. ای شـین اسمــانه لاولاړ ئـې پرسـرولي
ورته ګورې تویه وي دمظلوم ویني په څوځلي
بې عــدله سَوېّ دا نـړۍ بې رحــمه هــم
ستـرګي سـرې کـه ورانـوه بې رحـمـه ډلـي نه انصاف نه عدالت سته په وګړو دنړۍ
دظلم ننداره کړي څنګه ورانه وي دمظلوم کلي
ای پـرسـرولاړه ته شاهد دهــرمظلوم ئې
نــه پــوهـېـږم چـي سـیـل بیـنه سوې تـه ولـي
را چپه سه را چپه سه را چپه پردې ظالم
را ونـړېـږه پـرجـابر چي بـیا ونه ځـپي ځـپلي