قضیه مجهوله ده
ستاپوښتنه پېچلې ده
مهمه له اکسېجنه ده
زما پوښتنه دلته داده
سواد خو لاړ پوهه لاړه
ټولنه ده سراسیمه ستړې
بې روزګاره بې اقتصاده
هرڅه په اټکل کیږی بیحاله
کیفیت اوکمیت پکې ناکاره
دخېټو خبری دی پرېمانه
ګرمې دی او که تودی دی
خو والله کار مو خراب دی
همدا ټپی ولس تباه دی
دیوویشتمې پېړۍ په امتدادکې
شرم لاړ عزت لاړ
کرامت لاړ شرافت لاړ
دبسوګۍ واده شو حکمت لاړ
په نن ، پرون او سبا بیګا کې
دهوسو او انډیوالیو فضاء کې
پکه دادې لا بله اوچته سپکه!