په یو خوب کې کړم اسمان سره خبرې
په اسمان کې لوړ مکان سره خبرې
هلته داسې یو موجوده سره مخ شوم
چې يي نه کړې د انسان سره خبرې
ما ګومان د پرېښتې ورباندې وکړ
هغه وختې شیطان سره خبرې
سل کسانو سره بحث کول اسان دي
خو مشکل دي یو نادان سره خبرې
له جاهل سره له بحثه لیرې ګرځه
چې د ې مخ نشي خپګان سره خبرې
ملامت او سلامت پېژند ګران نه دي
که څوک وکړي په وجدان سره خبرې
لیونتوب چې زه د خپلو خلکو وینم
لیونی شم کووم ځان سره خبرې
په ځنګل کې ځناور ځکه جګړه کړي
چې حیوان نه کړي حیوان سره خبرې
په زړه داغ مې تر ابده په ژوند پاتې
چې مې و نه شوې جانان سره خبرې
پېژندل د وخت مشکل دي «مرادزیه»
هر زمان لري د ځان سره خبرې
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۲۰ مه
سرلوڅ مرادزی