سرچېنه: برلین ــ هڅوب مجله
 
سرېزه:
د اټوم بم یا د سولې وسلې تاریخ: په لومړي ځل کله چې انسان د اټوم بم جوړولو په اړه فکر وکړ. په 1933 کال کې په هنګري کې د فزیکپوه لیو زیلارډ لخوا د دویم نړیوال جنګ پر مهال و. خو دا مهال ساینس لا جوړولو ته نه و چمتو شوې. یوازې په حدسونو، ګمانونو او اټکلونو کې بم جوړ شوي و. په 1938 کال د ډسمبر په 22 مه نېټه په برلین کې د اټوم په هسته کې سورې کشف شو. له دې نېټې ورسته د اټوم بم جوړولو ته لومړنۍ لار جوړه شوه. ځکه دغې تشخیص څرګنده کړه، چې د یوه غیر کنټرول شوي زنځیري غبرګون اغېز خورا لوړ ویجاړونکي ځواک لري یا رامنځته کوي. تمه او موخه دا وه، چې څنګه د اټوم په هسته کې نغښتي غیر فعاله انرجي څخه ګټه واخیستل شي.
په 1945 کال کې د نړۍ په تاریخ کې لومړنۍ اټومي بم وچاودید. بم ته په دې موخه چادونه ورکړل شوه، چې دا به نوۍ عصر کې د ګواښمنو ډله ییزو ویجاړیو لپاره یوه تر ټولو لویه غوره پیاوړي وسله وګرځي. جاپان کې د دې اټومي وسلې کارونې له امله لږ تر لږه دوه سوه زره کسان په څو ثانیو کې ووژل شول. هیروشیما په یوه ورځ کې په یوه کندو کپره وحشتناکه دښته بدله شوه. د اټومي بم چاودنې رڼا د زرو لمرونو له رڼا څخه روښانه وه. د اټومي بم بیساري راډیو اکټیفي وړانګو ټوله نړۍ په وېره او وحشت کې کینوله. په نړۍ کې سړه جګړه هم پیل شوه، د دې ویجاړونکو وسلو جوړونکو یا مخترعینو څخه یو د اټومي بم پلار جې رابرټ اوپین هایمر و. د نوموتي تکړه ساینسپوه او فزیکپوه رابرټ اوپین هایمر لاسونه هم په سرو وینو ککړ دي. د نوموړي نوم د اټومي بم سره مترادف دی. رابرټ اوپین هایمر د خپل وخت یو له تر ټولو خورا مشهورو فزیکپوهانو څخه و. فزیکپوه رابرټ اوپین هایمر د امریکا متحده ایالاتو لپاره اټوم بم جوړ کړ. نوموړي د لومړنې اټومي بم اختراع او پراختیا مسوولیت په غاړه لري، چې بیا ورسته هغه د امریکا د وسلو تسلیحاتې پروګرامونو او اټومي پالیسیو سرسخت منتقد وګرځید. خو په ورته وخت کې د نړی سانیسپوهانو په سېمبول هم بدل شو. لومړي له دې امله ښه وستایل او ولمانځل شو، خو بیا ورسته شوروي اتحاد ته د جاسوس په تور په یوه جادویې معامله کې ښکار او د غدار په نامه بد نامه کړل شو. 
د اوپین هایمر اړوند پیچلتیاوې او پوښتنې په شلمه پیړۍ کې د ساینس او سیاست ترمنځ د تاوتریخوالي په ساحه کې د لویو امریکایي ډرامو څخه ګڼل کیږي. رابرټ اوپین هایمر له یوه نوموتي ساینسپوه څخه تر متحده ایالاتو ملي امنیت ته ګواښ پورې ورسید. دا تکړه نوموتي فزیکپوه څوک و، چې لومړي یې د اټوم بم ویجاړونکي ځواک ته چاودنه ورکړه او سمدستي د اټومي بمونو ویجاړونکي ځواک څخه خبردارې ورکړ او په پای کې د شوروي اجیټ په تور تورن شو او د امریکا د ټولو حکومتي پټو محرمو سیاسي ناستو، حلقو او ادارو څخه وشړل شو.؟
امریکایې فزیکپوه رابرټ اوپین هایمر د منهاتن پروجېکټ مشر او د اټوم بم مخترع پیژندل کیږي. خو د هغه میراث تر دې لا هم ډېر پاتې شوي دی. پوښتنه دا ده، چې هغه خپل ژوند د ساینس، سیاست، او اخلاقو ترمنځ څنګه تیر کړ.؟
ناندرېزه متضاد او افسانوي نوموتي تیوریسان فزیکپوه جولیس رابرټ اوپین هایمر د نړۍ لومړنۍ اټومي بم جوړ کړي. نوموړي د خپلي اختراع سره د نړۍ تاریخ مسیر بدل کړ. هغه په خپله کشف شوي اختراع باندې څومره افسوس وکړ.؟
اوپین هایمر او د هغه ډېرۍ همکاران په دې پوهیدل، چې دوی بشریت ته څه ډالۍ کړي. ډېرې ساینسپوهان په شمول د اوپین هایمر د شکونو سره مخامخ ول، ایا دا یو سم کار دی، چې دومره پیاوړي ګواښمنه بده وسله جوړه کړل شي.؟  
دا مهال داسې ساینسپوهان هم ول، چې دوی د شوروي اتحاد په وړاندې د سړې جګړې د اټومي وسلو د سیالۍ ملاتړ کولو. ځېنو ساینسپوهانو د هایدروجن بم د پراختیا سره خپل مخالفت څرګند کړ. د هایدروجن بم د ساده اټومي بم یو زورور پرمختللي ډول دی. د هایدروجن بم یو سوپر اټوم بم دی. دا مهال د ساینسپوهانو په فکرونو کې ډیرۍ وختونه یو ډول بدلونونه څرګندیدل، له ابتدایې ملاتړه تر شدید مخالفت او رد پورې رسیدلي وو. ساینسپوهان د اخلاقو یا وجدان له دوراهې سره مواجې شوي ول. 
