سلطنت پر تخت ښکاره شي د تاریخ وهلي تور زنګي ځواکونه تباهي ده چې د ولس پر سر دېره شي لوی زاوال د ملت هغه مهال پیل شي چې وګړي د ملا داد ته اسره شي ولس که بیا د ازمایلو لاس ته کښیني تر پخوا نه به لا نور زیات مسخره شي له
څه غواړی؟
ولس او نړۍ سره پخلا کېدل غواړی په تنده وی که نرمه خو پوهېدل غواړی سیاست او اداره دوه مهم مفهومه دی ددواړو ترمنځ دترکیب سمېدل غواړی ناشونی ده چې بهرنی په دې قانع کړې پلمې پرېږده سالم مدیریت کول غواړی دا او هغه دفساد په نوم له واره مه وژنه ولس پوهیږی ستا سوچ هم رغېدل غواړی ولس له نړۍ سره د تعامل غوښتنه کوی ولې آمارت دا دومره بی مانا تقابل غواړی نږدې دوه کاله تیر شول دې ببولالو کې کڅوړې دخیرات هم سم وېشل غواړی تګلاره ، مودل دحکومت او قانون نشته
شخوند!
وايي چې اوښان په خوړلو وښو، بیا بیا شخوند وهي. ځینې قومونه او تر ټولو لومړی ښای افغانان، هغه ملت وي چې د تېرو نسلونو په کړنو او بریاوو بې له دې چې د راتلونکې لپاره ترې درس واخلي لکه د اوښانو غوندې پرې بیا بیا شخوند وهي. یو عالم څه ښه ویلې دي: هغه ملتونه چې د راتلونکې لپاره کړنلار نه لري، د تېرو نسلونو د بریاوو په یادولو ځان ارضا ساتي او وخت له لاسه ورکوي! د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۵ مه سرلوڅ مرادزی
خلیلزاد ته!
کاش! پیدا نه وای له بلخ ام البلاده یا په خټه افغان نه وای خلیلزاده بیا پوښتنې او ګیلې ته اړتیا نه وه افغان څه کول د ستا له ذکرو یاده هغه باد هغه توپان چې رانازل کړې تو لعنت شه په توپان او هغه باده په راتګ دې مورنی وطن ویجاړکړ په عوض دې امریکا کړله اباده د کمزادو له ډولونو تاریخ ډک دی په ټولي د کمزادانو کې کمزاده شیادان که په تاریخ کې ډېر تېر شوي د هغو منځ کې تر ټولو لوی شیاده د انګریز د جاسوسانو مخ دې سپین کړ د لارنس او بغدادي پير، پیر استاد
غزل
سرپرسر غواړمجامونهدزړهسره موسيقياوربابونه دزړهسره ژمیخوندکويسرهلهسپينیواورې خوچيبلدېوياورونهدزړهسره ګرمهغېږهرانهتاوکړهيخوهلی ستاپهبرخهثوابونهدزړهسره سمهلارهلههغوورکېداينسي چيويدوياوکتابونهزړهسره پهدېوختکېسړیسمدمکړينامرده ګورهونکړېپورونهدزړهسره کهدصبرپرنيليسپورسولېنوبياخو ستاپهبرخهديګلونهدزړهسره عمرياوسدهبېمورهپهدعاکې ترشانلريلاسونهدزړهسره عمر
زما ځای
نـن آسمان می له یــــــادونو توبــه ګار دی خو بوستــان می د ګلــــونو په کنـــــار دی یو ژوندون دی چی تــلوار کی رانه ځغلي بل مې مخ دی چی خزان کی هم بـهار دی افغانان اوس لــه خدایه یـــو شی غواړي کور، ډوډی ورڅخه غواړي ډیر تلوار دی افغانــانو سوله کړئ چی بــــــربــادیـــږي په رښتیــا به اوس یــو کیږئ دا اقرار دی دښمنـــان می د دنـــیـــا لــه ســرحد وتــي ما خالد ته هریو زړه کی ځـای وزګاردی سمیع الله خالد سهاک مونتری، کالیفورنیا ۰۲/۰۳/۲۰۲۳
خپل هوډ
خپل هوډ نه له چا څخه خپه، نه ګیله من یم د فلک د څرخ په څېر پخپل مدار ځم پخپل مټ او پخپل هوډ زما تکیه ده بینوا او خالي لاس که له دربار ځم راته مه وایه په کومه لاره لاړ شم زما خوښه چیری ځم، په کومه لار ځم تنوع ده، د ګلونو په ګلزار کې ځکه هره ورځ دیدن ته د ګلزار ځم د ملا د زور جنت مې پکار نه دی جهنم ته په خوښۍ پخپل اختیار ځم ما قیام د بندګۍ په وړاندې کړی لاس تړلی چې زاندان ته ګناهګار ځم زه د خپلې لارې عشق کې تومتي یم وا به نه وړم له دې لارې
ږره
وېـښته دمخ ده ږره الله ورکــړې وهـرنـرته داتـــوپـــیـــر کـړی الله دی ښـځـي اوونــرته که مسلمان یابـېـله مسلمان نـرئې لـري ږره ښـــځه وي پی مــخې دافطرت دی وایم درته په دین کــي د قـران مـو بـیان د ږري نسته پـیــغمبــرمــودي ویـلي سنت دی وهــرسرته اوس ګورمه هېوادکي ټول ټینګارپرږره دی پنځه بناءوي دي څرګنده ږره کم بناءته ورته راسه فرعه پـرېـږده پنځه بناءوي که سنبال دا حــدود دخــدای دي ځــای نـسته بل خبرته ږره نه فرض ده نه واجب هدایت دپیغمبرده یــوه قـبـضه ږ
