که د پاکستان لنډ تاریخ ته په ځیر وکتل شي، ځواکمنو پوځیانو او جنرالانو د پاکستاني لومړي وزېرانو او سیاستوالو په عروج او زوال کې خورا مهم برخلیک ټاکونکي رول لوبولي دی. تر اوسه د پوځي اشتبلیشمنټ جنرالانو له واکه د پاکستاني سیاستوالو په لیرې کولو کې مهم رول لوبولي دی. نواز شریف درې ځلې لومړي وزېر تیر شوي. په ورستي ځل له زندانه د خلاصون په موخه لندن ته وتېښتیدلو. وسمهال د پاکستاني پوځي اشتبلېشمنټ سره په یوه پټ ډیل او سریع ماموریت کې بیرته راغلي دی. 
د پاکستان سترې محکمې د نواز شریف موقتأ د نه نیولو کیدو حکم هم صادر کړي. د سترې محکمې د حکم پر بنسټ نواز شریف ته د تګ لاره هواره شوه، څو په بریتانیا کې له څلور کلنې جلاوطنۍ ورسته هیواد ته راستون شي. نواز شریف څلور کاله د لندن په مرکز کې په یوه لوکس کور کې پټ ساتل کیده. نواز شریف اسلام اباد ته تر رسیدو ورسته سمدلاسه لاهور ته ځي او هلته د پوځیانو په اجازه ورته یوه ستره غونډه پلان شوي او جوړه شوي وه. 
اوس د پاکستان پخوانی بد نامه لومړی وزېر نواز شریف په لندن کې له جلاوطنۍ ورسته بیرته پاکستان ته په دې هیله راستون شوي، څو د فساد په تور لومړي محکمه شي‌ او بیا ځان په راتلونکي کې یو ځل بیا په ټاکنو کې نوماند کړي. نواز شریف د تیرې شنبې په ورځ لاهور کې خپلو لسو ګونو زرو پلاویانو په وړاندې وویل، چې زه به له خپلو مخالفینو غچ ونه اخلم. 
په 2017 کال کې خپله نواز شریف د لومړې وزېر په توګه د فساد په دوو قضیو کې مجرم پیژندل شوي دی او له دې کبله له دندې لېرې کړل شوي دی. په 2018 کال په لسو کالو بند محکوم شوي دی. په 2019 کال کې په لندن کې له درملنې ورسته راستون نشو. 
نواز شریف د جنوري میاشتې تر ټاکنو مخکې د خپل مسلم لیک (ن) ګوند لپاره د کمپاین کولو مشرۍ په توګه بیرته راستون شوي دی.
د پاکستان په ستره محکمه کې د نواز شریف په وړاندې د پاناما اسنادو افشا کیدو په لړ کې د اداري فساد څیړولو په موخه تحقیقات هم شوي دي. د سترې محکمې لخوا د نواز شریف د کورنۍ په غړو یا دریو واړو اولادنو باندې د پاناما په نامه د خدماتو چمتو کونکي شرکت (Mossack Fonsenca Offshoere- Companies) په مرسته د پیسو د لیږدولو لپاره یو بل شرکت په بهیر کې جوړ کړي و، له دې امله پر نواز شریف د مالي فساد تور لګول شوي دی.
د نواز شریف لیرې کولو یا د استعفا ترشا مستقیمآ د پوځیانو لاس و. د سترې محکمې لخوا د ګډې پلټنې لپاره کومه شپږ کسیزه ډله جوړه شوي وه، د هغې. یو غړی د آی آیس آې او بل غړی د پوځي استخباراتو څخه و. د پاناما په قضیه کې پرته له شکه پوځیانو د نواز شریف په لرې کولو کې مهم رول لوبولي دی. 
د پاکستان پخوانی لومړی وزېر شریف د مالي فساد په قضیو کې په ضمانت خوشي شو. اوس نواز شریف د پنجابي پوځیانو سره په یوه پټه معامله کې لاهور ته رسیدلی دی. د پاکستان مخکېنی لومړی وزېر درې ځله له واکه لرې کړل شوي دی. اوس یو ځلې بیا نواز شریف له جلا وطنې راستون شوي او غواړي د څلورم ځل لپاره بیا د پاکستان حکومتي چارې او واک په لاس کې واخلي.
نواز شریف په پاکستان کې د لومړي وزېر په توګه د نهو کلونو په دوره کې د لومړې وزېر په توګه ریکارډ قایم کړي دی. خو هغه تر اوسه په دې نه دې توانیدلي، چې د خپلو دریو متضادو بیلا بیلو وختونو کې د صدراعظمې دورې تر پایه سر ته ورسوي. نواز شریف د پوځیانو د کودتا له لېارې لیري کړل شوي دی. په 2017 کال کې هغه په تصادفي توګه د پاناما اسناد په ډاګه کیدو له امله په مالي فساد تورن شوي دی. خو د خپلې یو کال سزا تیرولو ورسته نواز شریف ته اجازه ورکړل شوه، څو د درملنې لپاره لندن ته لاړ شي. نواز شریف د درملنې ورسته د بیرته راستنیدلو غوښتنې بلکول له پامه وغورځولي او په لندن کې پټ پاتي شو.
خو ورسته له هغې چې سترې محکمې په تیره اوونۍ کۍ حکم صادر کړو، چې 73 کلن نواز شریف د بیرته ستنیدو پر مهال ونه نیول شي. د سترې محکمې د حکم صادریدو سم نواز شریف یوه الوتکه کرایه کړه او د پاکستان په لور الوتنه وکړه. نواز شریف له څلور کلنې جلاوطنۍ ورسته د تیرې شنبې په ماسپښېن اسلام اباد ته راستون شو او ماښام یې په خپله سېمه لاهور کې د خپل مسلم لیک (ن) زرګونو پلویانو ته وینا وکړه. لاهوریانو د هغه تود هر کلي وکړ. 