ساینس یا پوهنه د تمدونونو بنسټ جوړوي. د نوي ساینس کشفونه په خلکو کې تجسسونه راپاروي. دغه نوي ساینس هغه څه تشریح کوي، کوم څه چې تر دې مخه د نه پوهیدو وړ وه. حتی ساینس کولي شي نړۍ یوه ښه مسیر ته لارښوونه کړي. خو څه پېښېږي، کله چې مختراع څیړونکي په خپله ونده باندې پیښیمانې څرګنده کړي.؟
په دې لیکنه کې د اټوم بم پلار کیسه راسپړل شوي. که د چا خوښه وي یا نه وي، خو جيلوس رابرټ اوپین هایمر یو تر ټولو مهمو علمي شخصیتونو څخه و، چې تر اوسه په دې برخه کې هغه کار او ژوند کړي‌ دی. دا خبره د اوپین هایمر فلم ډایرکټر کرستوفر نولان د خپل نوي فلم په اړه کړي. د اوپین هایمر په نامه فلم اوس د نړۍ په سیمناګانو کې نندارې ته ایښودل شوي او ما لیکوال هم له دې فلمه لیدنه کړي ده. د فلم ډایرکټر کرستوفر نولان د اټوم بم تاریخ پیدایښت او د څیړل شوي فزېکپوه اوپین هایمر ژوند لیک په فلم کې بیانوي. په فلم باندې ډیرې نیوکي شته، خو په دغه درې ساعته فلم کې عجیبه خبره دا ده، فلم د اټوم بم جوړیدو او پراختیا په اړه دی، خو د هېروشیما او ناګاساکې اټومي برید یوه خبره یا صحنه په کې نه ښودل کیږي.؟ ښایې د فلم ډایرکټر امریکایې جنګي جنایات یا وحشتونه په کې نه ښودل. 
د اټوم بم پلار جې رابرټ اوپین هایمر څوک و.؟
په 1904 کال د اپریل په22  مه نېټه رابرټ اوپین هایمر په نیویارک کې په یوه شتمنه یهودي جرمن کډواله کورنۍ کې زیږیدلي. په 1888 کال کې کورنۍ د امریکا په متحده ایالاتو کې استوګنه شوي. د هغه پلار د جرمني د هسین ایالات څخه د ټوکرانو واردونکي و. په کوشنيوالي کې رابرټ بېلا بیل کیمیاوي منرالونه راټول او د نورو ماشومانو سره د لوبې پر ځای په خپل میکروسکوپ کې کتلو. مور او پلار یې رابرټ په ماشوماتوب کې یو نابغه بللو. رابرټ هیڅ ډول ملګري نه درلودل. رابرټ د لیسې څخه تر فارغیدو ورسته لومړي د هاورډ پوهنتون کې کیمیا زده کړه، بیا یې د کیمبرج په پوهنتون کې فزیک زده کړو. د کیمبرج لابراتوار هغه دومره ډیر مایوسه او ستړي کړي و. چې کله نا کله هغه ځان پر ځمکه غورځولو، هاخوا او دیخوا پر ځمکه تیلیدلو. ویل کیږي، چې هغه یو ځلې هڅه وکړه، څو خپل پوهنتون استاد د یوې زهرجنې مڼې له لیارې مسموم کړي. نږدې و چې رابرټ اوپین هایمر له دې امله له پوهنتونه وشړل شي. هغه د خپل کاره د ناخوښۍ له امله په سخته روانې ناروغې اخته او په کې ډوب شوې و. د همدې رواني ناروغي په بهیر کې غوښتل خپل استاد د زهرجنې منې له لیارې مسموم کړي. همدارنګه کله چې اوپین هایمر ته یوه نږدۍ ملګري د خپل واده په اړه خبر ورکړ، هغه خپل ملګری په ګیروان کې نیسي، نږدې وه چې خپل ملګری په خفق کولو سره ووژني. 
خپله رابرټ اوپین هایمر د اټوم بم کارولو ورسته لیکي: د هغه ماشومتوب دی د نړۍ دې ستر جنایتونو نه دې چمتو کړي، هغه د ماشومتوب یوه ډیره ښه دوره تیره کړي ده. د هغه او ورور یې فرانک څخه ښه روزنه او پالنه شوي ده.
رابرټ اوپین هایمر له ډېرو بیلا بېلو علومو سره لیوالتیا درلوده. په هاروړد پوهنتون کې کلاسیکه فلسفه، ختیځپوهنه او طبیعي علوم زده کړل. د هنرونو سربیره د مور انځورګري، د فرویډ سیکالوجېکي تحلیلونو او په ځانګړی توګه د لرغونو ژبو سره مینه درلوده. نوموړي په پوهنتون کې یوناني ژبه زده کړه او ورسته په سنسکریت ژبه کې دومره ښه مهارت ترلاسه کړ، چې هغه د هندي مذهب بهګواد ګیټا کتاب متونونه په اصلي ژبه کې لوستل. د رابرټ اوپین هایمر خپل مشهور اقتباس د همدې هندي کتاب په حوله کړي دی. په کوم کې چې هغه ځان د ٬٬ د جهانونو ویجاړونکي٬٬ په توګه ګوري. په لویدیځه نړۍ کې د یونان فلسفه په حقیقت کې د ساینس بنسټ ګڼل کیږي، خو رابرټ اوپین هایمر یو ځلې ویلي و، چې هغه د ختیځ فلسفه یا لیکنې تر یوناني فلسفې ډېرې ژورې او له مفهومه ډکې موندلي دي. 
په 1922 کال کې ځوان رابرټ اوپین هایمر د هارورډ پوهنتون کې زده کړې پیل کیړې، هغه د کیمیا مضمون لیکچرونو سربیره د هنرونو او د مهندسي معماري لیکچرونو کې هم برخه اخیستله. د فزیک سره د هغه لیواتیا د پوهنتون په دریم کال کې پیل شوه. په 1925 کال کې د هارورډ پوهنتون څخه د کیمیا په برخه کې فارغ شو او بیا انګلیستان کې یو څه موده په کیمبرج کې د فاویندیشن کیمیا لابراتوار کې تېر کړل. هغمهمال اروپا د فزیکپوهنې یو پرمختللي مرکز و، چیرته چې په 1920 د کوانټم فزیک تیوري یا د اټوم بم تیوري رامنځته شوې ده.
هغمهال اروپا د وخت اټومي څیړنو مخکښ مرکز و. رابرټ اوپین هایمر بیرته جرمني ځي، تر څو د ګوټېنګن پوهنتون کې د کوانټم فزیک لوړې زده کړې ترسره کړي. په هغه وخت کې د جرمني ګوټینګن پوهنتون د کوانټم فزیک په برخه کې یو نامتو پوهنتون و. په جرمني کې له ځینو نورو مشهورو ساینسپوهانو سره اشنا کیږي. دوی په خپلو کې خپل اندونه او تجربې تبادله کولې او شریکولي. نوموړي له ادوارډ ټیلر سره هم اشنا کیږي، هغه د ٬٬هایډروجن بم پلار٬٬ و. اوپین هایمر د جرمني ګوټینګن پوهنتون کې د کوانټم فزېک کې ډوکټورا باندې کار پیل کړ. د اټوم بم په اصل کې د کوانټم فزیک پر بنسټ ولاړ دی. په 1930 مو کلونو کې کوانټم فزیک یو نوي علم و. رابرټ اوپین هایمر د فزیکپوهانو دویم نسل سره تړاو لري، کومو چې د کوانټم فزیک کې څیړنې، پلټنې او کار کړي دی. په سویس او هالینډ کې د یوې لنډې مودې کار کولو ورسته بیرته امریکې ته ورستنېږي. 
