شعرونه
یو شعر/ غزل
شیطــان پرستـــه نور نو ژاړه زه د خدای په خـــوا یم ته ممکن هاخـــوا یا دیخوا یی زه د خـــدای په خوا یم ته به اسلام او کفر یـــو شـــان ګنې زه یی نــــــــه ګڼم زه به ښه کړمه خپل اعمـــال تل زه د خدای په خوا یم که خپـــــل اعمال ښـــــه نـــــه کړئ ورک به شی ژر نور دا ظلمو نه تــــوبه ګار شـه زه د خدای په خوا یم نـــــادانه تـــــه به عبـــــادت کوئ تــــــاریکه لار کې په تــــ¬ـورتمونو به ګذار کړم زه د خدای په خـــــوا یم د آسمـــــانو خدای ته سجــ¬ــده کړم پن
شنه غدۍ!
وطن هسې یو ځنګل شو، یا شوه دښته د کربوړو د افغان په هر یو زړه کې، ارمانونه خاورې شول خوښي لاړه، مستي ورکه، سترګې ډکې دي له اوښکو شونډو وچ پتري نیولي، امیدونه خاورې شول حجرې شاړې شوې له خلکو، دېرې ټولې کنډواله شوې د یارانو کډې بارشوي، مجلسونه خاورې شول سترګې کړاغې، شونډې وچې د یو ګوټ څاڅکې په تمه ویالې وچې څاوې وچې، بارانونه خاورې شول ته وی بیا چنګیز راغلی، له ککرو نه منار ږدي یو تن نه دی خاورې شوی، ټول ولسونه خاورې شول مورو پلارنه لار ده ورکه، له وطنه ځ
ښوونه اوروزنه
شریعت او افغان فرهنګ د پوهنې مخالف نه دی د بندیز تصمیم په هیڅ نظام کې سم کار نه دی دغه جهالت او توره تیاره هیچا ته دمنلو وړنه دی دهېڅ ډول ادعا او شرطونو داوریدو مهال نه دی اقراء کې د تو پیر کرکه نشته نر او ښځه یو دی علم الانسن مالم یعلم کې واک ستا وار نه دی پام کوه دې پڅ ، کونډ او ډیر زهیر تصمیم ته دی دغه ډول ذهنیت رامنځ ته کول سم ابتکار نه دی زده کړې انحصار نه منی عجولانه اقدام نه منی شرم دی بې منطقه چفا او کږه لاره دتا نه منی ګوره غوغا ته په نړۍ کې دا
د ملا جهل
نن مې د ملا په حماقت باندې بیا وژړل ما سره په ګډه هر انسان د دنیا وژړل نن يي د تنویر ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل نجونو د ښوونځي په وره کې، ښه په ژړا وژړل نه یوازې ښځې، نر، ماشوم ټول په ژړا وو نن ونې، بوټي، غر د وطن دښتې بیدیا وژړل هغه جهالت چې نن ملا پرې افتخار وکړ داسې جهالت باندې عرب د صحرا وژړل واک یو غنیمت ښکاري ملا ته په خپل جهل کې دا رنګه تعبیر ته د واک ځکه هرچا وژړل نه لري افغان ځای نه په واک نه په ټولنه کې ټولو نن په واک کې د ملا په وړتیا وژړل
سپرلی
د سپرلي ګلان، بلبل ته مبارک د سپرلي راتګ هم ګل ته مبارک که سپرلی دی خو په ګل، بلبل سپرلی دی ګل، بلبل سپرلی یو بل ته مبارک په چمن کې د ګلاب او هم په دښته د لاله ګل، ټوکېدل ته مبارک که بلبل د ګل په جور وهي ساندې د بورا پر ګل نڅل ته مبارک چې د ژمي له اوږده خوب يي راویښ کړل دښتې غرونو او ځنګل ته مبارک ګل د ژڼو په شملو کې مبارک شه هم د نجونو و اوربل ته مبارک د سپرلي له توښې ټول دې وي نیکمرغه هم و روغو هم ژوبل ته مبارک بهرمیشته هر افغانان ته د
پوهیږئ؟
پوهیږئ؟ پوهیږئ، زه چی نن بیدیا کی ګرځم هغه دستا د مینې اور می لا سینه کی بل دی او ستا د سپینو اننګو په مینځ کی یوه روښانه د ښکلا څلې دی چی لا هم په سترګو کی می لارې کاږي *** پوهیږئ؟ پوهیږئ، اوس هم مینان ټول مو په لټه کی دي او هغه روښانه د ښکلا په کور کی لاهم زما او ستا سندرې وایی خلک بی سارې د ړڼا په تمه په تاریکو کی نوې لار لتوي او تا په ما او ما په تا کې ګوري خو لاهم لاره دا اوږده ښکاري نن *** پوهیږئ؟ پوهیږئ، ډیرې د
زه څوک وم د مارچ اتمې د مور د ورځ په ویاړ
