په هرات کې دا ډله ييزو قبرونو
په زلزلو کی
تورو خاورو لاندی
ښارونه ورک شول
غر او سیند
یو شو
او تر څنګ یی
د سلګونو جسدونو انځور
په منځني ختیځ کې
لږ لیرې هاخوا
د حماس په لاس
د ماشومانو مات شوی سرونه
او غوښې هر خوا پرتې دي
د میندو او لوڼو غوښې
په لویشت لویشت کی
پرتې
د بندیانو د شکنجو انځورونه
چی خپاره شوي هر ځای
د پلار او ځوی جګړې
د مور او لور بوغارې
د الاقصی په هم هغه خاوره کې
بل خوا پراته د عربانو مړي
بوی یی هوا نیولې
چی بمبارو کی مړه شول
او اسراییل لا هم
بمونه غورځوي
هم یی دنیا کړه
له خطره ډکه
چی دوی اوس څه غواړي
***
او یو بل لور ته
کرد ماشومان
چی وژل شوي د ترکیی
بریدو کی
او د اروپا په زړه کې
د اوکرایین او روسیی
شخړه
دا دوه کلنه شخړه
هر خوا وژنې مړي
بوری او غریب یتیمان
او موږ لا ژوندي یو
په همدې نړی کی
هغه نړۍ چې
موږهم په کې یو
او لا سا باسو
او انسان بولوځان

پای
سمیع الله خالد سهاک
اکتوبر ۱۱، ۲۰۲۳