صحرګاه وه په چپن کي دګلبڼ مي سوګذر
فضاوه ډېر رنګینه ګلان وه ښکلي یوتربل بهتر
دبلبـلو وې نارې سـورې پـرګلانو الـوتـلې
له ښـاخه اوبل ښاخ ته ئې ګل لمساوه پخپل وزر
عجــبه ننــداره وه دګـلانــو په ګـلبـڼ کــي
دمـیني وړانګي ځلېـدې په چمـن کي لـر او بـر
مــیــن دمـیــني په رڼا کــي داسي ښکارېده
په نـرمۍ پـه عـاجـزۍ داسي وو لکه سـوالګـر
مــینـه دهغـه چي ګل ئـې دبلبـل سـره لـري
هـرچــي بلبل وایي ګل ورته په خنداوي سراسر