زه وم ستا مور ستا په لیدو خوشحــاله اوس یم یـــــوازی په لمســـو خوشحاله تــه شـــــوې روان زه لا هم دلتــه یمه د ژونــــد بار لاندې لا بې چُــــرته یمه غمونــــه ډیر شول د هرلارې ځــــویه دنیا تیــاره شوه تــــه چی لاړې ځویــه د مور لــــه زړه هیڅ څوک خبر نلري په مــــا بی کســــه څوک نظر نــلري زامن شول ځوان لاړل یو خوا را څخه په څــــو ګیــــلو او واویــــلا راڅخه زمــــــا دردونه ډیر دي لا به یی ګـــالم د شهید ځوی غم می چــــــــاته ووایم را
جنتي کامه
جنتي کامه مې تل په زړه وریږي تش په یاد يي زما تن کې سا چلیږي وایم خاوره يي رانجه کړمه د سترګو کاشکې هره ورځ يي ووینم په غبرګو کامه ځای زما د زیږد، د وړوکتوب دی د خپوړو، د تعلیم او سړیتوب دی هلته کلی، هلته ولس هلته مې کور دی هم دېره او هم حجره، هلته مې ګور دی طبیعت کامې ته ټول ښایست بخښلی لکه ناوې په ګاڼو يي پسوللې که يي اوړی په ګرمۍ کې لږ دلګیر دی منی، ژمی پسرلی يي بېنظیر دی په کامه درې خوا ته سیند یوخواته غر دی چاپیریال يي جوړ یونان ته براب
څه شو
چه یې پوهه خپروله هغه څه شو چا چې مینه دودوله هغه څه شو په کتاب اوپه قلم به یې هر چاته د ژوندون لاره ښودله هغه څه شو د وطن او د ولس په حق کی تل یې د غیرت چیغه وهله هغه څه شو چی دسولی او د امن په خاطر ېې هره دړه ټکوله هغه څه شو د پرهر پرهر وطن بیا هر یو ټپ ته چی پتۍ ېې لګوله هغه څه شو هغه ستوری اوس اسمان لمن کې نشته چې رڼا به ېې کوله هغه څه شو د ( وارث ) له یاده لا وتلی ندی تل ېې سوله یادوله هغه څه شو
کرکې او نفرتونه
دلته نفرتونه زیږیدلي دي کرکې او کینې راټوکیدلي دی دلته ورورګلوي او محبت چیرې ټول یی په خپل لاس باندې ریبلي دي دلته په یوبل باندې باور نشته ځکه دښمنۍ را پاریدلي دي دلته ټول ژوندون د اور لمبو کې دی هر څه دوزخ اور کې سوځیدلي دي دلته دیتیم تصویر ته وګوره اوښکې تر لمنې څڅیدلي دي دلته په قسم چې هر مور بوره ده ځکه زوریدلي کړیدلي دي دلته د دردونو او پرهر قصې پورته تر اسمانه رسیدلي دي دلته په ګناه باندې جنت ګټي داسې انسانان تاسو لیدلي دي
غزل
ور تړلی ساقي تللی، میخانه ویجاړه ښکاري ګلان مړاوي، مالیار نشته ګلخانه ویجاړه ښکاري خلک ټول بت پرستان دی، هر څوک خپل بت ته سجده کړي چې د یار بت پکې نشته، بتخانه ویجاړه ښکاري نن بازار د هر څه تود دی، که څه پېرې یا څه پلوري مینه هم پکې خرڅېږي، یارانه ویجاړه ښکاري پخوا یو ښامار پرې پروت وو، چې خوندي به خزانه وه اوس په شمېر، ښاماران زیات شول خزانه ویجاړه ښکاري وعده لاړه، ژمنه نشته څه ټګي او دوه مخي شوه که د چا بهانې ته ګوري،
ویسا
راځه تېرشه د هوس د خیالي برمه په ژوند ونکړي له هیچا څخه تمه اتکا دې پخپل مټ او بازو وکړه د بل مرسته به دې پرېباسي له دمه که یوه خځله مرسته له بل مومې تر احسان لاندې به ملا کړې خپله خمه پردی کټ د نیمو شپو وي، دا متل دی لاس دې وینځه له پردي فضل و کرمه که لوېدیځ دلته په لاپو باټو راغی برخلیک مو شو بدتر تر جهنمه د عربو د فرهنګ په بربریت کې ژوند مو تریخ شو په وارونو تر ذ قمه پردي دین، پردي ایین کې ارام نشته برهما څخه نېولې تر ادمه د هغه دود ا
دسولې ماهیت
اې بد بختانو!راځۍ سوله یزژوند ته دنېکمرغتوب یووالی په لاره بېړه وکړی یو بل ومنی دلته په پوهه اوعزت باندې نه د کاږه واږه اوسم ښاخ په منت باندې نه د لافو باټو خالی او پوچ کیفیت باندې اې کرکجنو په نړۍ کې مغروروانسانانو افغانانو بدل شوی بی فرهنګه اماتورو راغلیو مهما نانو! ښاغلو آغلو دکمزورې ادارې ابزاری تما شاګرانو پخوانیمشر اوسنی کشریاغلام د نورو بېګا نګانو پېښه ده چې روغه جوړه به کوو په بیسوادو یوویشتمه پېړې ده لږ تمیز مو وکړی په اعمالو دا ملت نوره زم
وهمناکه شپه!
