د چا خوښه چیري ځي په کومه لار ځي
څوک اړ نه دی چې د بل چا په ګفتار ځي
طبیعت انسان ازاد دی زیږولی
سړی ولې بیا د بل چا په مدار ځي
د پارسا او د ترسا پرېکړه ده ګرانه
هر څوک پوه شه چې پارسا که ګنهګار ځي
میخانې ته خلک ځي پخپله خوښه
که جومات ته خلک ځي، ملا له ډار ځي
د انسان عمر ډېر لنډ او شپې په شمار دي
خلک پرېږده میکدې نه که خمار ځي
پند او وعظ ته د هیچا حاجت نشته
جهنم ته پښتانه پخپل اختیار ځي
د جنت د خیالي حورو په هوس کې
عمر ټول د پښتانه په انتظار ځي
د ملا د خپلې خېټې په فتوا کې
وژلتون (۱) ته پښتانه قطار قطار ځي
ژوند یو خوب وو، چې په هسې وعدو تېر شو
وچې شونډې «مرادزی» له دې دیار ځي
یا د آس د پښو ټکهار دی چې يي اورم
یا مستۍ نه کومه پیغله په دې لار ځي
یادوونه:
(۱ ) وژلتون = مسلخ، قتل ګاه
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۸ مه
سرلوڅ مرادزی