تازهغزل
ستاکاته شراب شراب زه يې کړم خراب خراب يودېله پښتوقربان بل لرې شباب شباب سمه لامبوزي غواړي مينه خو درياب درياب کاشکي تامې زړه ليداي ده کباب کباب کباب مچي مې درباندي دي راکړه نن حساب حساب غم چي پرما زورنکړي ګورمهکتابکتاب مينه دخوف لارتللې شپه کې پرسرخاب سرخاب راغلو عمري درته ورنکړې جواب جواب عمري مسلم باغ
ناشنا ساقي
وګړي يي بدل دي خو دا ښار راته اشنا دی د سوي کنډواله کلي چنار راته اشنا دی شملې تر پرون دنګې، پر سرو خلکو تړلي سرونه هغه نه دي خو دستار راته اشنا دی د باد په لور کږیږي، د ثبات تپوس يي مه کړه د خلکو لاپې باټې او کردار راته اشنا دی توپیر پکې د زرو او د جسو بیخي نشته سړي پکې خرڅيږي دا بازار راته اشنا دی خاپونه د څپېړو يي پر مخ لا هم شمېرمه لاسونه نااشنا دی، خو ګوزار راته اشنا دی فریب او دسیسه يي وخت په وخت سره لوڅېږي په عمق د توطیې پوه یمه، غدار را ته ا
علم مباح نه دی
ته چي علم مباح بولې کړې داعمل ولي++ ورکوې ته لومړيتوب جهل څو ځلي دالله سي پېـژندنه په علم سره بېشکه ++ نوزده کړه علم ته چي اروا دي وځلي علم مـباح مه بـوله دا ځکه دی لازم++ وینا دپـیـغـمبرمـو ده ثابته ډېـر عالي حدیث شریف دی: اطلبو العلم ولوکانه فی الصین. فاءن طلب العلم فریضة علی کُلِّ مُسلِمٍ و مُسلِمةٍ. علم زده کړۍ که څه هم په چین کي وي.داځکه علم پرهرمسلمان او مسلماني لازم دی. شیخ سعد علیه الرحمه وایي: چون شمع ازپی علم باید گداخت که بی علم ن
یو ماښام
چې یو تت شانته ماښام وي پکې ډک د میو جام وي یاران ټول سره وي جمع زوړ ساقي پکې امام وي شونډې ډکې له موسکا وي هر نظر کې یو پیغام وي یو تر بل غاړه غړۍ وي د یوه وجود اندام وي مینه مینه کې کلام وي دا وختونه دې مدام وي +++ د نري لښتي پر غاړه شنه جلګه وي د کبلو د جلګې په څنګ کې واړه کېرۍ (۱) ډکې وي له ګلو لښتی هسې مست بهیږي لکه بار اوښ چې شڼیږي د څپو د زړه له تله اورې دا یوه غونډله (۲) چې اوبه ژوند له څپو کړي څپې هم ژوند
وختونه
ماشومتوب او د ځوانۍ شپې هسې لاړې لکه څوک چې له خولې توکاندې توکاړې بیا به رانشي هغه سپرلي د عمر چې خزان کړ په یوه ګوزار ریتاړې خاورې شوی یو ارمان به پوره نه شي ورپسې که شپه او ورځې په سرو ژاړې بڼ د عمر به ونه نیسي ګلونه که باغوان د بڼ هرڅو وکړي کرواړې بیا د نجونو قطار مه ګوره ګودر ته چې وخت خاورې کړې هغه د ګودر غاړې جبیره د هغه مینو کېدای نه شي چې د وخت په توپانو کې شوې ویجاړې لاس ته نه راځي هغه تېر فرصتونه چې په لویلاس شو تر پښو لاندې لتاړې
کرزی نور ځای نه لری
داټېپر او دا تور دیګی هېڅ شرم و حیاء نه لری چپن په غاړه دهرې کاسې مچ هیڅ قرار نه لری دادبوش دخامې غوښې کوربه بیا څه وایی؟ برناست دی یوه ملاامتی هم په خان نه راوړی دا په کوم شهامت ترکی مشرته پوزک وهی؟ عدالت یو انصاف یو دی هیچا ته استثنا نه لری دامکرجن مګس کش غواړی په زغرده اوپه منډه دا شرمنده ازمایلی د بیا ازمایلو وقار نه لری داملی خاین یوخل بیا ټول ملت ته اهانت کوی ملت نور تف طفیلی او وطن فروشان نه منی داکوزه ګر اوخودکوزه اوکوزه خر سړی نه شو ! کرزی
تربیه
چې په ژوند مې څه لېدلي تر دې دمه مخ يي یو رنګ، شا ته ښکاري څو رقمه رنګیني د انسانانو که ښکلا ده څو رنګي بیا سړی غورځوي له برمه طبیعت که د رازونو یو ټولګه ده پښو ته نه رسي سیالۍ کې تر ادمه په تعلیم تحصیل يي هغه وخت خوښېږه په تربیه کې چې وي مخکې څو قدمه چې تعلیم سره تربیه ملګرې نه وي له شخصیته د سړي ونه کړي تمه د خوږې ژبې یاران مې ډېر لېدلي نېښ وهلو کې چې پیش دي تر لړمه خوږلني د یوه دوست ترې ښکاره نه شوه زه يي هر کله د دوست په حیث ګڼمه زه
کابل ته د حنا رباني کهر د سفر په مناسبت!