موږ تړلي په سبا ول امیدونه شپه اوږده شوه لیرې ښکاري سهرونه د لمر څرک د غره په څنډه لیدی نه شي لا پر غرو خپاره د شپې تور وزرونه د شپې دروند وهم پر ټول ولس غوړېدلی له دې وهمه د ولس تللي دي خوبونه شپې خپسې هم له ستوني ولس نېولی پاڅېدی نشي که څو وهي زورونه موږ سپوږمۍ په هیله شپه کې سفر پیل کړ پر موږ ګل شول هم د ستورو څراغونه شپه تیاره ده، لار اوږده له خطر ډکه شا ته پاڼ، مخ ته کږلیچ او ګړنګونه لار کې هم د ځناورو ډلې ګرځي د لېوانو هره خوا ګوري بری
لا ځوان یم
لا ځــــــــوان یمه د عشق سرود روان په زړه هر وخــت د خدای نوم می هیر کړی دی جانان په زړه هر وخت پی مخو نه خوښه یم که څه هم چی اوس پنځوس یم د عمر فکر نشتـــــه چی یم ځــوان په زړه هر وخــت د یــــار مینـــــه او یـــاد به همیشه په زړه ژوندي وي او ستـــــا د عشق خوبونه سرګردان په زړه هر وخت میلې دي هرې خـــوا تـه دوست دښمن نه پیژني څوک نــور نه غواړم له خدایه دی جــانان په زړه هر وخـت خــــالد لــــــــه بی رُخي ستـــــــــا شکایت کـــوي مدام پوهیږي په هرڅــ
قران د خدای خبرې
وه مورې! قران تل لوله صدقه دی شمه د خدای آواز دی قران او قرائت اواوریدل یی قوټی وسپړي ګلان خوریږي په دې نړی کی چی له ګناه دکه ده او فریښتې له آسمانو په تا باران د نعمتو اوروي دا د ګلانو غوړیدل دا د باران اوریدل او دا دلمر ځلیدل به په خپل سترګو ګورئ د قرائت په وخت کی د خدای لپاره ما ته دعا وکړه که قرائت دې وکړ سمیع الله خالد سهاک مونتری، کالیفورنیا د فبروری ۳، ۲۰۲۲ کال
حالات!
وریځې پلنې شوې اسمان تپه تیاره شو لمر په سپینه ورځ په لړو سره لاړ اسمان پرېوته، د ځمکې لړمون وچاود غر راونړید، ډبرو سره لاړ خوړ له غرو په درو هسې راشېوه شو هر ژوندی موجود، خځلو سره لاړ باد د ځمکې مخ، شدت سره جاروکړ دښته بوټو، غر ځنګلو سره لاړ یو عرم(۱) توپان په بېړه سره خپور شو باخبر له ناخبرو سره لاړ مور او لور سره په سپین میدان کې ورک کړل زوی له پلاره په خپړو سره لاړ بل مسلم چې په اسلام کې پاتې نه شو پاتې یو هم له کافرو سره لاړ نه د بخ
دا څنګه مینه ده
دا څنګه مینه ده چی تا احساسوم سینې په مینځ کی هر نفس چی اخلم او لا می ژوند نه لاس اخیستی نه دی چی ستا د وصل آرمان زړه کی لرم یاد به دی تل ساتم ژوندی چی یمه او چی بیا مړ شوم بیا ګله نه کوم او کله هوا شې او فضا ونیسې کله اوبه شې او دنیا ونیسې کله پرواز شې د مرغانو په شپه هره څپه کی بیا غوغا ونیسې بی قراري به زه تر کومه ګالم کله آسمان او کله سترګو ته می د تورو وریځو واویلا ونیسئ سم
کابل و پېښور
یو مې زړه دی بل ټوټه ده د ځیګر نه بېلیږي له کابله پېښور په اغزن تار د پنجاب تړلی نشي د افغان د وصل لاره ده خیبر د انګریز او د پنجاب به مخ توریږي یوځای وینم افغانان د لروبر افغانان دې بر مکتب د امان پالۍ کوز مکتب د پاچاخان په هشنغر تورې وریځې د اسمان به باد جارو کړي په توپان کې به ښکاره شي مخ د لمر توره شپه که هر څو لویه اوږده ښکاري مخنېوی کولای نه شي د سحر یو شرګدي به په ژوند کې خوندي نه شي پرېکوي به کفاره د کړي شر هیڅ نمرود به په امان ک