په 1940 کال کې د متحده ایالاتو حکومت لخوا د اټومي څیړنو پروژې کشفیات د پوځي موخو ترلاسه کولو لپاره وګمارل شو، چې موخې په 1938 کال کې د اټومي هستي انحلال یا د اټوم هستي ته سوری ورکول او کشفول و. رابرټ اوپین هایمر په انځورونو کې تل په خوله کې له یوه سیګریټ یا پایپ سره لیدل کیږي. هغه ځښت ډیر سیګریټ څکولو او د ستونې سرطان د ناروغي له امله ومړ. کله چې نوموړي پر خپلو کارونو تمرکز کاوه، کله نا کله ډوډۍ یا خوراک ترینه هیریدلو. په 1965 کال کې د ستونې سرطان ناروغي تشخیص وشو، جراحي عملیات هم وشو، د شیمو ټراپې او د وړانګو درملنې یې هم وکړه، خو بالاخره ټولې هڅې بې ګټې شوې. په 1969 کال کې رابرټ اوپین هایمر د 62 کلونو په عمر ومړ. هغه د اټومي بم پروجېکټ یوازینې کارکونکی نه و، چې د سرطان په ناروغي اخته شو. داسي شواهد شتون لري، چې د پروجېکت ډیرۍ کارمندانو ترمنځه د پلوټونیم سره د کار کولو له امله د سرطان ناروغي پیښې په کې زیاتې شوې وې. 
پرته له شکه رابرټ اوپین هایمر نړۍ اټومي دور ته بوتله، نوموړي د نړۍ لومړنۍ اټومي بم د نیو میکسیکو په دښتو کې په یوه پټ لابراتوار کې جوړ کړ. ایا دغې افسانوي تیوریکي فزیکپوه په ريښتېنې مانا سره د خپلې اټومي څیړنېزه بریا په اړه پیښیماني وښودله.؟ حقیقت لږ تر لږه همداسي لکه د اټوم بم جوړولو ترشا ساینسي پیڅلې څیړنو په څیر پټ پاتې شوي دی. رابرټ اوپین هایمر یو لوړ فکره انسان و، هغه د دریو کلونو ورسته د هارورډ پوهنتونه د summa cum laude په ډېره اعلی درجه فارغ کیږي. له دې ورسته هغه د انګلستان په کیمبرج پوهنتون کې تیوریکي فزیک لوړې زده کړې ترسره کړې او په 23 کلنۍ کې د جرمني له ګوټینګن پوهنتون کې د ډوکټورا سند ترلاسه کړو. د خپلو علمي ساینسي څیړنو په ترڅ کې د کوانټم تیوري ته وده ورکره او نوموړي ډېرې علمي مقالې او علمي څیړنې له نیوټرون څخه رانیولي بیا په کایناتو کې تر تور سورې پورې پلټنې ترسره کړې دي. 
ورسته له هغې چې متحده ایالات په 1941 کال کې په دویمه نړیواله جګړه کې له متحدینو سره یو ځاې شول، د امریکا دفاع وزارت رابرټ اوپین هایمر ته دنده وسپارله، چې د منهاټن مخقي یا پټې پروجېکټ مسوولیت په غاړه واخلي، څو اټومي وسلې ته وده ورکړي او اټومي بم جوړه کړي. اټومي وسله په یوه پټ لابراتوار کې جوړه شوه، لاس الاموس په متحده ایالاتو کې هغه سیمه ده، چې لومړنۍ اټومي بم په کې جوړ شو. 
 
د منهاټن پروجیکټ
په 1939 کال د سپټمبر په لومړی نېټه په اروپا کې دویمه نړیواله جګړه پیل شوه. د جرمني نازي امپراتوري وسله وال پوځ په څو میاشتو کې ماسکو ته نږدې شوي و. په 1941 کال کې د ډسمبر په اوومه نېټه په پړل هاربړ باندې د جاپان خونړۍ برید سره د امریکا متحده ایالاتو په جګړه کې د ښکیلیدو نېټه شمېرل کیږي. په 1942 کال کې جاپان د هېټلر د خوشاله کولو لپاره د الاسکا په یو بندر باندې برید وکړ او امریکایې ټاپوګان اشغال کړل. لنډه دا چې په پایله کې واشنګټن دې ته اړ کیږي، څو د اټوم بم جوړولو یو پټ پروګرام باندې کار پیل کړي. امریکایانو غوښتل داسي یو بم جوړ کړي، چې د نورو چاودیدونکو بمونو ځواک په پرتله ډېر قوي وي او د دودیزو بمونو ویجاړونکی ځواک دړې وړې کولو توان او وړتیا ولړي، چې هغه د اټوم بم جوړول و.
په 1938 کال په ډسمبر میاشت کې د جرمني فزیکپوهانو اوتو هان او فریټڅ شتراسمن پلټنو دا ثابته کړه، چې د یورانیمو اټوم په دوو نورو اټومونو کې ویشل کیږي. له دې سره د اټومي هستې انحلال کشف وشو. یوازې څو دقیقې ورسته اوپین هایمر له دې مهم خبر څخه خبریږي. فزیکپوه اوپین هایمر په دې پوه شو، چې دا طریقه په ډیر لږ وخت کې د لوی مقدار انرجي ترلاسه کولو یا تولید لپاره کارول کیدلې شي او په دې توګه کولی شي، په تیوریکي توګه یو اټوم بم جوړ کړي. د همدې کال د اګېست په میاشت کې انشټاین د امریکا ولسمشر روزولټ ته یو مشهور مهم لیک وراستوي، په لیک کې هغه ته دا خبردارۍ ورکوي، چې په جرمني‌ کې د اټوم بم په جوړولو باندې کار روان دی او د اټوم بم جوړولو احتمال شته. د امریکا ولسمشر د دې لیک په غبرګون کې سمدلاسه یوه کمېټه د اټوم بم جوړولو او څرنګوالي لپاره جوړه وي. د اټوم بم جوړولو په همدې لومړني پړاو بهیر کې اوپین هایمر ډاډمن و، چې یوازې یو اټومي بم به هېټلر له اروپا څخه ورک کړي. په اروپا کې د فاشیزم خپریدو له ویرې یهودۍ اوپین هایمر ځښت ډیر فعال او متحرکه شوي و. په ورته وخت کې استخباراتي سرچینو دا راپور هم ورکړي و، چې جرمني خپل اټومي پروګرام جوړ کړي دی او ښه پرمختللي هم دی. 
