افغان ته! 
سپينږیرتوب کې لا بېلارې شوې ګمرا شوې 
خندنی د ټول عالم او د دنیا شوې 
نه دې فکر کې تغییر او بدلون راغی 
همغه يي چې په کومه ورځ پیدا شوې 
نه د سیالو سره سیال شوې په سیالۍ کې 
د سیلانو منځ کې هسې د خندا شوې 
د پرون غوندې وهلی، ټیل وهلی 
نن، پرون غوندې همغه شانته بیا شوې(۱) 
بې بهیره د کلونو په اوږدو کې 
د اوبو ولاړ ډنډوکې غوندې خوسا شوې 
نه کبله د چمن، نه ګل د بڼ شوې 
یو بې ګټې مردار بوټی د صحرا شوې 
د تاریخ د هر تاوکښ او موړ په منځ کې 
په ګړنګ کې لکه خس غوندې ختا شوې 
د زمان د اوسنو غوښتنو درک کې 
په غوږونو کوڼ په سترګو نابینا شوې 
وخت د لاپو باټو تیر ځای د عمل دی 
نه پګړۍ شوې او نه خوله (۲) د اسیا شوې 
خپلې ډېرې سرزورۍ په نتیجه کې 
نه د دین نه د ایین نه د دنیا شوې 
د تقدیر ناوې دې رانغله کاله ته 
په دې تمه تمه لاړلې بوډا شوې 
دا سلا د «مرادزي» ځان سره واخله 
که تغییر ځان کې رانه ولې تبا شوې 
یادوونه: 
(۱ ) په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ته اشاره ده 
(۲ ) خوله = خولۍ 
نن په سوېډن کې د نوبل جایزې د ورکړې مراسم دي. افغان ته خطاب نظم مې دې مراسمو څخه د احساس په تړاو لیکلی. 
د ۲۰۲۳ کال د ډېسمبر ۱۰ مه 
سرلوڅ مرادزی
					
						 شعرونه
				
			 