قضاوت
نیمه شپه کې مې بېګا لېدلی خواب دی د ملا او د شیطان سوال و ځواب دی ملا وايي چې شیطان خلک بېلار کړل ځکه وړ په جهنم کې د عذاب دی له امت مسلمه چې هر فساد شي پکې پټ لاس د شیطان خانه خراب دی مسلمان چې نن له یو بل سره وژني دې کې هم نقش د شیطان لکه قصاب دی له شیطانه د ښېګڼې تمه مه کړۍ شیطان هر چیري منبع د اضطراب دی ملا وایی که زه څونه شیطان غندم له دې زیات وړ د غندنې د عتاب دی شیطان چوپ، خو غوږنیولی انتظار کې د دریمګړي قضاوت ته په دې باب دی زه،
د افغانستان دری رنګه بیرغ
د طالبانو کابینې او سیمه ایزو ارګانونو خپلې لوحې او هم بیرق بدل کړ څومره دردناکه دی او چا به یی فکر کوهء *** او د هغه لپاره چی په کلونو مو جګړه وکړله او څومره پیسې ولګیدې څومره آسانه مو له لاسه ورکړ پای سمیع الله خالد سهاک مونتری، کالیفورنیا د جنوري ۱۳، ۲۰۲۲ کال
د تقدیر بندیان
سرچینه د بخت لټوو په اسمانو کې هلته هم د پریښتو په کتولو کې (۱) یا د عرش هره کوټه کې پسې ګرځو لالهند او سرګردان يي یوو مېندو کې یا جومات کې د ملا تعویذ ته ناست یوو یا غورځيږو د زیارت د ملنګ پښو کې یا د پیر او د اخوند دربار ته درومو د خپل بخت د ویښولو په ارزو کې په ټول عمر کې د بخت په راز پوه نه شو پوهېدلو سوال مو ونه کړو مغزو کې د تقدیر او بخت طلسم کې سخت ګیر یوو ژوند مو تېرشو د تقدیر په افسانو کې هغه ټکه چې له خپله لاسه رسي موږ يي شمېرو د ت
ښکلی هرات
هــرات مي ښایسـتـه ډېــر څـوځلي تـرمشهد که څه هــم هلته امام پروت په لـوړمـرقـد هــرات مـي دی ښــه ښــکلی اوځای داولیاوو پـکښې پـروت پـیـري انـصارپـه ښـه ارشد دهــرات مېنارې لوړي، دي هـم ډېرلرغـوني جـامـع ئــې ده ډېـرښکلې په اوچــتـه شدومد هــرات تــه چـي ورځـې تخت سفـرئې ووینه هم مزار د ،جامي، هـوري ستایـنې بې عــدد نوراولیاپکښې پراته خواجه غلطان ئې وګوره بامي هرات ئې دی ډېرښکلی بـېـله هره سـد
د تن جګړه!
څوک د پنجاب څوک د کابل سره یوو د تن جګړه کې ګډ یو بل سره یوو یورپ دې عیش کړې امریکې سره ګډ موږه لوېدلي منځ کې خپل سره یوو زموږ ګاونډ هم په ارامه ژوند کړي یوازې موږ ناست په مورچل سره یوو سوله کې ژوند زموږ اروا کې نشته جګړه کې ښکېل دایم او تل سره یوو د تېر جنګونو له ټپو روغ نه یوو د نوي جنګ جګړې تکل سره یوو بخښنه نه کړو، اشتي نه پېژنو موږه عادت غچ او بدل سره یوو کرکه پاللې عشق نه، نه یوو خبر موږ لارویان د عشق قاتل سره یوو هیڅوک زموږ د بخت
د افغان برخه!
موږ خپلې چارې د جهان ګڼلي وران قضاوت کوو جهان برخه کې خپله مسوول یوو هسې بل ګرم بولو ملامت خپله یوو وجدان برخه کې اړیکې نه پالو د نورو سره بد یوو یوبل سره ګوزران برخه کې تل مو د نورو په ایمان شک کړی خپله ضعیف یوو د ایمان برخه کې د ځان پرځای چې کړو تکیه په نورو سخته جفا کوو د ځان برخه کې خپله ګنا چې پر شیطان اچوو دا ناځواني ده د شیطان برخه کې مکان کې هم یوو له تغییره منکر ولاړ یوو ځای پرځای زمان برخه کې کلونه تېر شول او پېړۍ واوښتې تغ