په 1939 کال په سپټمبر کې ډنمارکی فزېکپوه نیلس بوهر د امریکا لاس الاموس ته راځي، هغه نه غوښتل، چې د اټومي بم جوړولو کې کار وکړي یا ملاتړ وکړي، بلکې هغه غوښتل، ساینسپوهان فکر کولو ته وهڅوي، چې ایا دغه د بشریت ضد بم په ریښتیا سره جوړ کړو. د ډنمارکي فزیکپوه فکر کولو طریقه پر اوپین هایمر باندې خورا ډیر اغېز وکړ. چې دغه بم به د انسانیت یا بشریت تاریخ په بشپړ ډول او په ژوره توګه بدل کړي. بوهر او اوپین هایمر بیا هم ډاډمن وو، چې اټومي بم به د بشریت لپاره سوله ګرانټي یا تضمینه کړي. 
د ویاړ مډالونو او تر امنیتي ګواښونو پورې د منهاتن پروجیکټ شاخوا 1,9 میلیارده ډالر لګښت درلود. په 1942 کال رابرټ اوپین هایمر په لاس الاموس لابراتوار کې کار پیل کړ. رابرټ اوپین هایمر د سلګونو او بیا ورسته د زرګونو کارګرانو په شمول د اټومي بټۍ څېړنېزه ټیم چې په هغه وخت کې د وخت تر ټولو غوره عالي ذهنونو سیانسپوهانو څخه جوړ و، د بریالیتوب په موخه مسوولیت په غاړه درلود. په 1945 کال کې د جولاې 16 مه نېټه رابرټ اوپین هایمر او د هغه ټیم د لاس الاموس په سویل کې په یوه پټ ځای کې راټول شول، چیرې چې دوی د ترینېټې ازمویښت تر سره کړ. د ترینېتي ټسټ د نړۍ لومړني اټومي چادونه وه. د نړۍ لومړنۍ اټومي چاودنې پرمهال د نړۍ امنیتي وضعیت خورا کړکیچن و، په بله وینا نړۍ په اور کې سوځیدله، ځکه د اټومي څېړنو څېرنوال پوهیدل، چې د اټوم بم د ٬٬ کادجیټ٬٬ په نوم یادیدو د نړې برخلیک بدلولو ورتیا لري. دوی په دې باور درلود، چې اټومي وسلې به دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسوي. که څه هم په اروپا کې جګړه پاې ته رسیدلي وه، خو د متحده ایالاتو سیاسي واکمنانو پر جاپان باندې د بریدونو تمه او نیت درلود، څو ډېرې وینې وبهیږي. د اټومي وسلې کارولو اصلې ګواښمنه موخه دا وه، څو د جاپان حکومت تسلیمي ته مجبور کړل شي. ساینسپوهان د خپلو څیړلو په ترڅ کې د اټومي بم په جوړولو او وده کولو کې بریالي شول. 
په 1945 کال کې د جولای په 16 مه نېټه د ټزینټي ازموېښت څخه 21 ورځې ورسته د 1945 کال د اګېسټ په شپږمه نېټه د اټوم بم په لومړي ځل وکارول شو. دوه هغه بمونه چې رابرټ اوپین هایمر جوړ کړي وو، د 1945 کال د اګېسټ په شپږمه نیټه امریکایانو په هیروشیما کې خپل اټوم بم وغورځاوه. درې ورځې ورسته په ناګاساکي باندې دویم بم وغورځولو. لومړی بم د جاپان هېروشیما ښار یو دم خاورې ایرې کړ، درې ورځې ورسته دویم بم د ناګاساکې پر ښار وروغورځول شو. لږ تر لږه 110 زره کسانو خپل ژوند سمدستی له لاسه ورکړ. د 1945 تر پایه130000  نور د دې اټومي بمونو د پایلو او زیانونو له امله مړه شول. اکثریت قربانیان ملکي وګړي ول، په راتلونکو ورسته کلونو کې نوره څومره ووژل شول، سمه پته یا احصائیه لا نشته او ودان ښارونه په بیساري ډول ویجاړ کړل شول. 
د ناګاساکي بم غورځولو شپږ ورځو ورسته د جاپان امپراتور هیروهېټو د خپل هیواد جاپان تسلیمیدل اعلان کړل. رابرټ اوپین هایمر د همدې کمېټې غړي و، کوم چې زر تر زره د جاپان په وړاندې د بم کارولو سپارښتنې کولې. اوپین هایمر ډېرې جایزې ترلاسه کړي، د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو لوړه ملکي جایزه یې ترلاسه کړه. خو کله چې اوپین هایمر د اټوم بم غورځولو پایلې ولیدلي، هغه په خپله د نورو اټوم بمونو کارول وغندل او د اټومي وسلو او انرجۍ نړیوال کنټرول غوښتنه یې وکړه. هغه په خپله د خپلې نوی اختراع تر ټولو لوی مخالف وګرځید. 
په هر صورت د امریکا متحده ایالاتو اټومي بم ازمویښتونو ته دوام وکړو، د جګړې ورسته ساینسپوه ټېلر د سوپر بم یا د هایدروجن بم جوړولو ته دوام ورکړ. دغې هایدروجن بم د هیروشیما بم په پرتله شاخوا څلور زره ځله ډیر چاودیدونکي ځواک لرلو. په 1952 کال کې د امریکایانو لخوا هایدروجن بم وازمویل شو. امریکایانو ان په ټلوېزون کې په ژوندې بڼه اټومي ازمویښتونه ښودلي دي. تاریخ پوهان لا تر اوسه پر دې بحث کوي، چې ایا د متحده ایالاتو حکومت په قصدي ډول د ساینسپوهانو او څیړنوالو غوښتنې له پامه وغورځولي، امریکایانو یوازې په پوځي اهدافو بریدونه پیل او ترسره نه کړل، بلکې په ملکي عامه ځایونو باندې ترسره کړل، ترڅو جاپان تسلیمدو ته اړ باسي. د هیروشیما د برید په شپه رابرټ اوپین هایمر د لاس الاموس لابراتوار کې د څیړونکو لخوا وستایل شو، رابرټ اوپین هایمر وویل: چې د هغه یوازینۍ خواشېنی دا ده، چې د هغه اټومي بم په ټاکلې شوي موده کې بشپړ نه کړ، څو د جرمني په وړاندې کارول شوې واې. که څه هم اوپین هایمر یوازې د نړۍ لومړني اټومي بم اختراع نه کړ، خو هغه د منهاټن پروجکټ د یو لوړ پوړي ساینسپوه په توګه په برییالتوب کې مهم رول ولوباوه. له همدې امله اوپین هایمر د ټایمز مجلې په پوښ کې د ٬٬ اتوم بم پلار٬٬ په نامه یاد شوي دی. 