نواز شریف باید محکمې ته ودرول شي، ځکه محکمې د نواز شریف په بیا سیاست کولو باندې بندېر لګولي دی. سره له دې نواز شریف دا خبره په څرګنده وکړه، چې هغه غواړي، د جنورۍ میاشتې په پاې کې په تمه کیدونکي ټاکنو کې د مسلم لیګ (ن) ګوند مشري وکړي. کله چې نواز شریف دغه اعلان وکړ، د هغه کشر ورور شهباز یې ترشا ودرید. شهباز د اګېسټ تر میاشتې پورې د پاکستاني حکومت مشر و. شبهاز شریف په خپل واکمنې کې د خپل ورور څخه د سیاسي فعالیتونو بندیزونه لیرې کړل او تر عمومي ټاکنو مخکې خپله دنده یوه انتقالي حکومت ته وسپارله او نواز شریف ته یې لاره پرانیستله. پاکستان کې پارلماني ټاکنې باید د سپټمبر په میاشت کې ترسره شوي واې، خو اوس ټاکنې تر جنورۍ میاشتې پورې وځنډیدلې. 
د پاکستان ټول سیاسي شنونکي په دې باور دي او پوهېږي، چې پنجابي واکمنو پوځیانو او جنرالانو له نواز شریف سره بیا د یوې معاملې په ترڅ کې یوې هوکړې ته سره رسیدلي دي. ټاکنې هم په همدې موخه شاته غورځولي شوي دي. پاکستاني جنرالانو په دې موده کې تر ټاکنو مخکې له نواز شریف سره په یوه ستراتیجېکه معامله باندې کار روان کړي دی. په هرصورت سیاسي کارپوهانو په دې نظر دي، چې د نواز شریف او پوځ ترمنځ خبرې اترې شوي دي. د نواز شریف محافظه کورنې په پاکستان کې په بیساري ډول ‌ډیره شتمنې لري. نوار شریف په تیرو وختونو کې څو ځله له زورواکو پوځیانو سره ستونزې درلودلي دي. اوس پنجابي پوځیانو تر عمران خان نواز شریف ته ډیره ترجیع ورکوي. نواز شریف تر ټولو ډیره د پوځیانو خبره ښه مني او نواز شریف د پوځیانو په کنټرول کې ښه ساتل کیږي. پوځیان نواز شریف ته د ثبات راوستو په سترګه ګوري او د پوځیانو غوښتنو ته بلا قیدو شرط غاړه ږدي. شریف په دې پوهېږي، که هغه بیا د زور وهلو او سترنزو جوړولو هڅه وکړي، نو هغه بیا په اسانۍ سره  شوټ کړل شي او له واکه به غورځول کیږي. همدې پوځیانو یو ځلې د نواز شریف په وړاندې د عمران خان پلوي کوله. بیا عمران غوښتلو د پوځیانو واک ورمحدود کړي، چې له همدې امله د دوی ترمنځ دښمنې رامنځته شوه. اوس دوی عمران خان په زندان کې کینولي دی او اجازه نه لري، چې په ټاکنو کې برخه واخلي. 
په 2022 کال د پریل په میاشت کې عمران خان د عدم اعتماد په رائیه کې له دندې لرې شو. خو هغه لا هم د پاکستان مخکښ اپوزیسیون یو مهم شخصیت دی. د عمران خان په ځیر وسمهال نواز شریف هم د پارلمان څوکۍ ته د کاندیدیدو وړ نه دی. عمران خان په یوه بله قضیه کې تورن شوي، هغه له ګوښه کیدو ورسته د حکومت په رسمې رازونو افشا کولو باندې تورن دی. په دې قضیه کې عمران خان د احتمالي مرګ له سزا سره هم مخ دی او احتمال لري چې عمران خان اعدام شي.
د نواز شریف ګوند ویلي، چې دوی غواړي نواز شریف د څلورم ځل لپاره واک ته ورسوي او بیا یې لومړي وزېر کړي. پاکستان کې مخکې له مخکې ولسي جرګه یا پارلمان د تیر اګېسټ په میاشت کې منحل شوي.
دا مهال د شریف ځای ناستي عمران خان د فساد په تور په بند محکوم شوي دی. پنجابی مافیایې پوځیانو ټول پاکستاني سیاستوال بلاک میل کړي او د شطرنج سیاسي تختې په لوبه کې ټول سیاستوال په کشټ کې کینولي یا نیولي دي. ٬٬ اس کې پیچې وردي هې٬٬
په پاکستان کې خلکو د سخت اقتصادي بحران، د امنیتي کړکیچونو، نا امنیو، د پاکستان تجزیه کیدلو له وجهې په سیاست او حکومت باندې نوره خپل اعتماد او اعتبار له لاسه ورکړي دی. پوځیان او پاکستانیان پوهېږي، چې پاکستان د نړۍ له نقشې څخه د ورکیدو په لور روان دی. نواز شریف په خپله وایې، چې ملک د بریادۍ او تباهۍ تر حده رسیدلي دی. وسمهال نواز شریف نور هغه سړی نه دی، چې پاکستان ورته اړتیا لري، نواز شریف درې ځلې یوه سوځیدلي ازمویل شوي بد نامه مهره ده، پاکستان د خپلو اقتصادي ستونزو او امنیتي او سیاسي بحرانونو او کړکیچونو حلولو لپاره زړې فورمولي ته او سوځیدلو بدنامو مهرو ته اړتیا نه لري. 
پای