کابل ته د حنا رباني کهر د سفر په مناسبت! څو بیتونه: افغاني نجونې بندي ساتې په کور کې د حنا په هر کلي ولاړ میدان کې چې یو بام او دوه هوا وې طالب جانه ولس دا نه مني هیڅ تا سره اسلام کې ــــــــــــــــــــــــــــ تماشه ده چې کابل ته حنا رغله خلک وایي چې کابل ته بلا راغله چا دفتر د خارجه ښود، نورو وی چې د هېرا له منډه يي نه رسا راغله ــــــــــــــــــــــــــــــ د افغان پر خاوره څه کړې حنا جانې دغه ځمکه کشوي حورې، پېریانې دوه پردۍ کړه دو
د جومات پسخانه
نور کوي ملا پټ د جومات په پس خانه کې بوخت بیا په ممبر کې دی د حورو افسانه کې ویني محتسب چې په ښکاره ساقي ته بد وايي ساتي بوتلونه پټ د جیب په میخانه کې سپور شو د رویا پر سپرلۍ، پورته شو له ځمکې نه وخاته اسمان ته د یو ګوټ په پیمانه کې شیخ ګوره د هرې تسبیح تاو کې الله هو وايي ښخ يي دی نظر د کوڅې هر یو زنانه کې پير چې د ریا قبا په غاړه ابدي ګرځۍ تخم د بېلتون شیندي په هره زمانه کې ژوند رانه قصو او افسانو د وخت تروړلی دی ځکه استوګن یوو د نړۍ په ویرانه کې
ځان ته کتل
عمرچي اخرسي مالوهال نه راځي په کار لړۍ روانه دکاروان ده په سل نه چي په هزار ای ناصحه ته چي نورو ته لارښود يي ګوره پخپل ځان کي سرپه ګرېوان نوروته ګفتار ښې خوږې خبري، وي ښه آسانه دلپزیري کوري خود بیناي مردم کېده کله وي ښه کار زه هم ځان ته ګورم تل، چي ته به څنګه ئې وائې آسانه دي خبري ایا ما کړی سم کردار؟ خپل عیب دوږو منځ دی نه ښکاري وچاته دنوروعیب ژر وینو نو ورته ګډ یو بې اختیار
حکمت، تدبير او تعامل
دا چې نن مونږه په کوم حالت کې ښکيل يوو بايد څه وکړو او څــه ته په نظر شـوو چې روانـه مــو د ژوند بنده بېړۍ شي او د سرېښو له دې ډنډ ځنې بهر شـوو بايد داسې مفکوره، ذهنيت جــــوړ کړو چې ملاتړی او ضامن مو د مـــــرام شي نه د نورو سېلاب مونږ مخښکته وېسي نــــه هم فکر ترې زمونږ د بل غلام شي نړۍ اوس ده پــــــه مثال د يـــــوه کلي زمونږ ملک په کې يو کور د يو فقير دی روغ، رنځور، مړ، ژوندی کلي سـره بويه همدا ښه حکمت او ښـه غوره تدبير دی هيڅوک
سخا
سخا د ملا ماښام به څه وي ځه، ساقي خوا ته ماښام کې مینه مینه ده راټوله د ترخو اوبو په جام کې څه سخا چې شته ساقي کې هغه کله شته امام کې له ساقي به هغه زده کړي یو تاثیر لري کلام کې چې ملا نه دې زده نه کړل د پېړیو په ایام کې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۴ مه سرلوڅ مرادزی