 
رابرټ اوپین هایمر ولې اټوم بم اختراع کړ.؟
د دویمې نړیوالې جګړې په بهېر کې د امریکا حکومت په زیاتیدونکي ټوګه اندېښنه درلوده، چې نازي جرمني ممکن لومړني هیواد وي، چې د اټومي بم جوړولو یا یورانیمو پروجېکټ چارې پیل کړي وي، د همدې ګواښ د مخنیوي لپاره امریکا د منهاټن پروجېکټ او اټومي بم جوړولو چارې او پراختیا ته مخه کړه. 
د 1941 کال د ډسمبر په شپږمه نېټه یوه ورځ مخکې په پړل هاربړ سیمه کې د امریکا پر جنګي بیړیو یو لښکر باندې د جاپان ناڅاپه هوايي برید ترسره کیدو ورسته د امریکا حکومت د اټومي وسلو د جوړیدو پریکنده پریکړه وکړه. له دې لوې پرېکړې ورسته متحده ایالات د نیو میکسیکو په دښتنه کې خپله لومړني اټومي ازمویښت ترسره کړ. 
د 1945 کال د جولای په 16 مه نېټه د سهار په پینځه بجو او دیرشو دقیقو د نیو میکسیکو په دښته کې د یوې سترې رڼا روښانه وړانګې خپرې شوې، چې رڼا یې د زرو لمرونو له رڼا څخه ډیره روښانه ځلیده. د اور ټوپ یا غونډاري ډوله وړانګو د خپل شاوخوا هر څه له منځه یوړل او د یو مړغړي په څیر یو ډول وریځ یې په اسمان کې رامنځته کړه، چې له دولسو کیلو مترو ډیره لوړه فضا ته پورته شوه. د دغې اټومي وړانګو رڼا رنګ لومړي له سرو زرو څخه ارغواني ته واوښت، بیا ویولېټ یا بنفش، خړ او نیلي رنګ اختیار کړ. د یوې ثانیې په طول کې په میلیونمه برخه کې حرارت شګۍ شیشې ته ذوب کړې یا شېګې یې یودم په شیشه بدله کړه او بیا د دوړو یا ګرد او غیار یو مشروم اسمان ته پورته شو، هرې خوا ته د دوړو فشار څپې خپریري شوې. 
سانیسپوهانو او د رابرټ اوپین هایمر ټیم خپله دنده ترسره کړه، ورسته له هغې کله چې اټومي چادونه یې مکمله ترسره کړه او د نړۍ اټومي وسلې چاودنه ولیده، دوی له یو بل سره وخندل او لاسونه یې یو بل ته سره ورکړل، د دې بریالي ورځې د لمانځلو لپاره د برانډي پیکونه سره وجنګول او وڅښل. خو دوی بیا د دې وژونکې خطرناکې وسلې پر پټنسیل یا فوقعلاده ځواک باندې فکر وکړ، کومه وسله چې دوی جوړې کړي ده، دوی یوازې د نړۍ لومړنې اټومې وسلې ته چادونه ورکړه. دغه چاودنه د Trinity یا درې اړخېزه کوډ په نامه ترسره شوه. د یوې ساینسي بریا په نامه ونومول شوه. رابرټ اوپین هایمر د بشریت تاریخ تر ټولو پیاوړي خطرناکه بده وسله اختراع کړه. په دې موخه چې اټوم بم به د نړۍ ټول جنګونه پای ته ورسوي. دوی اټوم بم د سولې د تامین په پلمه جوړ کړ.؟. لږ ورځې ورسته د اګېسټ په شپږمه نېټه یوې امریکایې الوتکې د جاپان په هیروشیما ښار باندې د اټوم بم وروغورځاوه. درې ورځې ورسته یو بل اټومي بم په ناګاساکی ښار باندې ورواچول شو، چې د 200000 ډیر خلک وسوځول شول یا وژنکو اټومي راډیواکټېفي وړانګو ووژل. فزیکپوهان پوه شول، چې ګناه څه شي ده او د دوی دا پوهه به هیڅکله دوی په بشپړه توګه په ارامه پرې نه ږدي. د بشریت په وړاندې دې ستر ظلم او ترهګرې وسلې سره د یهودي جي رابرټ اوپین هایمر نوم مترادف دی. له دې امله د نړۍ په تاریخ کې د هغه نوم د اټوم بم پلار په نامه ثبت شوي دی. 
د اټوم بم جوړیدو دریو کاله ورسته، د 1945 کال د جولای په 16 نېټه د اټومي بم لومړنۍ ازمویښت ترسره شو. د همدې کال د مۍ میاشتې په پیل کۍ جرمني تسلیم شو، خو په امریکا کې د اټومي بم جوړولو چارې په شددت سره روانې وې. د امریکا حکومت د دې اټومي ازمویښت په اړه روسیې ته مالومات ورنه کړل. ولسمشر ټرومن غوښتل، چې د جرمني پوټسدم کنفرانس په جریان کې د روسیې سټالین له خپل اټومي پروګرامه خبر کړي. 
 
پر جاپان اټومي بم غورځول بشریت ته یو جدي خبردارۍ 
د 1945 کال د اګېسټ په شپږمه نېټه د ګهیځ په اتو بجو، شپاړلسو دقیقو او دوه ثانیو باندې د امریکا متحده ایالاتو هوایې پوځ لخوا د جاپان په هیروشیما ښار باندې اټومي مرګونې بم وغورځول شو، ترڅو دغه هیواد په دویم نړیوال جنګ کې تسلیمیدو ته مجبور کړي. لسګونه زره انسانان په یوه وخت کې په ډېره بیرحمه توګه ووژل شول. د هیروشیما ښار د اټومي بم غورځولو سره په بشپړ ډول ویجاړ شو. درې ورځې ورسته په ناګاساکې کې بل اټومي بم وچاودید. دا تر اوسه د نړۍ په جګړو کې لومړی او ورستۍ ځل دی، چې یو دولت د بل هیواد پر ضد د خپل ویجاړونکي پوځي ځواک سره اټومي بم هم کاروي. هغمهال هیروشیما کې د جاپان یوه لویه پوځي اډه پرته وه، چې شاخوا څلویشت زره پوځیان په کې مېشت ول. په دې ښار کې نږدې 250 زره ملکي وګړي اوسیدل، له اټومي چاودنې سره سم سمدلاسه اتیا زره کسان ووژل شول. د ښار اتیا سلنه ودانې یو دم په ځمکه کې محوه شوې، د اور طوفان په ښار او سړکونو باندې خپور شو. 
