د صهیو نستی دې اشغالګرانو ته
انسانانو عام وزونکو قاتلانوته
دتروریزم دې ظالمو ماهرانو ته
نیتان یاهو ورته ګرمې نغارې وهی!
دبشریت او کرامت خواهانو ته
غزه کې رڼا ورځ سره توغندی اوری
هری خواته سرې لوخړې بادیږی
دتروریزم سندرې ویل کیږی
شرم دی دتروریزم دې غدارانو ته
یهودانو خو محشر جوړکړی په غزه کې
شپه او ورځ نه ګوری دې جګړه کې
وګوری ماشومانو ښځو او ناروغانو ته
ښکېلاک او زبېښاک سره ملګری دی
دواړه دیوې سوړې ماران غلی دی
وګوری دبربریت اوظلم واکدارانو ته
جګړه ده روانه د مسلم په تباهی
که پلمه همدا ده خو ده ستره بیشرمی
څوک وایی چې دموکراسی راغلې انسانانو ته!