نوی کال
یو سوچ مې ځغلولی په راتګ د نوي کال
نه جنګ وي نه جګړه وي نه یو بل سره جنجال
امنیت وي، ازادۍ او ارامۍ سره تړلی
تیری نه په عزت نه په ناموس وي نه په مال
جامه کې د انسان پټ لېوان ټول وي تښتېدلي
نه غل، نه لنډه غر وي نه يي سوچ وي نه يي خیال
دېوان پېریان د خلکو له اوږو وي پاڅېدلي
میندلی وي ولسونو د ژوندون بیرته مجال
تقدیر او برخلیک باندې ولس خپله وي واکمن
د پیر او د ملا په کریشمو پېښ وي زاوال
شیطان پاس په اسمان کې ملایکو وي تړلی
په ځمکه کې راګېر وي خلکو منځ کې خردجال
دوستي او وروروولي وي راشه درشه وي په مینه
ولسونو تر منځ نه وي د بېلتون نفرت دېوال
د څو تنو خوښۍ کې، د ټول ولس خوشالي نشته
هیڅ ولس به خوشال نه شي چې یو تن يي وي ملال
خوښي وي خوشالي وي عمر ټول وي لکه جشن
نڅاوې او ګډاوې هره ورځ وي، پوره کال
ځوانان وي څڼې غوړي، اتڼونه وي مستي وي
لاسونو کې د نجونو وي نکریزې او دیرال
ساقي په میخانه کې جام په لاس ډک له شرابو
هیڅوک په خیال کې نه وي د ثواب او د اوبال
همداسې ورځ به راشي «مرادزي» په خوار ملت
نهیلي ورته نه یوو، پوره کېږي به دا سوال
د ۲۰۲۳ کال د ډيسمبر ۳۱ مه
سرلوڅ مرادزی