له زرو لمرونو څخه روښانه رڼا دا هغه کلمې وې، کله چې په لاس الاموس کې د لومړي اټومي بم چاودنه وشوه. تر هیروشیما او ناګاساکې اټومي بریده پورې هیڅوک نه پوهیدل، چې څه به پېښ شي، که چیرې دغه نوي وسله په خلکو او ښارونو وکارول شي. کله چې په هیروشیما او ناګاساکي اټوم بمونه وغورځول شول، دوه پرمختللي ښارونه په څو ثانیو کې ړنګ شول. دا یوازې اټومي چاودنې نه وې، چې د داسو جدي پایلو لامل شوې، بلکې دا بیساري راډیواکټېقي وړانګې وې، چې د دوو جاپاني ښارونو خلک تر نن ورځي پورې سخت اغېزمن کړي دي. دې چاودنې د ځمکې څخه د یوې لوې وریځې په څیر وده وکړه، لکه چې دې ورځو غوښتل چې اسمان سوری کړي. ٬٬ ما نا څاپه د سخت یخ ساړه احساس وکړ، زما په ځان کې سخته ویره وغوټیده، دا څه شي دي.؟ ما مخکې هیڅکله داسي څه نه وه لیدلي، دغه لویه وریځ داسي لویده او ستره کیده، لکه چې غوښتل یې چې ټوله هیروشیما په خپل ځان کې ښخ کړي. د ونو او پاڼو له منځه یو طوفاني قوي باد راغي، چې په کې د کلیوالو نارې سورې او چېغې زموږ تر غوږونو شوې. هیروشیما یوه خړه سپره دښته وګرځیده، دغه ښار په یوه ورځ کې له خارو سره خاورې ایرې شو. دغه خبرې د یوه ژوندي پاتې شوي جاپاني خبرې وې. له دې مالومیږي چې بشریت له یوې بدې خطرناکې وسلې سره لوبې کوي. سمدلاسه ټولې د اټومي انرجۍ بټې او اټومي وسلې باید خوٍنثا او بې مانا وګرځولي شي.
له همدې امله هیروشیما د سړې جګړې په بهیر کې یو وېرونکی سېمبول ګرځیدلي و. د اټومي وسلو کارول او ویجاړول بشریت ته او د نړۍ ولسمشرانو ته یو جدي خبردارۍ ګرځیدلي دی. د هیروشیما او ناګاساکې اټومي برید دا تشریح کوي، چې دا بې مانا اټومي برید یو بد ترین او فجیع ترین ډول د انسانانو نسل وژنه او یو جنګي جنایت دی. د امریکا دغه برید د شوروی اتحاد په وړاندې د خپل پوځي قدرت ښودلو په مانا هم تعبیر کېږي، ځکه چې روسیې په اتم د سپټمبر د جاپان په وړاندې جګړه کې ورداخل شو. امریکایانو داسې انګیرل، موږ په نړۍ کۍ تر ټولو ځواکمن ملت یو، کله چې موږ لومړنی اتومي بم جوړ او وکارولو. 
 
د اوپین هایمر زوال
کله چې اوپین هایمر د هایدروجن بم جوړیدلو او د پراختیا په وړاندې خپل منفي دریځ څرګند کړ، هغه یوازې ځان ته دښمنان ډیر کړل. په دې ډله کې ساینسپوه ا‌ډوارډ ټیلر د هایدروجن بم پلار په نامه پیژندل کیدو او بل ساینسپوه لیوس شټراس هم شامل ول. دوی د (AEC) غړي ول، چې د اټومي وسلو د تولید او زیاتوالي په هکله خپله رائیه ورکړي وه. په ځانګړي توګه لویس شټراس غوښتل، چې د اوپین هایمر مسلکی کیریرې یا مسلکي وړتیاوې له منځه یوسي. 
په 1946 کال کې اوپین هایمر د متحده ایالاتو تر ټولو لوړه ملکي جایزه ترلاسه کړه. په1947  کال کې د پرنسټون ښار کې د پرمختللو مطالعاتو انستېټوټ ریئس وټاکل شو. دا مهال اوپین هایمر د امریکا یو اتل ګرځیدلی و. د امریکایې ټولنې د پراخو پرګڼو ملاتړ ترلاسه کړي و. اوپین هایمر د نړیوالي جګړې د چټکي پای ته رسیدو له امله وستایل شو.
په ناګاساکی باندې د اټوم بم غورځولو څو ورځې ورسته، اوپین هایمر د امریکا ولسمشر ته یو لیک واستولو، په هغه کې د اټومي بمونو او اتومي وسلو د نه کارولو بیړنۍ مشوره ورکړي وه. د هغه په وینا، موږ یو داسي شي اختراع کړي، یوه وحشتناکه وسله، چې موږ د نړۍ له ټولو معیارونو او نورمونو په کومو کې چې موږ لوی شویو، وراخوا دا یوه شېطاني بده وسله ده. 
په 25 اکتوبر اوپین هایمر سپینې ماڼۍ ته وردعوت شو. د ولسمشر هیري ټرومن سره لیدنه او خبرې اترې نورمال ترسره نه شوې. ځکه اوپین هایمر ولسمشر ټرومن د یوه احمق انسان په توګه وپیژند. ولسمشر په دې باور و، چې روسیه به هیڅکله اټوم بم تولید نه کړي. اوپین هایمر ولسمشر ټرومن د اټومي وسلو د نړیوال کنټرول سازمان له پلانونو خبر کړ، خو ولسمشر د هغه خبرو ته په جدي توګه ونه کتل، ځکه ولسمشر یوازې متحده ایالات د اټومي وسلې په انحصار کې ګڼلو او پیژندلو. کله چې اوپین هایمر وپوهیدو، ولسمشر ته وویل: ٬٬ زما لاسونه په وینو کې ککړ دي٬٬. دغې خبرې ولسمشر ټرومن دومره په غوسه کړ، چې غونډه یې سمدلاسه پای ته ورسوله، اوپین هایمر یې د ( Cry-Baby Scientist) یا ژړه ونکی ماشوم ساینسپوه په نامه یاد کړ. ټرومن اوپین هایمر ته وویل: چې د هیروشیما خلکو ته دا مهمه نه ده، چې چا دا بم اختراع کړ، دوی ته یوازې هغه سړی مهم دی، چا چې دا بم پرې غورځولي دی. 
د دې سربیره د ډیرو امریکایانو په سترګو کې اوپین هایمر یو اغزی ګرځیدلي و. د هایدروجن بم پراختیا سره مخالفت د امریکا ملي امنیت ته یو ګواښ ګڼل کیدو او په دې توګه د اوپین هایمر د نه همکاري له امله، روسیه د اټومي وسلو په سیالۍ کې برلاسي ښکاریدله. اوپین هایمر د ټاکتېکي اټومي وسلو د پراختیا پلوي کوله، دا هغه اټومي وسلې وې، چې د جګړې په ډګر کې کارول کیږي، دغه وسلې د ښارونو ورانولو او سترو ویجاړو لپاره نه کارول کیږي. بالاخره ولسمشر او متحدین یې د پایلې ته سره ورسیدل، چې نه یوازې رابرټ اوپین هایمر پخواني کمونیستي تمایلاتو لري او د کمونیستانو یو پیاوړي خواخوږۍ دی، بلکې د شوروی اتحاد یو جاسوس هم دی. د اوپین هایمر د کمونیستي تیرو اړیکو او د هایدروجن بم نه تولید له امله امریکا ته یو خایڼ ونومول شو. له دې ورسته په 1953 کال کې اوپین هایمر د امریکا ملي امنیت ته د ګواښ رامنځ ته کولو په درجه بندي کې نیول شو. کله چې مستنطقینو او پلټونکو له اوپین هایمر پوښتنې دروېږنې پیل کړې، هغه ته په ځمکه کې دوزغ وښودل شو، کله چې هغه پوښتل کیدو، چې ولې، هغه به په ځواب کې ویل، ،، ځکه چې زه احمق وم،،
د اکتوبر په 16 مه نېټه اوپین هایمرد منهاټن پروجېکټ څخه استغفآ ورکړه. په همدغه ورځ یوه وینا هم وکړه. چې په کې د اټوم بم د ګواښونو په اړه خبردارۍ ورکړ. که تاسو د دې ښمنۍ نړۍ د وسلو په زیرمتونونو کې اټومي بم وراضافه کړي، نو هغه وخت به راشي، چې بشریت به د لاس الاموس او د هیروشیما په نومونو تاسو ټولو ته لعنت وکړي. د نړۍ خلک باید سره متحد شي، که نه دوی به تباه او هلاک شي. دغه وسله یوه ډیره بده وسله ده، یوه ډیره وحشي او ترهګره وسله ده. اوس باید دا پوښتنه وشي، چې ایا ساینس د انسانیت لپاره ښه دی که نه دی.؟
د باګاوادګیټا د هندوانو یو مقدس کتاب دی، د دوی یوه خدای ویشنو یوه جمله یا وینا د رابرټ اوپین هایمر، چې د سینسکریټ په ژبه پوهیدو په ذهن کې داسي فکر خطور کوي ٬٬ زه اوس هغه مرګ ګرځیدلي یم، کوم چې هر څه لوټوي او نړۍ ته ټکان ورکوي.٬٬  Now, I am become Death, the Destroyer of Worlds“٬٬په 1965 کال کې د تېنتې بریالي ازمویښت ورسته رابرټ اوپین هایمر په یوه مرکه کې هم وویل: اوس یوازې زه مرګ یم، د نړۍ جهانونو ویجاړونکي‌٬٬ هغه زیاته کړه، چې تر ډ‌یره بریده موږ ټولو داسي فکر کولو. 
 
د اټومي وسلو سیالۍ او د اټومي وسلو سیالۍ پای 
د نړیوالې جګړې ورسته د امریکا د اټوم بم ډېرې نور اټومي ازمویښتونه ترسره کړل، چې نورو هیوادونو هم د اټومي وسلو سیاليو ته ځانونه سمبال کړل. د 1949 کال د اګېسټ په 29 مه نېټه شوروي اتحاد هم لومړني اټومي بم ته په بریالیتوب سره چادونه ورکړه. په 1952 کال د اکتوبر په دویمه نېټه بریتانې هم خپلې څېړنې بشپړې کړې او د خپلې اټومي وسلې څښتنه شوه. له دې ورسته چېن د شوروې اتحاد له تخنیکرانو مرسته ترلاسه کړه، د1964  کال د اکتوبر په16  مه نېټه چینایانو هم په اټومي وسلو سمبال شول. په 1952 کال کې د اکتوبر په 31 مه نېټه امریکایانو د اټومي بمونو پراختیا ورسته هایدروجن بم ته پراختیا ورکړه، چې د ویجاړولو ځواک یې د اټوم بم په پرتله 800 ځله نور زیات قوي و. تر اوسه دا پته نېشته، چې شوروي اتحاد ته چا د اټوم بم تختیک ورکړ او چا دا چل ورزده کړ.
د 1952 کلونو راهیسې د ویټنام، کوریا او کیوبا کړکیچ، پر مهال نړۍ د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد ترمنځ د دریمې یا د لومړی نړیوالې اټومي جګړې په څندو کې ولاړه وه. امریکا او روسیې په الوتکو، سمندرې جنګي بیړیو، اوبټلونو او لېرې ویشتونکی توغندیو په سرګولو کې د خپلې اټومي وسلو وړول او ویشتلو زمینه مساعده کړي ده. 
تر 1963 کلونو پورې متحده ایالاتو او شوروي اتحاد له 200 څخه ډېرې د ځمکې لاندې اټومي ازموینې ترسره کړي. دا ازموینې د راډیواکټېفې ککړتیا له امله اوس درولې شوې دي. متحده ایالاتو، لویې بریتانې او شوروي اتحاد د محدودو ازموېنې بندېز تړون (LTBT) لاسلیک کړي. د دې تړون له مخې په فضا یا اټمسقر کې، د اوبو لاندې په سمندرونو کې نوره اټومي ازمویښتونه منع دي. خو د دې تړون سربیره اټومي ازمویښتونه د ځمکې لاندې لا دوام لري.
د 1980 لسیزې په نیمایې کې متحده ایالاتو او شوروي اتحاد شاوخوا 60000 اټومې سرګولې تولیدې کړي او د نړۍ په ډیرو برخو کې نصب کړي دي. دا اټومي وسلې کولي شي، نړۍ له یو ځل څخه ډیره ویجاړه کړي یا له منځه یوسي. د اټومي سیالۍ پای سربیره موږ نن ورځ د شاخوا 16000 اټومي بمونه له ګواښ سره مخامخ یو. که څه هم ډیرۍ هیوادونه اټومي وسلې درلودل او کارول غیر معقول او ناسم کار بولي. خو تر ټولو لوی اټومي ګواښ لا هم شتون لري، چې نږدې 1800 اټومي وسلې د یوې بټن په ټېنګولو توغولو ته د تیارسئ په حال کې چمتو دي. هند او پاکستان یو بل ته د اټومي وسلو ګواښونه کوي. د دې احتمال ‌ډېر شته، چې پاکستاني اټومي وسله د ترهګرو لاسه ته ورشي. افغانستان ته د پاکستاني اټومي وسلو ستر ګواښ متوجې دی. د نړې نهه هیوادونه په اټومي وسلو سمبال دي، خو تر ټولو خطرناک بې ثباته، له تجزېې سره مخ پاکستان دی. د اټومي قدرتونو په نوی اټومي نړی کې پاکستان د لسیزو راهېسې ترهګر پاللي دي. اوس پاکستان د همدې ترهګرو د لوبو ډګر ګرځیدلي دی. له همدې امله ترهګر پاکستاني اټومي وسلو ته ډېر نږدې شوي دي. پرته له شکه پاکستان د سقوط په لور روان دی. فاسدو، بې کفایتو چارواکو، فاسدو کودتاچې پوځیانو ترهګر پال پاکستان له یو ستر ناورین سره مخامخ کړي دی. بې ثباته مصنوعي جوړ پاکستان له خپلو دواړو ګاونډیو هیوادونو سره تاریخي جغرافیایې شخړې لري. که د پاکستان اټومي وسلې د ترهګرو لاس ته ورشي، په ټولو به خوب حرام شي، یا که چېرې په پاکستان کې د ګډوډیو پیښې د دې لامل شي، چې اټومي وسلې د سختدریځو غیر دولتي لوبغاړو لاس ته ولویږي، دا شونې ده، چې د هند یا افغانستان سره په سرحدي شخړو کې دا اټومي وسلې وکارول شي. که څه هم د اېران او شمالي کوریا اټومي پروګرامونو ګواښو د نړیوالو رسنیو سرلیکونه جوړوي، خو په حقیقت کې د پاکستان اټومي وسلې په لومړی سر کې افغانستان، هند او ټولې نړۍ ته لوی ګواښ جوړ کړي دی. د نورو اټومي هیوادونو په پرتله، د پاکستان اټومي وسلو تخنیکي څارنه لوړ پوري پوځیان کوي. له همدې امله په دې تېرو وختونو کې د پاکستان اټومي وسلو د دولتي سلسلې مراتب يا زنځېرې کنټرول په جدی توګه له کنټروله وتلي. د اټومي وسلو د قوماندې په مرکز کې د اوامرو سلسلې په غړو کې، د پوځ قوماندانو ترمنځ په زنځېري اړیکېو سورې رامنځته شوي دي، چې د ترهګریزو ايډیالوجیکي یا د شخصي ګتو او مالي فاسد له امله اټومي وسلې او توکې ترهګرو ډلو ته په اسانه ټوګه وراوړيدلي شي. 
تر 2002 کلونو پورې پاکستاني ساینسپوه عبدالقدېر د پیسو په بدل کې د پټو تماسونو له لېارې په ایران، کمونیسټي دولت شمالي کوریا او لیبیا باندې د اټومي وسلو ټیکنالوجي پلورلي ده. د سي آې اې پخوانی مشر جورج ټېنیټ په وینا، عبدالقدېر خان لږ تر لږه د اسامه بن لادن په څیر خطرناکه سړی و. د لویدیځو استخباراتي ادارو ټول هغه مالومات ارزولي، کوم چې څنګه خان په مکرر ډول د اټومي تیکنالوجي په قاچاق کې ښکیل و. ویل کیږي، چې شمالي کوریا پاکستان ته د اټوم ټیکنالوجي په بدل کې پیسې ورکړي دي. دوو نورو پاکستاني جنرالانو له شمالي کوریا څخه پېنځه میلیونه ډالر ترلاسه کړي دی. دا په دې مانا ده، چې دا تر اوسه پورې په نړۍ کې د اتومي وسلو قاچاق تر ټولو لویه په زړه پورې خطرناکه قضیه ده. 
دې پس منظر ته په کتو سره د پاکستان د اټومي وسلې کنټرول رژیم د ړنګیدو په حال کې دی. د نورو اټومي ځواکونو په پرتله پاکستاني اټومي وسلې لومړي خپله پاکستانیانو ته بیا افغانستان ته ستر ګواښ پېښ کړي دی. که څه هم د دې ټولو سرغړونو جزیات روښانه نه دي. خو دا روښانه ده، چې دغه سر غړونې یوازې تر یوه شخص پورې محدودې نه دي. د بېلګې په توګه د عبدالقدېر د څېړنېز لابراتوار مرستیال محمد فاروق او نور پوځي جنرالان په کې شامل دي.
ولاډیمېر پوتېن او دیمېتري میدویدیف په ښکاره توګه په پوځي پریټونو کې اروپا ته ګواښونه کوي او شمالی کوریا امریکا ته ګواښونه کوي. دا اټومي ګواښونه نړیوال امنیت ته یو جدي ګواښ دی. اټومي وسلې د بشریت په وړاندې ډله ییزې ویجاړونکي وسلې دي. اټومي وسلې خورا لوی ویجاړونکي ظرفیت لري او پرته له توپیره وژنې کوي. دا په دې مانا ده، چې دغه وسلې د سرتیرو، ښځو، ماشومانو، بوډاګانو، لویانو، او ځوانانو ترمنځ توپیر نه کوي. له همدې امله د اټومي وسلو سره ګواښ کول او کارول د نړیوالو قوانینو له مخې منع دي او له همدې امله د اټومي وسلې کارول جنګي جرم او جنایت دی. نن په نړۍ کې نهه هیوادونه اټومي وسلې لري، نن په قصدي یا غیر قصدي توګه د اټومي وسلو کارولو ګواښ تر هر کله اوس خورا ډیر او لوړ دی. په اټومي جګړه کې ګټونکي نشته.
اوپېن هایمر د اټومی ټېست ورسته وویل: موږ ټول په دې ښه پوهیدو، چې نړۍ به هغه نړۍ نور نه وي، خو د چاودنې ورسته ډیرو لږو خلکو وخندل، ډیرو لږو خلکو وژړل، خو اکثریت غلي او خاموشه پاتې شول.
پای